خبرونه

کابل؛ د پاکستان له لوري جوړ شوی «جناح روغتون» پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): د اشرف غني دویم مرستیال او د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان کابل کې د محمد علي جناح په نوم جوړ کړل شوی روغتون پرانیست. دغه روغتون چې د کابل ښار لوېدیځ «دشت برچی» سیمه کې جوړ شوی، ټول ټال پرې ۲۴ میلیونه ډالر لګښت شوی دی. سرور دانش د دې ...

نور ولوله »

نظر محمد مطمئن: د سولې هڅو په وجه له امنيتي ننګونو سره مخ يم

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل): د سولې فعال او سياسي شناند نظر محمد مطمئن وايي چې د سولې د داعيې په اړه له امنيتي ګواښونو او ننګونو سره مخ يم. نوموړي په کابل کې ویسا ورځپاڼې ته ويلي دي چې د سولې د داعيې په اړه له امنيتي ګواښونو سره مخ دی او له حکومت څخه يې د ...

نور ولوله »

ميدان وردګ؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه په هوايي بريد کې وژل شوي «انځورونه»

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل): د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې يو ځل بيا د ولسي وګړو په کورونو چاپو او هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. راپورونه وايي چې د میدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په صدمردي دره کې وړمه شپه چاپه پيل شوې وه ...

نور ولوله »

ننګرهار: له ډرون وروسته دولتي ځواکونه شېرزادو ولسوالۍ کې پر جنازو توغنديز بريدونه کوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل): تېره شپه د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ مرکيخلو سيمه کې د هوايي بريد پر مهال د ځينو طالبانو سربېره ګڼ ‏شمېر ولسي خلک وژل شوي وو او اوس يې حکومتي عسکر جنازې ته پر راټولو شوو خلکو توغنديز بريدونه کوي.‏ د مرکيخيلو سيمې يوه اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې د امریکايي الوتکو ...

نور ولوله »

کابل ښار کې له چاودنې وروسته ډزې روانې دي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په پښتونستان واټ او ماليې وزارت ته نژدې چاودنه شوې او له هغې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي. له سيمې څخه عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي دي چې له چاودنې وروسته ډزې پيل شوي دی خو د پيښې دقيق ځای تر اوسه نه دی معلوم شوی. د کورنيو ...

نور ولوله »

ورځپاڼه: فاسد حکومت په افغانستان کې د امریکا «لاسته راوړنه» ده!

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل):له امریکا خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «واشنګټن ایګزیماینر» په خپله نننۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا نظامی حضور او په دې هیواد کې د امریکا د اوولس کلنې جګړې لاسته راوړنو ته کتنه کړې. ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي فوځ ستره پانګونه او هلته د یوه فاسد او د خپلویو په رابطو ...

نور ولوله »

غزني؛ چاپه کې ولس ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل):د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په خاټکو او لونګ کلیو باندې د ګډو  ځواکونو په چاپه کې عامو خلګو ته دروند مالي او ځاني زیان اوښتی. د سیمې د اوسیدونکو په وینا؛ ګډو ځواکونو له لوري نهه ورځې مسلسله په یادو کلیو چاپه روانه وه چې په پایله کې یې ۹ ملکیان وژل ...

نور ولوله »

عمران خان؛ افغانستان کې د «سرطان» روغتون جوړولو ته هوډ کړی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل):د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» وايي؛ که امکانات برابر شي په افغانستان کې د «سرطان» روغتون جوړوم. عمران خان چې تېره ورځ یې د پاکستان د «سرطان» له ستر روغتون «شوکت خانم» څخه لیدنه کوله هلته د افغان ناروغانو سره په لیدله کې وویل؛ د شوکت خانم له ادارې به وغواړم چې « ...

نور ولوله »

افغانان د دوحې ناستې ځنډېدل؛ ستره ضایعه بولي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې؛ د ګډ حکومت له منځه د ګډونوالو په سر اختلافات د «دوحې» ناسته وځنډوله؛ د افغانانو په شمول بیلابیلو جهتونو د یادې ناستې ځنډېدل د سولې په برخه کې ستره ضایعه ګڼلې. د طالبانو د نظام پخوانی چارواکی «ملا عبدالشکور» وايي « متاسفانه؛ د دوحې غونډه وځنډول شوه ځکه ...

نور ولوله »

خلیلزاد: له خبرو اترو پرته بله لار نشته

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل): د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر ناستې د لغوه کېدو په تړاو ویلي، د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره له خبرو اترو پرته بل بدیل نشته. هغه تېر ماښام په پرلپسې دوه ټیوټونو کې د ناستې پر لغوه کېدو خواشیني ښوودلې، خو ...

نور ولوله »