نړۍ

د ټرمپ پر دفتر «لېونی ښار» شعار چا ليکلی و؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): سپينه ماڼۍ ورځ تر بلې له نوو ستونزو سره مخ کيږي او وروستۍ ستونزه يو ځل بيا هغه مهال راپورته شوه، چې د سپينې ماڼۍ نامعلوم چارواکي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دفتر پر دروازې «ليونی ښار» شعار وليکه او د ټرمپ غوسه يې راوپاروله. ولسمشر ټرمپ له لوی څارنوال جيف سيشنز څخه ...

نور ولوله »

مصر: د اخوان المسلمين د مشرانو په ګډون سلګونه کسان په اعدام او عمر بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د مصر پلازمېنې قاهره کې جنايي محکمې د اخوان المسلمين د لومړۍ، دوهمې او درجې مشرانو په ګډون ۷۵ کسان په اعدام او ۴۷ نور په ټول عمر بند محکوم کړي دي. په اعدام محکوم شوو کې د اخوان المسلمين د لوړپوې درجې مشران هر يو عصام العريان، دوکتور محمد البلتاجي، صفوت حجازي، ...

نور ولوله »

اوباما: د ټرمپ واکمني د امریکا لپاره خطرناکه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما پر اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ نيوکې کړي او د هغه تر واکمنۍ لاندې وخت يې د امریکا لپاره خطرناک بللی دی. اوباما په الینوای پوهنتون کې يوې غونډې ته وويل، چې جمهوري پلوه ګوند د امریکا له نورو مخالفو هېوادونو سره په ګډه امریکا ته د زيان ...

نور ولوله »

عراق: لاريون کوونکو د ايران کونسلګرۍ سوځولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وږی، ۱۳۹۷ل): په عراق کې د ايران کونسلګرۍ وروسته له هغه وسوځول شوه چې د لاريون کوونکو پنځه ورځنی لاريون په تاوتريخوالي واوښت. د عراق په بصره ښار کې لاريون کوونکي له پنځو ورځو راهيسې د ښار واټونو ته راوتلي دي او د حکومت د فساد او عمومي خدمتونو د نشتوالي، د عراقي سياستوالو په ...

نور ولوله »

پيښور: ټيکسي چلونکي افغان ناروغان لوټلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶وږي، ۱۳۹۷ل):افغانان له هر لوري له ستونزو او بدبختيو سره مخ دي، ډیری افغانان لاهم په خپل هيواد کې نشي کولای چې خپله تداوي وکړي او اړ دي چې ګاونډي هيواد پاکستان ياهم هند ته د تدواۍ له پاره لاړ شي، چې هلته ورڅخه لس چنده روپۍ په يوه او بله پلمه ولوټل شي. په يوه ...

نور ولوله »

عمران خان: پاکستان به هېڅکله نور په پردۍ جګړه کې ګډون ونه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶وږي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چې هېواد به يې په راتلونکو وختونو کې هېڅکله په پرديو جګړو کې ګډون ونه کړي. د پاکستان لومړي وزير راولپينډۍ کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ «جي ايچ کيو» کې يوې پوځي غونډې ته د وينا پر مهال دغه څرګندونې وکړې. عمران خان زياته کړې، چې ...

نور ولوله »

پاکستان: د امريکا هره غوښتنه نه شو منلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنيو چارو  وزير او د پوځ لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ نن اسلام اباد ته تللي و او هلته يې د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او د پوځ له مشر ډګر جنرال قمر جاويد باجوه سره د ترهګرۍ ضد په ...

نور ولوله »

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز اسلام اباد ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د پنټاګون لوی درستیز جوزف ډانفورډ تېره شپه اسلام اباد ته ورسېدل‎. ‎ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، چې د دوی د سفر هدف له «وسله‌والو ډلو» سره د دې هېواد د مرستې ‏اړوند خبرې دي‎. ‎ اعلامیه زیاتوي ...

نور ولوله »

سعودي محکمې د دیني عالم سلمان العوده د اعدام غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۷ل): د سعودي لویې څارنوالۍ د مشهور دیني عالم سلمان العوده د اعدام غوښتنه کړې. د سعودي سرچینو او د ښاغلي العوده کورنۍ د وینا په اساس تېره ورځ په پلازمینه ریاض کې د نوموړي د سري محاکمې په لومړۍ ناسته کې د هغه د اعدام غوښتنه شوې. په هغه ۳۷ تورونه لګول شوي ...

نور ولوله »

عارف علوي د پاکستان ولسمشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان تحريک انصاف ګوند نوماند عارف علوي په پارلمان، مشرانو جرګې او څلور واړو ايالتي جرګو کې د ولسمشرۍ رايې وګټلې او د اپوزيسيون دوو کانديدانو ته يې ماتې ورکړه. د ولسمشرۍ لپاره دغه ټاکنې نن سهار له لس بجو د مازديګر تر څلور بجو روانې وې او د غیر رسمي پايلو ...

نور ولوله »