خبرونه

پاکستان نيول شوی هندي پيلوټ سبا هند ته سپاري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): تيره ورځ پاکستان په خپله خاوره کې دوه هندي چورلکې رانسکورې کړې وې او يو هندي پيلوټ يې ژوندی نيولی و خو د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې ياد پيلوټ به سبا هند ته وسپاري. پاکستاني رسنيو خبر ورکړی دی چې عمران خان ويلي چې نيول شوی هندي پيلوټ ابهي نندن د ...

نور ولوله »

د ایران ولسمشر د بهرنيو چارو د وزير استعفا رد کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د ایران ولسمشر حسن روحاني د بهرنيو چارو د وزير جواد ظریف استعفا رد کړې او له هغه يې غوښتي، چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي. جواد ظريف وړمه ورځ د خپل انسټاګرام په اکاونټ له خپلې  دندې استعفا اعلان کړې وه، خو هغه مهال د ایران ديپلوماتيکو سرچينو ويلي و، چې د ظريف ...

نور ولوله »

بلخ: طالبانو درې امنيتي پوستې سقوط کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو د بلخ ولايت په چهاربولک او کشنده ولسواليو کې درې امنيتي پوستې سقوط کړی او د دوو قومندانانو په ګډون يې څوارلس تنو امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې طالبانو د بلخ ولایت کشنده ولسوالۍ کې ...

نور ولوله »

پيښور: نامعلومو وسله والو په يو قاضي بريد کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان پښتونخوا ايالت په مرکز پيښور کې نامعلومو وسله والو د پيښور محکمې د قاضي په موټر بريد کړی دی او نوموړی يې له خپل موټر چلونکي سره ټپي کړی دی. د پيښور پوليس وايي چې د پيښور محکمې قاضي محمد ایوب په موټر په حيات اباد کې نامعلومو وسله والو بريد کړی ...

نور ولوله »

ټرمپ: د پاکستان او هند تاوتريخوالی په کمېدو دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ پيدا شوي تاوتريخوالي په اړه هيله ښکاره کړې، چې دغه ستونزه به ژر حل شي او زیاته کړې يې ده، چې شته تاوتريخوالی به کمېدو دی. امریکايي رسنيو ليکلي، چې ويتنام کې د شمالي کوريا د مشر کېم جون اونګ سره له ليدو وروسته ...

نور ولوله »

خليلزاد د قطر روانې غونډې په اړه تازه څرګندونې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ پنځمه ناسته پرون په درېيمه ورځ هم روانه وه خو نن او سبا ځنډېدلي او د شنبې له ورځې به بيا دا خبرې پيل شي. تيره ورځ ناوخته د طالبانو د سياسي دفتر او مذاکراتي ټيم غړي ملا خيرالله خيرخواه نن ټکي اسيا ته په ...

نور ولوله »

هند: پاکستان دې له نورو پوځي عملیاتو ډډه وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د هند او پاکستاني پوځيانو ترمنځ پر کنټرول کرښې په وقفه وقفه ډزې روانې دي او د دواړو غاړو اوسيدونکو د ځان خوندي کولو په موخه خپل کورونه پريښي دي. د هند او پاکستان له لوري پر يوه بل د تېریو تورونو له لګولو وروسته د هند حکومت پر پاکستان غږ کړی، چې له ...

نور ولوله »

اتمر: پر هېواد حاکمې «ډلې» ته یوازې شخصي ګټې مهمې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا پخوانی سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر منلې، چې هېواد د داسې چا لاس ته لوېدلی چې یوازې شخصي ګټې ورته مهمې دي. هغه له الجزیرې سره مرکه کې ویلي، له اشرف غني ځکه بېل شو، چې حکومت يې ټول‌شموله نه و او پالیسۍ يې ګوښه‌توب ته ...

نور ولوله »

د سولي شورا: لویه مشورتي جرګه ژر نشي جوړیدای

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ کب، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس، عمر داودزی وايي، په نژدې راتلونکي کې د مشورتي جوړیدل ناشونی کار د. هغه ویلي، نشي کولی چې د کب د میاشتې تر وروستیو پورې لویه مشورتي جرګه را وغواړی او ښایي دا کار ډېر وخت وغواړي. نوموړي دا خبرې تیره ورځ د «استانبول د آسیا ...

نور ولوله »

طالبان: امریکا سره ګټورې خبرې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو ويلي، امریکايي ډيپلوماټانو سره يې د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره ګټورې خبرې کړي او د نورو مشورو لپاره يې په دغه ناسته کې د دوو ورځو وقفه کړې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ له غرمې وړاندې ...

نور ولوله »