نړۍ

جرمني کې يو افغان ايران ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶مرغومی۱۳۹۷ل): جرمني کې يو افغان د پوځي دندې پرمهال ددې هيواد د استخباراتو له لوري ايران ته د جاسوسۍ په تور نيولی دی. دا پنځوس کلن افغان چې عبدالحميد نوميږي او د جرمني په پوځ کې يې دنده درلودله د جرمني لویديځ کې راينلانډ سيمه کې ايران ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی دی. ...

نور ولوله »

په سعودي ورځپاڼې کې له کارټون سره د اياتونو خپرولو د خلکو غوسې پارولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶مرغومی۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان «مکه» ورځپاڼې کې له کارټونونو سره قراني اياتونه خپاره کړي، چې د ټولنيزو رسنيو د فعالانو غوسې يې راپارولي دي. د ورځپاڼې کارټونيسټ عبدالله الجابر د سورة بقره دا ايت:«ولکم في القصاص حياة» ليکلی، خو ورسره يې د پنځو سوو ريالو انځورونه هم رسم کړي او خلکو ته يې دا په ...

نور ولوله »

مصر: د غير اخلاقي حرکاتو له امله محصلين له پوهنتون څخه ويستل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د مصر په شمال کې د المنصوره پوهنتون يو نارینه او بل ښځينه محصلين هغه وخت له پوهنتون څخه وويستل شول چې له يو بل سره يې د غیر اخلاقي حرکاتو ويډيو ترلاسه شوه. د فرانسې د خبري اژانس د خبر له مخې هغه ويډيو چې د المنصوره پوهنتون ادارې ترلاسه کړې ده ...

نور ولوله »

زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د امريکايي پوځيانو په وتلو مذاکرات کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومی۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د امريکايي پوځيانو په وتلو بحثونه پيل کړي دي. له زلمي خلیلزاد سره په دې سفر کې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړې مرستياله ليزا کورټیس هم ملګرې ده.  د پاکستان د ...

نور ولوله »

له ګواښ وروسته ټرمپ يو ځل بيا ترکيې سره د اقتصادي همکاريو وړانديز کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومی۱۳۹۷ل): تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترکيې ته ګواښ کړی و، که د سوريې پر کردانو برید وکړي، امریکا به د ترکيې اقتصاد ويجاړ کړي، خو ترکيې د ټرمپ ګواښ رد کړی و او ټينګار يې کړی و، چې ترهګر هېڅکله د امریکا ایتلافيان نه شي کېدای. له دغو دوه اړخيزو توندو څرګندونو ...

نور ولوله »

پومپيو: له سعودي چارواکو د خاشقجي  د قاتلينو د محاکمې غوښتنه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د منځني ختيځ هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسېدلی دی. مايک پومپيو ويلي، چې سعودي چارواکو سره به د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د ترکيې استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د وژل شوي سعودي ...

نور ولوله »

امريکا ته د ترکيې غبرګون: موږ د ترهګرو پر ضد جګړه کوو، نه د کردانو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړي، چې د سوريې په شمال کې پر کردي مليشو د بريد په صورت کې يې د ترکيې اقتصاد ويجاړولو ګواښ کړی دی. د ترکيې جمهوري رياست وياند ابراهيم کالن په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي:  «دا هېڅ امکان نه لري، ...

نور ولوله »

مايک پومپيو: قطر او امريکا د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره په ګډه کار کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل):  د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک مايک  پومپیو ويلي، چې هېواد يې د سيمې امنيتي ګواښونو د مخنيوي په ګډون د افغانستان اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له قطر سره په ګډه هلې ځلې کوي. مايک پومپيو د قطر پلازمينه دوحه کې د قطر د بهرنيو چار ...

نور ولوله »

ټرمپ: که ترکيې پر کردانو برید وکړ، اقتصاد به يې ورويجاړ کړو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل):  د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی که ترکيې په سوريه کې د امریکا په ايتلافي کردي مليشو برید وکړ، دوی به د ترکيې اقتصاد ويجاړ کړي. ډونلډ ټرمپ ويلي،چې حکومت يې د سوريې په شمال کې د کردانو تر  واک لاندې شل ميله سيمه خوندي نوموي، چې هلته به هېڅ ډول عمليات ...

نور ولوله »

وال سټريټ ژورنال: سپينې ماڼۍ له پنټاګونه پر ایران د بمبارۍ په اړه د پلان جوړولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، چې سپينې ماڼۍ کې د ملي امنيت شورا يوې ډلې له دفاع وزارت «پنټاګون» څخه غوښتي، چې پر ایران د برید لپاره پلان جوړ کړي. وال سټريټ ژورنال زياتوي، چې د ملي امنيت شورا ډلې دا غوښتنه د تېر کال سپتمبر کې وروسته تر  هغه کړې ...

نور ولوله »