نړۍ

د خاشقجي د وژل کېدو په صورت کې ټرمپ سعودي ته د سختې سزا ګواښ کړی

نن ټکی اسيا ( شنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۷ ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي ته ګوتڅنډنه کړې، که چېرته دا ثابته شي، چې امریکايي تبع سعودي خبريال جمال خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی دوی به سعودي ته سخته سزا ورکړي. ټرمپ نن د شنبې په ورځ له سي بي ايس امريکايي تلويزون سره په مرکه کې ...

نور ولوله »

طالبانو له امریکايي استازي سره خبرې اترې تایید کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د خبرو راپورونه تایید کړل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې سیاسي استازو یې تېره ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د مذاکراتي ټیم سره کتلي دي. نوموړي په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې څرګنده کړې په دې کتنه کې ...

نور ولوله »

له دوه کلن زندان وروسته ترکيې امريکايي کشيش خوشې کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): په ترکيه کې هغه امریکايي کشيش چې دوه کاله وړاندې په دغه هيواد کې د تروريستي فعاليتونو په تور نيول شوی و، خوشی شو. د ترکيې يوې محکمې د جمعې په ورځ امريکايي کشيش اندرو برانس له بنده خوشۍ کړ او ويلي يې دي چې امريکايي کشيش دې له ترکيې څخه ووځي. د ترکيې ...

نور ولوله »

د خاشقجي تر ورک کیدو وروسته ۵ نور سعودي شهزادګان لادرکه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۱تلې ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د منتقد خبریال خاشقجي تر ورک کیدلو وروسته پنځه تنه نور شهزادګان هم نیول شوي او تر دا مهاله لادرکه دي. تسنیم خبري آژانس د (آی) په نوم د انګریزي ورځپاڼې هغه مطلب خپور کړی چې پکي د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د پنځو نورو شهزادګانو د تري ...

نور ولوله »

ترکيه: د سعودي قونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژنې ويډيويي او غږيز اسناد لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د ترکيې چارواکي وايي، داسې ويډيويي او غږیز اسناد يې موندلي، چې سعودي خبريال جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي په قونسلګري کې وژل شوی دی. جمال خاشقجي له هېواد څخه بهر اوسېده، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته يې ليکل کول او د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان ناقد ليکوال بلل کېده. خاشقجي ...

نور ولوله »

اسرائيلي عسکرو شپږ فلسطينيان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د فلسطين په غزې تړانګه کې اسرائيلي عسکرو پر زرګونو سوله ييزو لاريونکوونکو اوښکې بهونکی ګاز شيندلی او ډزې يې پرې کړي دي. د دغو ډزو له امله شپږ فلسطينيان شهيدان شوي او لسګونه نور ټپيان دي. د يادونې وړ ده، چې د روان کال له مارچ مياشتې راهيسې فلسطينيانو د جبري هجرت پر ...

نور ولوله »

نړيوال بانک: د پاکستان اقتصاد به تر راتلونکو دوو کلونو له خطر سره مخ وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): نړيوال بانک وايي، چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان اقتصاد له ننګونو سره مخ دی، بې روزګاري، قيمتي په زياتېدو ده او تر راتلونکو دوو کلونو به دا وضعيت همداسې وران وي. نړيوال بانک دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان د خپل ټاکنيز کمپاين ...

نور ولوله »

خليلزاد د افغان سولې په اړه د سعودي وليعهد سره ليدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې او بيا پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره د افغانستان روانو حالاتو او سولې په اړه خبرې کړي دي. عربي رسنۍ وايي، چې د سعودي په پلازمېنې رياض کې د خلیلزاد او بن سلمان د ناستې پر مهال ...

نور ولوله »

چین؛ حکومت د حلالو خوراکونو پر ضد کمپاین پیل کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): چیني حکومت د دې هېواد په مسلمان مېشتي ایالت ژینجیانګ کې د حلالو خوراکي توکو پر ضد کمپاین پیل کړی او له بازارونو يې ټولوي. دغه ایالت چې شاوخوا دوولس میلیونه مسلمانان پکې اوسېږي، ځايي چارواکو يې په بازارونو کې د حلالو تولیداتو را ټولولو امر کړی، دوی دعوه کوي چې دا «حلالوالی» مذهي ...

نور ولوله »

جنرال عاصم منیر؛ د ای ایس ای نوی مشر ټاکلی شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): پاکستاني رسنۍ وايي جنرال عاصم منیر د ای ایس ای د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی. جنرال عاصم منیر چې په پوځي لیکو کې يې وړاندې تر دې دندې اجراییه کړې، نن د یادې څارګرې شبکې مشر ټاکل شوی دی. نوموړي په پوځي لیکو کې د مختلفو چوکیو تر څنګ د پاکستاني ...

نور ولوله »