نړۍ

ایران کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال ۴۰ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): ایران کې د تېلو بيو لوړوالي پر خلاف له تېرو درې ورځو راهيسې روانې مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي او تر اوسه په کې څلوېښت کسان وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې مظاهرې په ټول ایران کې پيل شوي، د تېلو د بيو لوړوالي پر خلاف دغه مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي دي، ...

نور ولوله »

کليفورنيا کې د وسله‌وال برید پر مهال لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د موسيقي د يوه پروګرام پر مهال په وسله وال برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. پوليس وايي، دا پېښه د کليفيورنيا په فريسنو ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې هلته په يوه کور کې د موسيقي پروګرام ...

نور ولوله »

نيويارک ټايمز: ډونلډ ټرمپ د جنګي مجرمينو ځواکمن ملاتړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د ملکي افغانانو وژونکي دوه امريکايي عسکرو د بښنې په اړه مقاله خپره کړې او ټرمپ يې د جنګي مجرمينو ځواکمن ملاتړی بللی دی. نيويارک ټايمز ليکلي، امريکايي عسکر بايد د جګړې پر مهال جګړه ييزو او بشري قوانينو ته درناوی ولري ...

نور ولوله »

راپور: برتانيا افغانستان او عراق کې د جنګي جرمونو د څېړنو مخنیوی کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د برتانيې «سنډې ټايمز» او «بي بي سي» په خپل ګډ راپور کې ويلي، د برتانيې حکومت او پوځ په افغانستان او عراق کې د جنګي مجرمينو د څېړنو او محاکمې مخنیوی کوي. په دغه راپور کې د جنګي جرمونو له پلټونکو سره خبرې شوي دي. د جنګي جرمونو پلټونکو بي بي سي ...

نور ولوله »

بارنيټ روبين: ټرمپ د جنګي مجرمينو ملاتړی دی، بايد له دندې ګوښه کړی شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه او افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي د دفتر پخواني مرستيال بارنيټ روبين د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د دوو جنګي مجرمينو امريکايي عسکرو بښل د جنګي جرمونو د زياتېدو لامل بللي او وايي، چې دا کار به سترې ناخوالې له ځان سره ولري. بارنيټ ...

نور ولوله »

محکمې د نواز شريف پر بهرني سفر لګېدلی بنديز پورته کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پنجاب ايالت په مرکزي ښار لاهور کې مرافعې محکمې پخواني لومړي وزير نواز شريف ته د درملنې لپاره د بهرني هېواد د سفر اجازه ورکړې ده. نواز شريف له تېرو څو مياشتو راهيسې د ګوردو، شکرې او زړه له ناروغۍ کړيږي، د هغه ګوند او کورنۍ غوښتل، چې نوازشريف د درملنې ...

نور ولوله »

د سعودي په زندان کې يو بل ديني عالم «شيخ فهد القاضي» هم وفات شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د سعودي عربستان يو ديني عالم شيخ فهد القاضي له ۲۰۱۶ کال راهيسې په زندان کې و او د ۶۵ کالو په عمر په زندان کې وفات شوی دی. په سعودي عربستان کې د بنديانو د چارو څارونکی ټويټر اکاونټ «معتقلي الرأي» ليکلي، شيخ فهد القاضي له تېرې اوږدې مودې راهيسې ناروغ و، ...

نور ولوله »

جواد ظريف: امريکا داعش جګړه ماران له عراق او سوريې افغانستان ته لېږدوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي، امريکا په سيمه کې د داعش تقويې او ملاتړ لپاره هڅه کوي، په سوريې او عراق کې د داعشيانو له ماتې وروسته اوس دغه جګړه ماران افغانستان ته لېږدوي. جواد ظريف له نوي ډيلي خپرېدونکي «انډيا ټوډې» ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې ...

نور ولوله »

لاهور کې د هوا ککړتیا خطرناکې درجې ته رسیدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان په مرکزي ښار لاهور کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د هوا ککړتیا په خطرناک حالت کې ده خو اوس راپورونه وایي چې ددې درجه ځان وژونکي حالت ته رسیدلې ده. د ای کیو آی د درجه بندۍ سره سم په لاهور ښار کې د هوا ککړتیا اوسمهال ۴۴۷ درجې ده ...

نور ولوله »

د لسګونو فلسطينيانو له وژل کيدو وروسته د حرکت الجهاد الاسلامي او اسرائيلو ترمنځ اوربند وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): عربي رسنۍ وايي، د اسرائيلي يرغلګرو له لوري د لسګونو فلسطينيانو له وژلو وروسته حرکت الجهاد الاسلامي او اسرائيلو د مصر په منځګړيتوب په اوربند هوکړه کړې ده. د روانې اونۍ په سه شنبه او چهارشنبه اسرائيلي يرغلګرو عسکرو د غزې په ګڼو سيمو کې لسګونه فلسطينيان شهيدان کړي او له اتيا زيات ...

نور ولوله »