خبرونه

ډاکټر غني ننګرهار ته ورسید

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي ډاکټر غني له اوربند وروسته په لومړي سفر کې نن سهار د ننګرهار مرکز جلال اباد ته ورسید. په ارګ کې د ویاند یو مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي هغه به په دې سفر کې د ننګرهار له ځايي چارواکو سره وویني او د ختیځ زون په سطحه به د یو زربستریز ...

نور ولوله »

تخار: طالبانو بشپړه قرارګاه نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): تخار کې طالبانو د کمیسیاري په نامه سرحدي قرارګاه نیولې او ګڼو ځواکونو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده. د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي طالبانو تېره شپه پر یاده قرارګاه برید وکړ، چې په پایله کې يې د قرارګاه د وسلو زېرمه هم طالبانو ته سلامته په لاس ورغلې. ...

نور ولوله »

د اجراییه ریاست مرستیال: طالبان پر اویا سلنه خاوره حاکمیت لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ،۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست مرستیال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي طالبان د هېواد پر ۷۰ سلنه خاوره حاکمیت لري.   محقق تېره پنجشنبه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د طالبانو پر دې اندازه حاکمیت راتلونکې ټاکنې له ګواښ سره مخ کولی شي.   هغه همدارنګه په غزني کې پر هزاره مېشتو هېوادوالو غږ ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ د نوماندانو ابتدايي لیست خپور شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون په راتلونکو ټاکنو کې د پارلمان لپاره د نوماند شویو کسانو ابتدايي لیست خپور کړ. ټاکل شوې وه، چې دغه لیست د چنګاښ په اوومه خپور شي، خو د ټاکنو کمیسیون مشر وايي د ځينو لرې پرتو ولایتونو د نوماندانو معلومات ورته ناوخته ورسېدل. د ټاکنو کمیسیون د مشر ګلاجان عبدالبدیع ...

نور ولوله »

غني: د امن سیمې؛ طرحه یوه فردي طرحه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني وايي د امن سیمې په نامه طرحه حکومتي طرحه نه ده، بلکې یوه فردي طرحه ده. هغه نن په ارګ کې د خبري کنفرانس پر مهال امنیتي ځواکونو ته هم د عملیاتو امر وکړ او ويې ویل چې لس ورځنی اوربند يې نن پای ته ورسيد. ډاکټر غني د امن سیمې ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت د قومندان عزیز الله کاروان وژنه تایید کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت تاييد کړه چې عزيزالله کاروان نن د کابل په دريم مکرويانو کې د نامعلوه وسله والو لخوا ووژل شو. قومندان عزیزالله په فردوسي پارک کې له خپلې کورنۍ سره ماښام په تفريح بوخت وو چې وسله والو پرې بريد وکړ. تر دې مخکې راپور ورکړل شوی وو چې يو نفر ...

نور ولوله »

اذربایجان کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه نن پيلېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): اذربایجان کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه چې د ګڼو هېوادونو، سازمانونو او مؤسساتو استازي يې ګډونوال دي نن پیلېږي. د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویاند حکمت حاجی یوف رسنیو ته ویلي په دې غونډه کې د ۹۰ هېوادونو، سازمانونونو، مؤسساتو او نړیوالو بنسټونو استازي برخه لري. له افغانستان څخه د ...

نور ولوله »

لوګر کې چاودنې اته تنه وژلي او څلور نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې چاودنې اته تنه وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي. د ۲۰۳ تندر قول ارد مطبوعاتي څانګه وايي چې پېښه نن د اسماعیل خېلو په سیمه کې وشوه، او قربانیان يې هغه کسان دي چې د «سولې غوښتنې» په نوم را ټول شوي و. د سرچینې په ...

نور ولوله »

طالبان: امریکايي قومندان د ټرمپ د ستراتېژۍ ناکامي پټوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): طالبانو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د هوايي قواو د قومندان څرګندونې د ټرمپ د ستراتېژۍ د ناکامۍ د پټولو هڅه بللې. دغه امریکايي قومندان جنرال لیسن بنچ په پنټاګون کې خبري غونډې ته ویلي، تازه يې ۱۵۴ هوايي بریدونه کړي، د طالبانو مالي سرچينې يې له منځه وړې او همدارنګه يې پرلټونه ...

نور ولوله »

د یوناما مشر: طالبان سوله او د بهرنیانو وتل غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت «یوناما» مشر تدامچي یاماماتو د بهرنیو هیوادونو دیپلوماټانو سره په ناسته کې ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو له لوري د اوربند عملي کېدل نوي فرصتونه ایجاد کړي دي. نوموړي وویل چې د تېر اختر په لومړیو دریو ورځو کې ټولنیزي پاڼې په داسي ...

نور ولوله »