خبرونه

د کابل ښار نهمې حوزې اړوند د بهرنيانو پر مرکز چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار نهمې  حوزې اړوند ګمرک ته څېرمه د بهرنيانو پر مرکز ګرين ويلج چاودنه شوې ده. د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی کړی، خو تر اوسه په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي. ځايي سرچينې وايي، له چاودنې وروسته په سيمه کې ډزې هم روانې دي.

نور ولوله »

پارلماني ټاکنې: د کابل لومړنۍ پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې. د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشر عبدالبديع صياد څو شيبې وړاندې د کابل د ولسي جرګې بريالي نوماندان اعلان کړل. نژدې درې مياشتې وړاندې د افغانستان پارلماني ټاکنې ترسره شوې چې له هغې وروسته د افغانستان د ...

نور ولوله »

پومپيو: له سعودي چارواکو د خاشقجي  د قاتلينو د محاکمې غوښتنه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د منځني ختيځ هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسېدلی دی. مايک پومپيو ويلي، چې سعودي چارواکو سره به د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د ترکيې استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د وژل شوي سعودي ...

نور ولوله »

امريکا ته د ترکيې غبرګون: موږ د ترهګرو پر ضد جګړه کوو، نه د کردانو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړي، چې د سوريې په شمال کې پر کردي مليشو د بريد په صورت کې يې د ترکيې اقتصاد ويجاړولو ګواښ کړی دی. د ترکيې جمهوري رياست وياند ابراهيم کالن په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي:  «دا هېڅ امکان نه لري، ...

نور ولوله »

د کابل والي: د برېښنا وېش د وکیلانو په خوښه او نا انصافه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د برېښنا پرې کېدو خلک اندېښمن کړي او د برېښنا ریاست د چارواکو په وینا په ۲۴ ساعتونو کې یوازې شپږ ساعته برېښنا لري. د کابل والي یعقوب حیدري وايي، د کابل برېښنا د ملي شورا د غړو په خوښه وېشل شوې چې خلکو ته پکې هیڅ پام نه دی شوی، ...

نور ولوله »

جوزجان چارواکي: اربکیانو بشپړه پوسته طالبانو ته سپارلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د جوزجان چارواکي وايي، د دې ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې اوه تنه اربکیان له طالبانو سره یو ځای شوي او د پوستې ټول مهمات يې له ځان سره وړي دي. د فیض اباد ولسوالۍ ولسوال الف شاه ازادي راډیو ته ویلي، دې اربکیانو د یادې ولسوالۍ په بېزجګ سیمه کې پوسته درلوده، ...

نور ولوله »

طالبانو لغمان کې «فرعون» وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د لغمان په مرکز کې د اربکیانو قومندان «فرعون» وژلی دی. دغه اربکی قومندان چې د مهترلام په نوې کلا سیمه کې يې پوسته درلوده، په سیمه کې په اخلاقي فساد، لوټ او تالان تورن بلل کېږي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی سرتېرو په لیزرې وسلې فرعون په پوسته کې ...

نور ولوله »

پوهنې وزارت د زرګونو ښوونکو د ګمارنې او سلګونو ښوونځیو جوړولو هوډ لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت وايي، راتلونکي ښوونیز کال کې د زرګونو ښوونکو د ګمارنې او سلګونو ښوونځیو د جوړولو هوډ لري. د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي تېره ورځ ننګرهار کې غونډې ته وویل، په را روان تعلیمي کال کې د ۲۳ زره ښوونکو د ګمارني پلان لري. هغه وویل، چې د دې تر ...

نور ولوله »

خلک: غزني ته غځېدلې برېښنا پرېکولو کې ملي اردو هم لاس لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي اوسېدونکي وايي، دې ولایت ته غځېدلې برېښنا کې د ملي اردو عسکر هم لاس لري او هم ځايي د برېښنا شرکتونه پکې بې برخې نه دي. ازادي راډيو د غزني د اوسېدونکو په حواله وايي، چې د ملي اردو عسکر، ځايي د برېښنا خصوصي شرکتونه او طالبان هم د غځېدلو تارونو ...

نور ولوله »

مايک پومپيو: قطر او امريکا د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره په ګډه کار کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل):  د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک مايک  پومپیو ويلي، چې هېواد يې د سيمې امنيتي ګواښونو د مخنيوي په ګډون د افغانستان اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له قطر سره په ګډه هلې ځلې کوي. مايک پومپيو د قطر پلازمينه دوحه کې د قطر د بهرنيو چار ...

نور ولوله »