خبرونه

روسیه: د مسکوناستې په تړاو د غني غبرګون د هغه «بې وسي» ښيي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي مسکو کې د سیاسیونو او طالب استازو تر منځ ناستې اړوند د غني غبرګون د هغه بېچاره ګي به ډاګه کوي. سپتونیک؛ د ضمیر کابلوف په حواله دا هم ویلي چې ملګرو ملتونو ته د طالب استازیو د سفرونو په اړه د محمد اشرف ...

نور ولوله »

تېر کال هره ورځ شاوخوا شل بمونه پر افغان خاوره غورځېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا پوځ وايي تېر میلادي کال کې يې په افغانستان کې پوره ۷۳۶۲ هوايي بریدونه کړي، چې په دې ډول هره ورځ تر شلو ډېر بمونه پر افغان خاوره اورول شوي دي. میلټري ټایمز د امریکايي پوځ په حواله وايي، دوی تېر کال هوايي بریدونو کې دومره زور وهلی چې د بمباریو شمېر ...

نور ولوله »

د ټاکنو کميسيونونو رئیسان او ټول کمشنران له دندو ګوښه کړای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د يوه ځانګړي فرمان له مخې د ټاکنو دواړو کميسيونونو رئيسان او ټول کمشنران له دندو ګوښه کړي دي. د اشرف غني له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې د ټاکنو په قانون کې د تعديلاتو تر راوستو وروسته د ياد کميسيون ټول کمشنران له ...

نور ولوله »

کرزي د غني د «سولې مشورتي جرګې» هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل):د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري د سولې مشورتي جرګې د راغوښتو ملاتړ کړی دی. د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې حامد کرزی د ولسمشر غني له لوري د سولې مشورتي جرګې راغوښتل، د افغانستان روانې معضلې د حل ...

نور ولوله »

سبا د حضرت صبغت الله مجددي د جنازې له امله رخصتي ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سبا «چهارشنبه» د حضرت صبغت الله مجددي د جنازې د مراسمو له امله کابل کې ټولې دولتي ادارې رخصت دي. حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳کالو په عمر د ورپښې ناروغۍ له امله ومړ. د هغه کورنۍ وايي، چې جنازه به يې د چهارشنبې په ورځ ...

نور ولوله »

طالبانو د مذاکراتي ټيم د غړو شمېر زیات کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): له امریکا سره د طالبانو د مخامخ خبرو لپاره شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د مرکچي پلاوي شمېر نور هم زیات شوی دی. وړاندې تر دې دې مذاکراتي ټيم کې اتو تنو برخه درلوده، خو اوس يې شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت ...

نور ولوله »

د روسيې سفیر وايي طالبانو پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیسکي ویلي، طالبان پر نیمايي افغانستان واک لري او په خوندي ځایونو کې هم د بریدونو وړتیا لري. سپوتنیک، د هغه پر حواله وايي وړاندې تر دې د طالبانو واک تر کلیو محدود و، خو اوس کولی شي لویو ښارونو کې هم بریدونه وکړي. مانتیسکي زیاته ...

نور ولوله »

د ناټو دفاع وزیرانو راتلونکې غونډه کې پر افغانستان هم خبرې کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ناټو د دفاع وزیرانو راتلونکې غونډه کې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هم بحث کېږي. د ناټو د ویاند د مرستیال پیرز کزالي د معلوماتو له مخې غونډه به سبا او بله ورځ «چهارشنبه/پنجشنه» دوام ولري او د افغانستان پر امنیتي وضعیت به هم بحث وشي. ازادي راډیو د ...

نور ولوله »

د امنیت شورا پخواني مرستیال ته له ضرب‌الاجله ۲۴ ساعته تېر شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د محمد اشرف غني پخواني سلاکار او د امنیت شورا مرستیال جنرال دین محمد جرئت ته د تسلیمۍ لپاره ۷۲ ساعته ضرب‌الاجل وټاکه. د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ویلي، کابل کې د نامسؤله وسله‌والو له ډلې یو هم همدا کس دی، چې دوی ورته ...

نور ولوله »

طالبانو د ټرمپ د وینا اړوند هیله‌مندي ښوودلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په خپره کړې اوونیزه تبصره کې د ډونالډ ټرمپ کلنۍ وینا ته اشاره کړې او د طالبانو اړوند يې د هغه لهجه سولې ته هیله‌بښونکې بللې ده. د تبصرې له مخې وړاندې تر دې د امریکايي چارواکو په خوله کې د طالبانو اړوند د «تروریستانو» کلمه اوښته را اوښته، خو لومړی ځل ...

نور ولوله »