نړۍ

ایران کې د سپاه پاسداران ۲۷ پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ایران رسمي مطبوعات وايي، چې د تهران جنوب ختيځ سيمه کې  د سپاه پاسداران پوځيانو پر لېږدوونکي موټر سرتيري بريد کې ۲۷ عسکر وژل شوي  دي. د راپورونو له مخې د پوځيانو پر لېږدوونکي موټر د ایران سرحدي سيمې بلوچستان ولايت سيستان ښار کې سرتيری برید شوی دی. د ایران سپاه پاسدران له ...

نور ولوله »

ناټو په افغانستان کې «د افغانانو په خوښه د تلپاتې سولې» ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): ناټو د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو هرکلی کوي او غوښتنه يې کړې، چې د سولې خبرې بايد تلپاتې امنيت، ثبات او سولې ته زمينه برابره کړي. په ناټو کې د امریکا استازې کای بيلي هاسټن ويلي، چې امریکا او متحدين يې د افغانستان روانه جګړه له سوله ييزې لارې ...

نور ولوله »

محمد بن سلمان د کعبې شريفې بام ته ختلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ټينګو امنيتي  تدابیرو پر مهال مکي حرم ته ننوتلی او د هغه د زيارت پر مهال د کعبې شريفې ټول انګړ له عمره کوونکو او لمونځ کوونکو خالي شوی و. سعودي رسنيو ويلي، چې حرم شريف ته د  بن سلمان د سفر موخه د  پراختيا او ابادۍ ...

نور ولوله »

پاکستان د مهاجر کارت په اخيستو، د څه باندې لس زره پاکستانيانو شناختي کارتونه لغوه کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د نفوس شميرنې ادارې (نادرا) وايي چې د ۱۰ زره ۱۴۴ هغو پاکستانيانو شناختي کارتونه يې لغوه کړي دي چې د افغان کډوالو کارتونه يې جوړ کړي وو. د پاکستان د نفوس شميرنې ادارې (نادرا) چارواکي وايي چې په دې هيواد کې يې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د ...

نور ولوله »

مصر: د اخوان المسلمين د رهبري شورا د رئيس په ګډون ۲۶ تنه په درې کاله بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د مصر سترې محکمې د اخوان المسلين اسلامپال ګوند د رهبري شورا د رئيس په ګډون د دې ګوند ۲۶ غړي په درې کاله بند محکوم کړي دي. د مصري رسنيو د راپورونو له مخې محکمې د اخوان المسلين ګوند د رهبري شورا رئيس محمد بديع په ګډون يې ۲۶ تنه د مصر محاکمو ...

نور ولوله »

له اخوان المسلمين وروسته سعودي حکومت د دعوت او تبليغ ډلې سره هم دښمني پيل کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سعودي د اوقافو او مذهبي  چارو وزارت سلاکار احمد الفيفي د دعوت او تبليغ ډلې پر  ضد هم توندې څرګندونې کړي او وايي، چې د دې ډلې خطر هم له اخوان المسلمين څخه کم نه دی. احمد الفيفي د سعودي حکومت پلوې عکاظ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې د تبليغ ډله ...

نور ولوله »

خلیلزاد د سيمې هېوادونو پنځم سفر پيلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغاستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیزاد د خپل ماموريت په موخه د سيمه ييزو هېوادونو پنځم سفر پيلوي. د پاکستان ټوډې ورځپاڼې ليکلي، چې خلیلزاد به خپل مهم سفر له پاکستانه پيلوي او د نورو هېوادونو سربېره به په قطر کې د طالبانو له استازو سره ...

نور ولوله »

ترکیه: چين بايد ايغوري مسلمانان د پوځ له اجباري پنډغالو ازاد کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل):  ترکيې د چين حکومت څخه غوښتي، چې د ايغوري  مسلمانانو پر ضد له روان تاوتريخوالي لاس واخلي او په پوځي پنډغالو کې نږدې لس لکه ايغوري مسلمانان ازاد کړي. د برتانيې ډيلي مېل ورځپاڼې  ليکلي، چې چينايي حکومت ايغوري مسلمانان د خنزير غوښې خوړلو او شرابو څښلو سربېره د کمنيونيستي شعارونو ويلو ته اړ ...

نور ولوله »

هند کې د زهرجنو شرابو څښلو اويا کسان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله په دوو پېښو کې اويا کسان وژل شوي دي. هندي رسنۍ وايي، چې اترپردېش او اترکنډ ايالتونو کې په يوه ورځ په دوو پېښو کې د زهرجنو او غیر معياري شرابو د څښلو له امله اويا کسان وژل شوي او څلوېښت نور بې هوښه شوي، چې ...

نور ولوله »

د امریکا د بهرنيو چارو وزير د خاشقجي د قتل په اړه کانګريس ته نوي معلومات ورکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د بهرنيو چارو وزير  مايک پومپيو د سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل په اړه کانګريس ته نوي معلومات ورکړي، خو په دې اړه يې له رسنيو سره نور جزيات نه دي شريک کړي، چې پومپيو کانګريس ته څه ويلي دي. کانګريس د فبروري مياشتې تر ...

نور ولوله »