نړۍ

سعودي عربستان 37 تنه سعودیان د ترهګرۍ په تور اعدام کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳غوایی، ۱۳۹۸ل): د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي چې 37 تنه سعودي اتباع یې له ترهګرۍ سره د تړاو په تور په دار ځړولي دي. د سعودي عربستان خبري آژانس (واس) راپور ورکړی چې نن د اپریل په 23مه د سعودي په پنځو ښارونو (ریاض، مکه مکرمه، مدینه منوره، قصیم شرقي او قصیم مرکزي) کې ...

نور ولوله »

سریلانکا: په چاودنو کې د مړو شمیر ۳۱۰ ته پورته شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): د سریلانکا پولیسو ویلي چې پر کلیساو او هوټلونو باندي په وروستیو چاودنو کې تر اوسه ۳۱۰ تنه وژل شوي او په تور یې ۴۰ مشکوک کسان نیول شوي دي. د پولیسو ویاند ویلي چې دوی تر اوسه د پيښې په تړاو ۴۰ مشکوکو کسانو سره تحقیقات کړي دي او رویټرز بیا ویلي ...

نور ولوله »

ترکیه کې په سلګونو تنه افغان کډوال نیول شوي

نن ټکی اسیا (سشنبه،۳غوایی، ۱۳۹۸ل): ترکي رسنیو په دغه هیواد کې د سلګونو هغو افغانانو د نیول کیدو خبر ورکړی، چې ویل کیږي په ناقانونه توګه دغه هیواد ته داخل شوي دي. د ترکیې پولیسو ویلي، چې د وان، ولایت، (اپیک یولو) ولسوالۍ، د حاجی بکر، ګلستان او حصار نومي کلیو کې یې څه باندي 200 افغان کډوال د ځانګړیو ...

نور ولوله »

ماسکو د افغان سولې په اړه د درې اړخیزې ناستې کوربه توب کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د روسیې سفارت ویلي چې ماسکو به په راتلونکو دوه ورځو کې د افغان سولې په تړاو د امریکا، روسیې او چین په شمولیت د درې اړخیزې ناستې کوربه توب وکړي. غوڼده به د اپریل میاشتې پر ۲۵مه نیټه د خاصو استازو تر منځ وشي. په خبرپاڼه کې ویل شوي ...

نور ولوله »

پيښور کې د پوليو واکسين له امله ۴۰ ماشومان اغيزمن شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د پښتونخوا ايالت په مرکز پيښور ښار کې د پوليو واکسين له امله شاوخوا څلوېښت ماشومان اغيزمن شوي دي. د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې د پيښور په ماشو خېل سيمه کې د پوليو واکسين چې نن د سيمې ماشومانو ته شوی و له امله يې د څلوېښت ماشومانو روغتيايي وضعيت ...

نور ولوله »

سریلنکا کې دوه نورې چادونې شوي؛ د مړو شمېر «۱۶۰» ته ورسید

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غوایي، ۱۳۹۸ل): د سریلنکا پولیسو د دوه نورو پرلپسې چاودنو پخلی کړی، او ویلي یې دي چې لومړۍ چادونه پلازمینې کولمبو ته نږدې په دیهیوالا سیمه کې رامنځته شوې چې ورپسې څو دقیقې وروسته بله چادونه په کولمبو کې وشوه. دا په یوه ورځ کې تر دې دمه په دغه هېواد کې ۸ چاودنې شوې ...

نور ولوله »

سريلانکا: شپږو چاودنو 52 تنه وژلي او څه کم 300 ټپیان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۱غوایی، ۱۳۹۸ل): د سريلانکا پلازمينه کولمبو کې نن سهار پر دوو کلیساوو او دوو هوټلونو په چاودنو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده. سیمه ایزي رسنۍ وایی چې، دغه چاودني د کولمبو په شمالي برخه کې پر دوو کلیساوو ترسره شوي چیري چې د (ایستر) په نوم د ځانګړو مذهبي مراسمو لپاره عیسایان نن ورځ ...

نور ولوله »

د پاکستان د ماليې وزير داستعفا سربېره په کابينه کې نور بدلونونه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د ماليې وزير اسد عمر په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا کړې، چې د دغه هېواد اقتصادي حالت له بحران سره مخ دی. اسد عمر نن په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې لومړي وزير عمران خان ترې د وزارت بدلولو غوښتنه کړې او د ماليې پر ځای يې ده ...

نور ولوله »

ایران: امریکا زموږ پیاوړی ځواک نه‌شي زغملی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): څو ورځې وړاندې امریکا د ایران سپاه‌پاسداران د تروریزم په نړۍوال لیست کې شامل کړ، چې نن يې په اړه د ایران ولسمشر غبرګون ښوودلی دی. حسن روحاني وايي، امریکا نه غواړي ایران پیاوړی پوځي ځواک ولري او «هیڅ وخت يې نه غواړي.» هغه وویل امریکا په دې اقدام سره چې سپاه‌پاسداران يې د ...

نور ولوله »

بلوچستان: ۱۴ تنه مسافر وژل شوي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): نن د پنجشنبې په شپه ناوخته د کراچي او ګوادر پر لویه لار د مکران په سیمه کې د مسافر وړونکو بسونو څخه کسان کښته شوي او وژل شوي دي. د پاکستاني رسنیو په حواله دغه پيښه د پنجشنبې په شپه پر ۱۲ نیمې بجې د مکران پر ساحلې لاره باندي هغه وخت ...

نور ولوله »