fbpx

خبرونه

طالبانو ته ښکنځلې کوونکی تن ژوندی نيول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو هغه افغان فيسبوک کاروونکی نيولی دی چې په ټولنيزو رسنیو کې به يې طالبان يهوديان بلل او د هغوی په خلاف به يې تبليغات او سپکې کنځلې کولې. عبدالولي چې په جار قلم جار يې شهرت وموند له څه مودې راهيسې يې په فيسبوک کې په ژوندۍ بڼه د طالبانو په اړه بحثونه ...

نور ولوله »

پر افغانستان د امریکا د یرغل نن اوولس کاله پوره شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): پوره اوولس کاله وړاندې امریکا د ناټو ځینو غړو هېوادونو په ګډون پر افغانستان مخامخ نظامي یرغل وکړ. د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه چې د ۱۳۸۰لمریز کال د تلې له پنځلسمې سره يې سمون خوړ، امریکايي (بې -۵۲) الوتکو پر افغان خاوره بمبار پیل کړ. ظاهراً امریکا له «ترهګرۍ» سره د مبارزې، ...

نور ولوله »

طالبان: امریکا پر نظامي یرغل سربېره، اخلاقي فساد او بې عدالتۍ هم راوړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکايي یرغل د اوولسمې کالیزې په مناسبت طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا یوازې نظامي یرغل نه؛ بلکې فرهنګي او فکري یرغل هم دی. اعلامیه کې د ځوان نسل پر انحرافولو، اخلاقي فساد په خپرولو او د ښځو د حقونو په نامه د ښځو ننګولو برخو کې امریکا ملامته بلل شوې. ...

نور ولوله »

طالبانو د ميدان وردګو ولایت سيداباد ولسوالۍ ونيوله

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د ميدان وردګو ولايت سيدا اباد ولسوالۍ له څو ساعته جګړې وروسته د حکومت له واکه وتلې او د دفاعي پوستو سربېره يې ټول تاسيسات د  طالبانو لاس ته ورغلي دي. د سيداباد يوه اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته ويلي، چې ولسوالۍ په بشپړ ډول سقوط شوې، د ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ، ...

نور ولوله »

پکتيا: د ځانګړو ځواکونو په ډزو ۳۰ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د پکتیا ولایت ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې نن غرمه د کمپاین ځانګړو عسکرو په ډزو کې دیرش ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د سوریخلیو په سیمه کې د ځانګړو عسکرو ګزمه د طالبانو له کمين سره مخ شول او درې رينجر يې تخريب شول. له دې ...

نور ولوله »

ننګرهار: سبا د پاکستان کونسلګرۍ بيرته پرانستل کيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار ولايت کې له نژدې يوه مياشت ځنډ وروسته چې پاکستان په احتجاجي توګه په جلال اباد ښار کې خپله کونسلګري وتړله، سبا به بيرته پرانيستل شي. د ننګرهار ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سره په شوې هو کړې او نوي ...

نور ولوله »

بن سلمان ټرمپ ته: سعودي د خپل امنيت لپاره امریکا ته هېڅ پيسې نشي ورکولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې د سعودي له پاچا  څخه يې د ميلياردونو ډالرو غوښتنه کړې وه. بن سلمان ويلي: له امريکا مو په خپلو پيسو وسلې پېرلي، هېچا وړيا نه دي راکړي او موږ به هېڅکله د خپل امنيت ...

نور ولوله »

خلیلزاد له يو شمېر هيلو سره اسلام اباد ته ځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سلاکار او استازی د افغانستان سولې کې د پرمختګ لپاره نن اسلام اباد ته له يو شمېر هيلو سره ځي. امريکايي رسنۍ وايي، چې خليلزاد به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې وکړي او د روانې جګړې د پای ته رسولو په ...

نور ولوله »

ګارډین: روانه جګړه کې تر ۲۰۰ زره ډېر ملکي افغانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): برتانوۍ ورځپاڼه ګارډين پر افغانستان د امریکا د یرغل د اوولسم کال په مناسبت لیکلي، دې جګړه کې ۲۱۷زره عام افغانان وژل شوي دي. ورځپاڼه لیکي، په جګړه کې ۳۵۶۴ بهرني عسکر هم وژل شوي دي، چې ۴۵۶ تنه يې د برتانیا عسکر و. امریکا اوولس کاله وړاندې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ...

نور ولوله »

غور: پر اربکي قومندان د ځانګړو ځواکونو برید شپږ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): غور کې د ځانګړو ځواکونو او اربکي قومندان تر منځ جګړه کې د دوو مېرمنو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي. غور کې ځايي چارواکو د مشهور اربکي قومندان علي‌پور د نیولو خبر ورکړ، چې هغه يې پر وړاندې مسلح غبرګون وښود. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي د جګړې او ...

نور ولوله »