خبرونه

د ایران لوپوړی استخباراتي چارواکی کابل ته رارسېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني نن په یو ورځني سفر کابل ته را رسېدلی دی. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دغه ایراني چارواکي د یو پلاوي په ملتیا کابل ته سفر کړی او د امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره يې هم لیدلي دي. شمخاني ...

نور ولوله »

طالبان: کورنۍ جګړه مو له منځه وړې، بیا نه پېښېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو او امریکا له مخامخ خبرو وروسته د امریکايي چارواکو له لوري د نیمايي عسکرو پر وتلو غور، بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي. د لوېدیځو رسنیو له دې اعلان سره سم په کور دننه ګڼې داسې تبصرې کېږي، چې که امریکا ناڅاپي ووځي، نو هېواد به د تېر جهاد له بریا وروسته حالت ...

نور ولوله »

سولې شورا: ولایتي کمېټې لغوه کېږي نه؛ خو تړل کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ ځينو سرچینو د سولې ولایتي کمېټو د لغوه کېدو خبر ورکړ، چې ګواکې د سمون او اصلاح لپاره دا کمېټې له منځه وړل کېږي. تازه د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، چې دوی دا کمېټې لغوه کوي نه؛ بلکې د څو میاشتو لپاره يې دندې ځڼډوي. هغه يې علت ...

نور ولوله »

کابل؛ د هوا د ککړتیا له امله کاري ساعتونه بدل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې یو بهرني بنسټ د نړۍ په سطحه د هوا د ککړتیا لس ښارونه په ډاګه کړل، چې کابل پکې لومړی ځای درلود. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د هوا د ککړتیا له امله يې د ګڼو ادارو کاري ساعتونه بدل را بدل کړي دي. تر دې وړاندې د کابل ...

نور ولوله »

لوګر؛ معترضو نوماندانو د ټاکنو کمیسیون دروازه تړلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): لوګر کې شاوخوا ۳۰ معترضو نوماندانو د ټاکنو کمیسیون د ولايتي دفتر دروازه تړلې او لومړنیو پایلو کې اعلام شوي نوماندان يې په درغلیو تورن کړي دي. دا نوماندان چې د ولسي جرګې ټاکنو کې پاتې راغلي، د ټاکنو کمیسیون له لوري د دې ولایت لپاره لومړنۍ اعلام شوې پایلې نه مني او کمیسیون ...

نور ولوله »

چين او پاکستان په افغانستان کې په نوو بدلونونو غږېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومی، ۱۳۹۷ل): امريکايي چارواکو ويلي، چې ولسمشر  ډونلډ ټرمپ په شفاهي توګه خپلو پوځيانو ته امر  کړی، چې خپل اووه زره سرتيري له افغانستانه وباسي، خو سپينې ماڼۍ او پنټاګون تر اوسه  په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. رويټرز خبري اژانس ليکلي، چين او پاکستان افغانستان کې  د نوو بدلونونو په اړه ځانګړې خبرې ...

نور ولوله »

شینواري:د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې ورته د منلو وړ نه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومی، ۱۳۹۷ل):د ننګرهار د ولسې جرګې د ټاکنو د لومړیو پایلو تر اعلان وروسته، د شینوارو قوم ځوانان او مخور په جلال اباد کې راغونډ شوي او وايي «د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې ورته د منلو وړ نه دي ځکه ددوی ورکړل شوې رایي، ددې په ځای چې ددوی د خوشې وړ کاندید ته ولیکل ...

نور ولوله »

پاکستاني رسنۍ: د کندهار په ننۍ پېښه کې د بلوڅ بېلتونپالو د ګوند مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومی، ۱۳۹۷ل): پاکستاني رسنۍ وايي، د کندهار په نني برید کې د بلوڅ بیلتونپالو د ګوند «بی ایل اې» مشر «اسلم اچهو» له خپلو څو ملګرو سره وژل شوی. راپور زیاتوي «اسلم اچهو په کراچي کې د چین په قونسلګرۍ د برید اصلي طراح وو او له افغانستان څخه یې د پاکستان ضد شبکې مشري ...

نور ولوله »

ولمسشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې موده غځول کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي«د ټاکنو د ښه مدیریت او ددې لپاره چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته د سلا مشورو زمینه برابره کړل شوې وي، امکان لري ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې موده وغځول شي». ددې کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي له رسنیو په خبرو کې وویل چې «د نوم ...

نور ولوله »

کندهار ښار کې دوو چاودنو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): کندهار ښار په پنځمه او يوولسمه حوزه کې دوو چاودنو شپږ تنه وژلي او يو بل ټپي کړی دی. د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي چې لومړۍ چاودنه نن مازديګر د کندهار ښار د يوولسمې حوزې اړوند د عينو مينې او کابل اډې سيمې ترمنځ د بړيڅانو کلي ته څېرمه ...

نور ولوله »