fbpx

خبرونه

د ټاکنو کیمسیون وايي د بایومټریک ټول وسایل را رسېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د بایومټریک لپاره ټول وسایل يې ګوتو ته ورغلي دي. ازادي راډيو د دې کمیسیون د کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي په حواله وايي، د بایومټریک اړوند وسایل ور سپارل شوې او په یوه اوونۍ کې به ووېشل شي. هغه ویلي، ولایتونو ته يې ۷۶ ماشینونه لېږلي او ۷۴ ...

نور ولوله »

کابل: طالبانو د هوايي ځواکونو پېلوټ مخامخ وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي کابل کې يې تيره ورځ ناوخته د هوايي ځواکونو يو پيلوټ مخامخ وژلی دی. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د محمد الله په نامه پيلوټ يې تيره ورځ د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ په مموزيو کې وژلی دی. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ياد پيلوټ د ...

نور ولوله »

شمال کې د سروزرو او مسو د ایستلو تړونونه لاسلیک شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د هېواد په شمال کې د بدخشان د سروزرو او سرپل کې د مسو کانونو د ایستلو تړون له یو بهرني شرکت سره لاسلیک شو. د کانونو وزېرې نرګس نهان دغه تړونونه د «سنټر لیمیټېډ» په نوم نړیوال شرکت سره لاسلیک کړل. دغه شرکت چې امریکا، برتانیا او ځينې نور هېوادونه ګډه پانګه پکې ...

نور ولوله »

طالبان: تېره میاشت کې ۲۳۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي او شکایتونو اورېدو کمیسیون په میاشتني راپور کې لیکلي، په تېره یوه میاشت کې ۲۳۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د دې کمیسیون د اعلاميې له مخې په سپټمبر میاشت کې د بهرنیو او کورنیو عسکرو په هوايي بریدونو، شپنیو عملیاتو او چاپو کې د ۱۸ ...

نور ولوله »

کابل کې د پوليسو په موټرو غبرګې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په دولسمه امنيتي حوزه کې د پوليسو په موټرو پرله پسې دوه چاودنې شوي دي. نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل د احمد شاه بابا مينې ته څيرمه د الوخيلو په سيمه کې د شيني کلي له پله سره دغه چاودنې د پوليسو په موټرو وشوې. په سيمه کې عيني ...

نور ولوله »

کندهار: پر واده بمبار د ناوې په ګډون ۳۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر یو واده د ګډو ځواکونو بمباري د ناوې په ګډون ۳۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. دغه بمباري د یادې ولسوالۍ په خوږياڼو سیمه کې شوې ده، چې پکې درې مېرمنې وژل شوې او د ناوې په ګډون ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي. بې بې سې ...

نور ولوله »

هند کې د افغان او هندي محصلينو د جګړې له امله ۳۵۰ کسان نيول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د هند په اترپرديش ايالت پوهنتون کې د افغان او هندي محصلينو ترمنځ نښته شوې، چې  له امله يې ۳۵۰ محصلين نيول شوي دي. هندي رسنۍ وايي، چې د اترپردش په شاردا پوهنتون کې څو تنو افغان محصلينو يو کشمیری محصل ډبولی او ويډيو يې پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده. د پوهنتون ادارې ...

نور ولوله »

ايکانومیسټ: د سعودي حکومت سياسي مخالفين د نړۍ په هېڅ ګوټ کې ځای نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د نړۍ په هېڅ ځای کې د سعودي نظام سياسي مخالفين خوندي ځای نه لري، هر يو يې هڅه کوي، چې له سعودي وتښتي او د حکومتي چارواکو د ظلم له لاسه ځان خوندي کړي، خو نه پوهيږي، چې د ده لپاره په نړۍ کې خوندي ځای کوم دی؟ دا څرګندونې له لندنه خپرېدونکې ...

نور ولوله »

د افغان کډوالو پلاوی د افغان مهاجرينو له کمشنر سره د کډوالو په ستونزو غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): پېښور کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې پلاوي د حاجي ارسلا خان خروټي په مشرۍ پېښور کې د افغان مهاجرينو د چارو له کمشنر محمد عباس خان سره ليدلي او د کډوالو په ستونزو يې ورسره خبرې کړي دي. د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې نن ټکی اسيا ته ...

نور ولوله »

ټرمپ شاه سلمان ته: زه جدي يم، بايد نور ميلياردونه ميلياردونه ډالر راکړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د درېيم ځل لپاره د سعودي پاچا سره د ټيليفوني اړيکې په اړه يادونه کړې او زياتوي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ته يې ويلي، چې د امريکايي پوځيانو د خدمت او دفاع په بدل کې بايد امریکا ته نور ميلياردونه ميلياردونه ...

نور ولوله »