خبرونه

ماليې وزارت: له پراختيايي بودجې دوو وزارتونو یوه افغانۍ هم نه ده لګولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): د ماليې وزارت مسؤلین وايي د ۱۳۹۷ لمریز کال له پراختيايي بودجې د ملي دفاع وزارت او د ښځو چارو وزارت د پینځو میاشتو په تېرېدو یوه افغانۍ هم نه ده لګولې. د دې وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو پینځو میاشتو کې د اطلاعاتو او کلتور ووزارت نږدې څلور سلنه، د ترانسپورت ...

نور ولوله »

دفاع وازرت: د اوو ولایتونو مرکزونه «تر فشار لاندې دي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت مني چې د اوو ولایتونو مرکزونه ګواښ ته نږې دي، چې دوی يې «تر فشار لاندې» بولي. د دې وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، فراه، غزني، فیض اباد، ترینکوټ، کندوز، میمنه او پلخمري هغه ښارونه دي چې طالبانو پرې کړۍ را تنګه کړې ده. هغه له طلوع نیوز سره په ...

نور ولوله »

ناټو: له افغان ځواکونو د طالبانو د کمزوري کولو هیله لرو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): سره له دې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو له لوري بریدونو شدت موندلی ناټو افغان ځواکونه یو ځل بیا په شا ټپولي دي. په اروپا کې د ناټو د اعلی قوندانۍ جنرال کورټېس سکاپاروټي پرون په بلجیم کې وویل دوی لا هم افغان ځواکونو ته دا هیله لري، چې طالبان ...

نور ولوله »

سیګار په کابل ښار کې د امريکایانو د سفر لګښت ته ګوته په غاښ دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره، سیګار؛ وايي د کابل ښار په منځ کې د امریکايي چارواکو د سفرونو ډېر لګښت ګوته په غاښ کړي دي. د دې ادارې مشر جان سوپکو وايي د امریکايي چارواکو د پینځه کلیومټره سفر لګښت د له کابل نه تر واشنګټنه د سفر نږدې دوه ...

نور ولوله »

ډاکټر غني د دشت ارچي د بمبار له امله بښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مه، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني له نږدې یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته د کندوز په دشت ارچي کې د شوي بمبار له امله بښنه وغوښته. د وري میاشتې په ۱۴مه افغان هوايي ځواکونو د کندوز په دشت ارچي کې پر یوه دیني مدرسه په بمبار کې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. محمد اشرف غني ...

نور ولوله »

کابل ښاریان د روژې په رانږدې کېدو لوړو قیمتونو اندېښمن کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار اوسېدونکي وايي د روژې په رانږدې کېدو سره د خوراکي توکو لوړو قیمتونو اندېښمن کړي دي. د کابل ښار یو تن اوسېدونکی حمدالله وايي، د خوراکي توکو په برخه کې د شل افغانۍ قیمت لرونکی شي په قیمت کې هم پنځه یا اوه افغانۍ لوړوالی راغلی دی. هغه د مثال په ...

نور ولوله »

غور ولايتي شورا: د ولسوالیو ټولې لارې د طالبانو لاس کې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): د غور ولایتي شورا په فراه کې له سختې جګړې وروسته د غور د سقوط اندېښنه په ډاګه کړې ده. د دې شورا غړي عبدالبصیر قادري له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، مرکزي حکومت که پام ونه کړي نو د غور د سقوط غږ به واوري. هغه وايي د غور بېلابېلو ولسوالیو ته ...

نور ولوله »

د فراه استازې: حکومت تر جګړې دوه ورځې وړاندې خبر و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): د فراه استازې حمیرا ایوبي وايي حکومت د دې ولایت پر مرکز د برید په اړه دوه ورځې وړاندې خبر درلود. هغې نن رسنیو ته ویلي، د تېرې شنبې په ورځ يې پر مرکزي حکومت غاړې خلاصې کړې، چې پر فراه یو لوی برید کېدونکی دی، خو چا يې په اړه کوم اقدام ونه ...

نور ولوله »

بلخ: يوې پېغلې د والي د خور زوی وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): د بلخ په مرکز مزارشریف کې د دې ولایت د والي خوريی د یوې پېغلې له لوري وژل شوی دی. د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي وژل شوی ځوان د والي محمد اسحق رهګذر د خور زوی دی، چې قاتله يې نیول شوې ده. هغه د پېښې د علت په اړه څه ...

نور ولوله »

طالبان: د فراه ښار په جګړه کې مو خپل هدف تر لاسه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): وړمه شپه شاوخوا دوې بجې مهال طالبانو د فراه ولايت پر ښار باندي له څو اړخه بريدونه پيل کړل ، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه چې د تیري شپې تر ماښام پوري يې دوام وکړ. پر ټولنيزو شبکو د طالبانو له لوري هغه مهال ګڼ شمېر ويډيوګاني او عکسونه ...

نور ولوله »