نړۍ

پاکستان: په جماعة الدعوه بنديز لګولی او جیش محمد ډلې دفتر يې کلابند کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې تيره اوونۍ د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي عسکرو سرتيری بريد وشو او شاخوا څلويښت هندي عسکر په کې ووژل شول د هند او پاکستان اړيکې يوځل بيا ترينګلې شوې دي او په يو بل د بريدونو ګواښونه کوي. د هندي کشمير د پلوامې سيمې سرتيري ...

نور ولوله »

ټرمپ: د هند او پاکستان حالات تر خطرناک بریده ترينګلي شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ په روان تاوتريخوالي اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی، چې دواړه هېوادونه دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. هغه په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې د سپينې ماڼۍ چارواکي له اسلام اباد او نوي ډيلي سره په اړيکه کې ...

نور ولوله »

محمد بن سلمان د مسلمانانو پر وړاندې د چين له دریځه دفاع وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د چین هغه دریځ وستایه چې له مخې یې څه باندې یو میلیون ایغور مسلمانان د نظارت په کېمپونو کې ژوند کوي. محمد بن سلمان چې چین ته د خپل سفر په مهال یې ددې هیواد د لومړي وزیر »«هان ژینګ» سره خبرې کولې وویل «چین ...

نور ولوله »

ایران: تر راتلونکې یوې لسیزي پوري به د سعودي په نوم دولت نه وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): فارس خبري آژانس د ايران د روحاني مشر د پوځي مشاور يحيى رحيم صفوي له قوله ویلي چې تر راتلونکي 2030م کال پوري به د ځمکي پر کره باندي د سعودي په نوم کوم دولت شتون ونلري. یحیی صفوي د تيري سه شنبي په ورځ یوې څیړنیزي غونډي ته چې د ایران په ...

نور ولوله »

هند: پاکستان ته د بهېدونکو اوبو مخه نیسو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳کب، ۱۳۹۷ل): د هند داوبو او انرژۍ وزارت وايي، د هند له دریابونو څخه پاکستان ته د بهېدونکو مخه اړوو. د اوبو او انرژۍ وزیر «نتین ګدکري» دغه خپرې په خپل ټویټر لیکلي، نوموړی وایي «د هیواد د لومړي وزیر نرینداري مودي د حکم سره سم به د پاکستان لور ته د بهېدونکو اوبو مخه ونیسو ...

نور ولوله »

کابلوف: روان کال د افغان سولې لپاره مهم دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ويلي، چې روان ۲۰۱۹ کال د  افغانستان بحران د سوله‌ييز حل لپاره مهم دی او هيله يې ښکاره کړې، چې د روان کال تر پایه به افغانستان کې سوله راشي. کابلوف په ترکيه کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي ...

نور ولوله »

سعودي عربستان په حج کې د پاکستان او هند د حاجيانو سهم زیات کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير ورته د حج په مراسمو کې د پاکستاني حاجيانو د شمير زياتوالي خبره کړې ده. شاه محمود قريشي ويلي دي چې په پاکستان کې د (مکې ته تلونکې لار) په نامه د نوي ...

نور ولوله »

مصر کې د لوی څارنوال د قتل په تړاو نهه کسان اعدام شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل):د مصر امنيتي سرچينو ويلي، چې په ۲۰۱۵ کال کې د وژل شوي لوی څارنوال د قتل په جرم نهه کسان اعدام شوي دي. د مصر نقض محکمې، چې د هېواد تر ټولو عالي محکمې ده، د پخواني لوی څارنوال هشام برکات د قتل په تور د ۲۰۱۸کال په نومبر مياشت کې پر نهو تورنو ...

نور ولوله »

بنګله ديش کې چاودنې شپېته کسان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲کب، ۱۳۹۷ل): د بنګله دېش  په پلازمينه ډهاکه کې د کيميايي موادو په ګودام کې چاودنه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي. ځايي رسنۍ وايي، چاودنه د خلکو استوګنځي ته څېرمه د کيميايي موادو په يوه ګودام کې  شوې، چې له امله يې د سيمې نور کورونه هم د ...

نور ولوله »

د ايران د ولسمشر ورور محکمې ته وړاندې شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): په ايران کې ددې هیواد ولسمشر حسن روحاني ورور حسين فريد د اداري فساد او رشوت په تور محکمې ته حاضر شوی دی. د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د خبر له مخې د ايران د ولسمشر ورور له څلورو نورو تورنو سره د اداري فساد او رشوت په تور په تهران کې یوې ...

نور ولوله »