نړۍ

امریکا نور له فلسطیني کډوالو سره مرسته نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): ملګرو ملتونو له فلسطیني کډوالو سره د مرستې په پلمه په ۱۹۴۹م کال د «اونرورا» په نوم اداره جوړه کړه، چې د مرستې لپاره يې لګښتونه د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو غړي ورکوي. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، دوی چې په دې مرستو کې غوښنه برخه لرله، نور له ...

نور ولوله »

د ګواښونو له امله د پيغمبر عليه السلام په شان کې د کارټونونو سيالۍ لغوه شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ وږی ۱۳۹۷ل): په هالنډ کې د پارلماني وکيل ګيرټ وايلډر له لوري د پيغمبر عليه السلام په شان د توهينوونکو کارټونو اعلان شوې سيالي وروسته تر هغه لغوه اعلان شوه، چې دغه وکيل رسنيو ته وويل، چې د دغو سياليو له امله ورته ګواښونه شوي او ژوند يې له ګواښ سره مخ دی. ګيريټ وايلډر ...

نور ولوله »

پنټاګون وايي افغانستان کې ډېر نه پاتې کېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): د امريکا متحده ايالتونه غواړي، چې په افغانستان کې پراخ ډيپلوماټيک شتون ولري او پنټاګون نه غواړي، چې خپل پوځيان يې تر اوږدې مودې  په افغانستان کې پاتې شي. د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ په پنټاګون کې له دفاع وزير جيمز مټیس سره يوې خبري ناستې ته وويل، چې  ...

نور ولوله »

د سعودي پاچا او زوی يې اردوغان ته ليک لېږلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز او زوی يې محمد بن سلمان د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته دوه جلا جلا ليکونه لېږلي دي. د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» وايي، چې په دواړو ليکونو د ترکيې د بريا ۹۶ کلیزې په مناسبت ولسمشر اردوغان ته مبارکي ويل شوې، چې سبا پنجشنبه ...

نور ولوله »

په هالنډ کې د اسلام د ستر پيغمبر علیه السلام په شان کې د سپکاوي سيالي ترسره کيږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): د نړۍ اسماني دينونه په دې متفق دي، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بشريت په تاريخ کې تر ټولو پاک، سپيڅلی او محترم شخصیت دی، په دغسې حال کې د هالنډ د پارلمان يوه وکيل د پيغمبر علیه السلام په شان کې د سپکاوي کوونکو کارټونو سيالي جوړولو اعلان کړی ...

نور ولوله »

عمران خان:د توهينوونکو کارټونو موضوع په ملګرو ملتونو کې راپورته کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وږي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان ويلي، چې غربي هېوادونه د بيان د ازادۍ په نوم داسې کارونه کوي، چې د مسلمانانو زړونه پرې ازاروي او په وينا يې دا کار هېڅکله مسلمانانو ته د زغملو وړ نه دی. د پاکستان لومړي وزير ويلي، چې د پيغمبر عليه السلام په شان کې ...

نور ولوله »

فیسبوک د برمايي پوځ د لوی درستیز او څو پوځي مشرانو حسابونه بند کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وږي، ۱۳۹۷ل): فیسبوک د برمايي پوځ د وحشت په اړه د ملګرو ملتونو د راپور له خپرېدو وروسته د برمايي پوځ د لوی درستیزې او څو نورو مشرانو فیسبوکي حسابونه بند کړي دي. فیسبوک نه دي ويلي چې د دې مشرانو حسابونه يې ولې بند کړي، خو دا اداره وروسته له هغه دا ګام اخلي ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: د برمايي پوځ شپږ جنرالان باید محاکمه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وږي، ۱۳۹۷ل): په برما کې پر مسلمانانو د دې هېواد د بودايي پوځيانو د وحشت د پلټنې په موخه د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې ويلي، چې ځينې پوځي جنرالان باید د جنګي جنایت له امله محاکمه شي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په برما کې بودايي پوځیانو پر مسلمانو مېرمنو ډله‌ییز جنسي تېري ...

نور ولوله »

د تخار درقد ولسوالۍ کې د بمبار په اړه د روسيې د دفاع وزارت غبرګون

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وږي، ۱۳۹۷ل): روسيې د تاجکستان پولې ته څېرمه د تخار درقد ولسوالۍ کې د بمبارۍ ادعاوې رد کړي ديی. د روسيې دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي، چې د روسيې نظامي الوتکو د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه هېڅ عمليات نه دي کړي. د روسيې دفاع وزارت وايي، داسې خبرونه يې ترلاسه کړي، ...

نور ولوله »

پاپ فرانسیس هم کلیساوو کې پر ماشومانو جنسي تېري د شرم وړ بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وږي، ۱۳۹۷ل): د تحریف شوي عیسویت د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ دویم فرانسیس منلې چې په کلیساوو کې پر کم عمره نجونو او هلکانو جنسي تېري کېږي او په وينا يې له دې امله شرم احساسوي. دغه پاپ چې په ایریلینډ کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل، پر دې افسوس پکار دی، چې ګڼو مشرانو ...

نور ولوله »