نړۍ

روسيه:د سوله ييزو موخو لپاره د سعودي اټومي پروګرام سره مرسته کولی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، هېواد يې د سوله ييزو موخو لپاره د سعودي اټومي پرګرام کې مرستې ته چمتو دي. د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې د بهرنيو چارو لپاره د سعودي د دولت وزير عادل الجبیر سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال لاوروف ...

نور ولوله »

امریکا له فلسطین سره ديپلوماتیکې اړیکې کموي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په بیت المقدس کې د فلسطنیانو لپاره شته  قونسلګرۍ تړي. د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، له دې وروسته په قدس ښار کې موجوده قونسلګري رسمي حیثیت نه لري او د قدس ښار کې موجود د امریکا په سفارت ...

نور ولوله »

هند وايي، د پاکستان بې پيلوټه الوتکه يې غورځولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): هندي رسنۍ وايي، د هند هوايي ځواک د پاکستان يوه الوتکه غورځولې، چې په غالب ګومان بې پيلوټه به وي. اې ان ای خبري اژانس د چارواکو له قوله ليکلي، چې پاکستانۍ الوتکه د راجستان ايالت فضايي حريم د څار پر مهال د هند جنګي الوتکې له لوري نسکوره شوې ده. ځايي رسنۍ لا ...

نور ولوله »

نيويارک ټايمز: هند د لس ورځنۍ جګړې لپاره وسلې لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د روان تاوتريخوالي پر  مهال نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د هند او پاکستان د جګړې پېښېدو په صورت کې هند يوازې د لس ورځو جګړې لپاره وسلې لري. ورځپاڼه وايي، د هند او پاکستان تاوتريخوالي پر مهال د هندي الوتکو نسکورېدل د ماتې په معنا دي ...

نور ولوله »

امريکا کې ورښتونو او توپان ۲۳ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا په الامبا ايالت کې ورښتونو او توپان لږ تر لږ ۲۳ کسان وژلي دي. د الامبا ايالت چارواکي  وايي، جورجيا ایالت سره ختيځ لور ته «لي» سيمه کې د ورښتونو او توپان له امله يې تر اوسه د ۲۳ کسانو د وژل کېدو خبرونه ترلاسه کړي دي. له طبيعي  پېښو سره د ...

نور ولوله »

هند: بالاکوټ کې د مرګ ژوبلې اړول د رسنیو اوازې وې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۷ل):  د پاکستان په حدودو کې دننه  په «بالاکوټ» نومي سیمه باندې د هندي الوتکو تر هوايي برید وروسته، هندي رسنیو ادعاء وکړه چې په یاد برید کې یې د جیش محمد ډلې یو کېمپ له منځه تللی او شاوخوا ۳۰۰ نفرو ته يې مرګ ژوبله اړولې،  چې وروسته یې په ځواب کې پاکستاني ...

نور ولوله »

پاکستانیان: د هندي پيلوټ د پریښودلو بدل کې دې عمران خان ته د نوبل جایزه ورکړله شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۷ل): پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، وروسته ترهغه چې د دغه هیواد په ملي اسامبله کې د پاکستاني صدراعظم لپاره د نوبل جایزې غوښتنه وشوه؛ پاکستانیانو د سوشیل میډیا له لاري پراخ کمپاین وچلاوه چې عمران خان ته دې د هندي پيلوټ د خوشي کولو په بدل کې د نوبل جایزه ورکړله شي. له تیرو ...

نور ولوله »

برتانيا کې مسلمان ماشومانو ته د همجنسپالنې تعليم ورکول کيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د برتانيا برمنګهم ښار په يوه ښوونځي کې مسلمان ماشومانو ته د همجنسپالنې درسونه ورکول کيږي او په دې اړه د ماشومانو پلرونو احتجاجونه پيل کړي دي. د لندن چاپ انډيپينډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې پارک فيلډ کميونيټي ښوونځي کې ۹۹ سلنه زده کوونکي ماشومان مسلمانان دي او د کوچنيانو د کيسو له ...

نور ولوله »

د ازهر پوهنتون شيخ: له يوې زياتې مېرمنې کول له ښځې سره ظلم دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د الازهر پوهنتون شيخ الامام الاکبر احمد الطيب ويلي، چې له يوې زياتې مېرمنې کول، د ښځو په حق کې  تېری دی او د ډېرو مېرمنو کول په اسلام اصل نه، بلکې په شرطونو مقيد دي. د شيخ الازهر دغو څرګندونو د مصر په شمول په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې غبرګونونه راپارولي ...

نور ولوله »

کابلوف: طالبان او افغان عسکر په ګډه داعش ته ماتې ورکولی شي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ویلاديمير پوتين خاص استازي ضمير کابلوف ويلي، له سولې وروسته طالبان او افغان عسکر په ګډه داعش ډلې ته ماتې ورکولی شي.  کابلوف د روسيې له ار ټي ټلويزون سره په مرکه کې ويلي، چې له اتلس کاله جګړې وروسته طالبان د لويديځ په مرسته جوړ شوي ...

نور ولوله »