خبرونه

غزني؛ دفاع وزارت د ملکي تلفاتو د خونړۍ پېښې له عامله ناخبري ښيي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت تېره ورځ غزني کې د ملکي تلفاتو د خونړۍ پېښې پر عامل ناخبري ښيي او پېښه يې د سړک د غاړې د ماین له امله یا هم مشکوکه بللې. له دې وزارته خپره شوې اعلامیه د پورته دعوې تر څنګ مني، چې د پېښې «اصلي علت معلوم نه دی.» د دفاع ...

نور ولوله »

په غزني، لوګر، کاپیسا او کندز کې بیګانیو عملیاتو خلک زیانمن کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل):  برایي شپه د ننګرهار په څیر په غزني، لوګر او کندز ولایاتو کې هم د ګډو ځواکونو لخوا په شویو عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیانونه رسیدلي دي. نن ټکی آسیاته ته را رسیدلي خبرونه وایي چې  امریکایي الوتکو د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د صاحبزاده په سیمه کې د ملکي خلکو ...

نور ولوله »

فراه؛ د فوايد عامې رئيس په يو بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت د فوايد عامې رييس د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی. د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع پيښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ددې ولايت د فوايد عامې رييس سليم فراهي په يو وسله وال بريد کې وژل شوی دی. تر اوسه ددې بريد ...

نور ولوله »

ګډو عسکرو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې يو ځل بيا ولسي خلک وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې ګډو عسکرو يو ځل بيا د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او شپږ تنه يې وژلي دي. د سيمې خلکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د خوږياڼو په ټټنګ سيمه کې د ګډو عسکرو په چاپه کې د څلورو وروڼو په شمول شپږ تنه وژل ...

نور ولوله »

خلیلزاد: د سولې لپاره شرایط ښه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد وویل د سولې لپاره شرایط ښه شوي دي. نوموړي په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: «زه همدا اوس په قطر کي د طالبانو سره له اوږدو خبرو خلاص سوم. د سولې لپاره شرایط بهتره سوي دي. دا واضح خبره ده چي ټول طرفونه د ...

نور ولوله »

طالبان: د امریکایانو سره پر دوه موضوعاتو «کافي» پرمختګ وشو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو د قطر مذاکرات د پای ته رسیدو د رسمي اعلان پر مهال وویل چې د امریکایانو سره په تفصیلي بحث کې پر توافق شویو موضوعاتو کافي پرمختګ وشو. په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې څرنګه پرمختګ وشو خو زیاته شوي چې دواړه لوري به پر شویو پرمختګونو باندي لا «غور» ...

نور ولوله »

د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې پای ته ورسیدې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو او امریکایانو تر منځ د تیرو ۱۶ ورځو راهیسي روانې خبرې پای ته رسیدلي دي. نن ټکی اسیا ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم یوه غړي تایید کړه چې د امریکایانو سره د خبرو پنځم پړاو تر ۱۶ وروسته پای ته ورسید. خو د توافق په اړه یې نور معلومات ورنه ...

نور ولوله »

د ايتوپيا الوتکې نسکورېدو پېښه کې د ملګرو ملتونو ۲۱ کارکوونکي هم وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): ملګرو ملتونو ويلي، چې وړمه ورځ له ايتوپيا څخه د کينيا پلازمېنې نيروبي ته د تلونکې الوتکې نسکورېدو پېښه کې د ملګرو ملتونو ۲۱ کار کوونکي هم وژل شوي دي. دغه کسان په نيروبي کې د ملګرو ملتونو کنفرانس کې د ګډون لپاره روان وو. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتريش په دغه ...

نور ولوله »

«د دوحې خبرې ښې روانې دي، خو پايلې ته رسېدلې نه دي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې شپاړلسمې ورځې ته رسېدلې، خو لا يې هم د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. افغان اسلامي اژانس د ځينو سرچینو په حواله وايي، چې خبرې «ډېرې پېچلې» شوې، خو د دې تر څنګ دواړه لوري ژمن دي چې تر ...

نور ولوله »

غزني؛ د ملکي تلفاتو غبرګون کې لاریون باندې پولیسو ډزې کړې-انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): غزني کې پولیسو پر هغه لاریونوالو ډزې کړې چې د ملکي وګړو د بمبار په غبرګون کې د ښار لویدېځه دروازه کې را ټول شوي و. نن سهار د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ کې په ګوریانو سیمه کې چې د عاشقوالو او شیر کلا تر منځ پرته ده، د ملکي وګړو یو ...

نور ولوله »