خبرونه

نيويارک ټايمز: د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د خبرو اعلان له وخت مخکې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل): د امریکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان سولې پروسې په اړه ليکلي، چې دغه پروسه اوږده او پېچلې ده او د حکومت له لوري له طالبانو سره د مخامخ خبرو اعلان له خپل وخته مخکې دی. ورځپاڼه وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د امريکايي پوځيانو د بشپړ وتلو په اړه مذاکرات روان کړي، ...

نور ولوله »

سرچینه: عمران خان ښایي په لنډ وخت کې افغانستان ته سفر وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل): یوې پاکستانۍ رسنۍ د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو له قوله افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر د احتمالي سفر خبر ورکړی. دې نېشن ورځپاڼه د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ته د نږدې سرچینو له قوله لیکي، ښايي عمران خان په لنډ وخت کې افغانستان ته د سولې په پروسه کې د ...

نور ولوله »

سرور دانش: په خپل ټول توان د «امارت» د راتګ په وړاندې درېږو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وايي، نور جمهوریت او دیموکراسي د دیکتاتوري امارت په وړاندې سر نه ټيتوي او موږ نه پرېږدو د تاریخ ترخې شېبې بیا ځلې تکرار شي. دانش چې نن یې د کمپایني مبارزو د پیل په لومړی ورځ یوې غونډې ته په کابل کې خبرې کولې ...

نور ولوله »

پاکستان بیا ځلې د افغانانو لپاره د ویزو محدودیت ختم کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): په کابل کې د پاکستان سفارت له یوه ورځني بندیزو وروسته د عامو افغانانو په وړاندې د ویزو محدودیت پای ته ورساوه. نن ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ، تر هغه وخته  چې حکومت تر سفارت د باندې د کمېشنکارانو او د ویزو په سر ...

نور ولوله »

مهاتير محمد: ماليزيا، ترکيه او پاکستان په ګډه اسلامي تمدن بېرته راژوندی کولی شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): د ماليزيا صدر اعظم مهاتير محمد ويلي، ترکيه، ماليزيا او پاکستان په ګډه همکارۍ اسلامي تمدن بېرته راژوندی کولی شي. د ماليزيا د صدراعظم د څرګندونو مهم ټکي: مهاتير محمد د ترکيې پلازمېنې انقره کې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره ګډې خبري ناستې ته وويل، که موږ ټول خپل عقلونه او ځواک په ...

نور ولوله »

بغلان کې لس تنه دولتي سرتيري طالبانو سره يو ځای شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): په بغلان ولایت کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې لس تنه دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر ليکلي دي چې لس تنه دولتي عسکر ورسره يوځای شوي دي دي او د دوی له لوري يې هرکلی ...

نور ولوله »

کابل؛ له درې پرله پسې چاودنو وروسته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د کابل ښار په پنځلسمه امنيتي حوزه کې د امر الله صالح ميلمستون ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوي دي. د کورنيو چارو وزارت پيښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې له چاودنو وروسته څو تنه بريدګر په ياده سيمه کې يوې ودانۍ ته ننوتلي دي او په ...

نور ولوله »

تاجکستان «۸۰» افغان بندیان افغانستان دولت ته وسپارل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): تاجکستان «۸۰» افغان اتباع چې په دغه هیواد کې بندیان وو د افغانستان حکومت ته وسپارل. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي چې دغه بندیان نن یکشنبه د افغانستان حکومت ته رسما سپارل شوي دي. ویل کیږي چې بندیان کندوز ته رسیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د ...

نور ولوله »

د دوو نوماندانو ناندرۍ؛ غني: د مولانا وارث يم/ عبدالله: د مولانا شعر سم ولوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): په هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندانو ترمنځ سيالۍ نن سهار رسما پيل شوې، خو ولسمشر غني او اجرائيه رييس عبدالله خپلې ټاکنيزې سیالۍ د يوه بل پر ضد په ناندريو پيل کړې. ولسمشر غني وويل، چې د ده په مشرۍ «دولت جوړوونکی ټيم» به د تاريخ ناتمام فصل په ځانګړې توګه ...

نور ولوله »

غزني: د اب بند ولسوالۍ په موټربم کې له شلو زيات اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): نن سهار څلور بجې طالبانو د غزني ولايت د اب بند ولسوالۍ په سرفرار کلا سيمه کې د اربکيانو پر يوه قرارګاه موټربم برید کړی و، چې له امله يې یاد مرکز په بشپړ ډول ويجاړ شوی او له شلو زيات اربکيان په وژل شوي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ...

نور ولوله »