خبرونه

د باچاخان مقبره په «۵۴» میلیونه افغانۍ رغول کېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل):په ننګرهار ولایت کې د باچاخان د مقبرې د ترمیم او رغولو لپاره «۵۴» میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل « د باچا خان د مزار د جوړېدو چارې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې له لوري ...

نور ولوله »

امریکا؛ د جنګي جرمونو د څېړونکې«څارنوالې» وېزه لغوه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶وری، ۱۳۹۸ل):د امریکا متحده ایالاتو د هغه څارنوالې وېزه لغوه کړې؛ چې غوښتل یې د امریکا له لوري په افغانستان کې شوي جنګي جرمونه وڅېړي. پېټو بینسوډا، چې د جنګي جرمونو د څېړلو د نړیوالې محکمې لوړپوړې غړې ده، په دې وروستیو کې یې غوښتل څو امریکا ته په افغانستان کې دشوو جنګي جرمونو د اسنادو ...

نور ولوله »

فارن پالیسي: هند د پاکستان هېڅ F-16 جيټ الوتکه نه ده ویشتلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د دفاع وزارت مسوولینو فارن پالیسي ته ویلي چې دوی پاکستان ته تللي او هلته يې ټولې F-16 جیټ الوتکې شمارلي چې په حساب پوره دي. هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي پر مهال هند ادعا وکړه چې د هند هوايي ځواکونو قومندان ابينندن ورتمن Abhinandan Varthaman په هوايي نښته ...

نور ولوله »

سعودي د خاشقجي اولادونو ته میلیونونه ریال دیت ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وری، ۱۳۹۸ل): د سعودي شاهي حکومت د مشهور خبریال جمال خاشقجي اولادونو ته میلیونونه ریال دیت ورکړی دی. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د سعودي شاهي حکومت غواړي چې د دوی له خوا د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي له کورنۍ سره اوږده مهال تفاهم ته ورسیږي او یاده کورنۍ نور ...

نور ولوله »

افغانان په خپل هیواد کې د ناټو ماموریت څنګه ارزوي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو په ماموریت اتلس کلونه اوړي، ازادی رادیو د یاد ماموریت د پایلو په اړه له خپلو مینوالو نظر غوښتی، دا چې افغانان یاد ماموریت څنګه ارزوي او ددوی په ژوند یې څه اغېز پرېښی په یاده نظر پوښتنه باندې له شوو تبصرو یې څرک لګوو. د اسدالله اسد په ...

نور ولوله »

کرزی: د حکومت له انکار سره سره باید د قطر غونډه وشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، سره له دې چې حکومت د قطر غونډې پر وړاندې مخالفت ښيي، خو بیا هم باید دا غونډه ترسره شي. ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې نیمايي کې د حامد کرزی په مشرۍ د لسګونو غړو پلاوی په قطر کې د طالبانو له استازیو سره وګوري. حامد کرزي له ...

نور ولوله »

اشرف غني د قطر غونډې په مخنیوي کې ناکام ښکاري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او سیاسیونو، علماوو او د سولې د هڅو د فعالانو تر منځ ناسته د روانې اپریل میاشتې په نیمايي کې کېږي. محمد اشرف غني د دې غونډې په مخنيوي کې تر خپله وسه هڅه کړې، خو ښکاري چې هڅو يې رنګ نه دی راوړی. هغه څو ورځې ...

نور ولوله »

«زلمی خلیلزاد به سبا پاکستان ته روان شي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې وه زلمی خلیلزاد نن اسلام اباد ته سفر وکړي، خو افغانستان کې ډېرو مصروفیتونو يې سفر ځنډولی دی. مشال راډيو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي، چې زلمی خلیلزاد به سبا جمعه «۵ اپریل» اسلام اباد ته سفر وکړي. د سرچینې په ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګډو ځواکونو یو ښوونکی ټپي کړی او درې زامن یې ور وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د شپينو عملياتو په دوام دا ځل بيا په ننګرهار ولايت کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې يو ښوونکی ټپي کړی او د هغه درې زامن يې وژلي. راپورونه وايي چې د ننګرهار ولايت شيرزادو ولسوالۍ نکړ خيلو سيمې ...

نور ولوله »

طالبانو «د ښوونځیو بیا رغونه» په نوم د فعالیتونو ویډیو خپره کړه – ويډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو فرهنګي کمیسیون «د ښوونځیو بیا رغونه» تر سرلیک لاندې په ښوونیز ډګر کې د طالبانو د فعالیت، بیارغونې او پر ښوونیز بهیر د څار په اړه د ترسره کړیو چارو لنډ ویډيويي راپور خپور کړی دی. دا ویډیو چې ټوله نږدې اوه دقیقې کېږي، د طالبانو په رسمي پاڼه خپره شوې او ...

نور ولوله »