خبرونه

مسعود اندرابي د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ملي امنيت پخوانی سرپرست مسعود اندرابي د افغانستان د کورنيو چارو د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. تر دې وړاندې د تېر دسمبر په ۲۳ مه نېټه د کورنيو چارو وزارت له پاره امر الله صالح د سرپرست په توګه ټاکل شوی و خو نوموړي وروسته په ولسمشريزو ټاکنو کې د اشرف غني ...

نور ولوله »

حامد کرزي له امريکايانو غوښتي چې په ولسي وګړو هوايي بريدونه بند کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې په ملکي وګړو هوايي بريدونه او چاپې غندلي دي او په امريکا يې غږ کړی دی چې په ولسي وګړو هوايي بريدونه بند کړي. نوموړي د هلمند د سنګين او کونړ په مرورې ولسوالۍ کې په ولسي وګړو د وروستيو بريدونو په اړه خواشيني ښودلې ...

نور ولوله »

مصر: د اخوان المسلمين د رهبري شورا د رئيس په ګډون ۲۶ تنه په درې کاله بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د مصر سترې محکمې د اخوان المسلين اسلامپال ګوند د رهبري شورا د رئيس په ګډون د دې ګوند ۲۶ غړي په درې کاله بند محکوم کړي دي. د مصري رسنيو د راپورونو له مخې محکمې د اخوان المسلين ګوند د رهبري شورا رئيس محمد بديع په ګډون يې ۲۶ تنه د مصر محاکمو ...

نور ولوله »

له اخوان المسلمين وروسته سعودي حکومت د دعوت او تبليغ ډلې سره هم دښمني پيل کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سعودي د اوقافو او مذهبي  چارو وزارت سلاکار احمد الفيفي د دعوت او تبليغ ډلې پر  ضد هم توندې څرګندونې کړي او وايي، چې د دې ډلې خطر هم له اخوان المسلمين څخه کم نه دی. احمد الفيفي د سعودي حکومت پلوې عکاظ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې د تبليغ ډله ...

نور ولوله »

سوله؛ عبدالله هم وايي تر چوکۍ ورته تېرېدلی شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله دعوه وکړه، چې که سوله د ده د چوکۍ پر قربانۍ راتللی شي، نو دی دې قربانۍ ته حاضر دی. هغه چې نن د وزیرانو شورا ناسته کې خبرې کولې وویل، سوله هم غواړي خو په وینا يې «اسلامي جمهوریت او شته لاسته راوړنې» دې هم پر خپل ځای وي. ...

نور ولوله »

پخوانی امریکايي سفیر: د بهرنیانو له وتلو سره د دولتي ځواکونو ډله‌ييزې تېښتې شونې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، د دوی د ځواکونو له وتلو سره به دولتي ځواکونو ته ور پاتې روحیه هم صفر او ښايي ډله‌ییزو تېښتو ته ځانونه تیار کړي. ریان کراکر له نیویارک مجلې سره خبرو کې ویلي چې د طالبانو اصلي شرطونه منل شوي او په وینا يې روحیه يې ...

نور ولوله »

محمد محقق لا هم خپله دنده پر مخ وړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): نږدې شل ورځې وړاندې محمد اشرف غني حکم وکړ، چې محمد محقق نور د اجراییه ریاست د مرستیال په ډول له دنده پر مخ نه‌شي وړلی. ارګ د روانې میاشتې په څلورمه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي و: «د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند د حکم له مخې د ...

نور ولوله »

کندهار؛ د نوي ټاکل شوي والي پر ضد اعتراض دوام لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د ننګرهار پخوانی والي حیات الله حیات د کندهار د والي په توګه ټاکلی، چې راتلونکو دوو ورځو کې به رسماً دنده پیل کړي. د دې خبر له خپرېدو سره د کندهار ولایتي شورا او د ولسوالیو مسؤلینو د دې نوې ګمارنې پر ضد اعتراض کړی او ان د ولایت مقام ...

نور ولوله »

د امریکا دفاع وزارت سرپرست وزیر کابل ته را رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد پنځم سفر پیل شوی، د پنټاګون سرپرست وزیر هم کابل ته را رسېدلی. پټریک ایم شاناهان لکه د نورو امریکايي چارواکو په څېر په ناڅاپي سفر نن کابل ته را رسېدلی او د را رسېدو خبر يې هم ورسره ملګرو خبریالانو ...

نور ولوله »

طالبان: هېڅ هېواد د سولې خبرو ته نه يو تيار کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د خپل پروګرام له مخې تيار شوي او د هېڅ  هېواد په مرسته د سولې خبرو ته نه دي کيناستلي. ذبيح الله مجاهد د پاکستان «ډان» ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات د ...

نور ولوله »