نړۍ

ابن سلمان: سعودي د اسرائیل سره مشترکې ګټې لري، ایران، اخوان او داعش د شر مثلث دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۷ل): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې امریکا ته یې د دوه اونیز اوږده سفر وروستۍ ورځې دي، د امریکايي مجلې «دی انتلانتیک» سره یې په مرکه کې ویلي چې سعودي د اسرائیل سره ډیرې مشترکې ګټې لري، او د اخوان المسلمین ډله یې یو ځل بیا د شر د مثلث یوه برخه ...

نور ولوله »

سعودي: ښځې او خاوند لپاره د يو بل مبايل کوډ پرانيستل جرم دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د سعودي د قانون وزارت په نوي تصويب شوي بريښنايي قانون کې ويلي، چې ښځه او خاوند د يو بل مبايل کوډ نه شي پرانيستی او که هر چا دا کار وکړ، قانوني جرم دی. د سعودي بريښنايي قانون له مخې د ښځې او خاوند لپاره په غلا د يوه بل مبایل په پټه ...

نور ولوله »

کشمير کې د جګړو له امله لږ تر لږه شل کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل):د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د لاریونکوونکو او هندي پوځيانو ترمنځ اخ و ډب کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي، چې درې يې هندي پوځيان دي. د کشميري چارواکو او هندي پوځيانو پر ضد لاريونونو کې تر اوسه د اويا کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی شوی دی. د کشميري ...

نور ولوله »

د یمن پر سرحد ۱۲ سعودي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): د سعودي ځايي رسنیو خبر ورکړی چې په تیرو دوه ورځو کې د یمن سره پر جنوبي سرحد ۱۲ سعودي عسکر وژل شوي دي. د الجزیرې د راپور سره سم د سعودي رسنیو خبر ورکړی چې ددوی ځواکونو هم د حوثي ملیشو پر میشت ځایونو بمبارۍ کړي او د نجران په سیمه کې يې ...

نور ولوله »

ټرامپ د سوریې څخه خپل ځواکونه ایستل، سعودي یې پاتې کېدل غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): په سپینه ماڼۍ کې دوو جګپوړو چارواکو رسنیو ته ویلې چې ټرمپ غواړي له سوریې څخه خپل ځواکونه را وباسي. ټرمپ د اوهایو په ایالت کې د یوې وینا پر مهال هم ټینګار کړی وو چې امریکا به ډېر ژر خپل ځواکونه له سوریې څخه را وباسي. نوموړي د تیرې پنجشنبې په ورځ ...

نور ولوله »

پاکستان د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده بیا وغځوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): ټاکل شوې وه چې نن د مارچ میاشتې پر ۳۱مه نیټه په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د قانوني پاتې کېدو موده پوره شي، خو د پاکستان حکومت یو ځل بیا دغه موده د روان کال ۲۰۱۸ د جون میاشتې تر ۳۰مې نیټې پوري غځولې ده. پاکستاني جګپوړو چارواکو ویلي چې د جون ...

نور ولوله »

سوریه: د امریکې او برتانیې یو یو عسکر وژل شوی، پنځه ټپیان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): په سوریه کې د یوې چاودنې له امله دوه بهرني عسکر وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي. د امریکا په مشري د ایتلافي ځواکونو عمومي قومندانۍ ویلي چې د تیرې جمعې په شپه په سوریه کې د یوې چاودنې له امله دوه ایتلافي عسکر ووژل شول او ۵ تنه نور ...

نور ولوله »

وال سټریټ ژورنال: سعودي په افغانستان کې دسولې ماموریت په غاړه اخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې سعودي په افغانستان کې د سوله ییز حل لپاره ماموریت منلو ته امادګې ښودلې ده، او د امریکا د هغې نوي ستراتیژې برخه ګرځېدلی چې غواړي په افغانستان کې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښيږي دي. د افغانستان د ...

نور ولوله »

فلسطین: د غزې په لاریون کې ۱۶ کسان مړه او تر ۱۵۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): د فلسطین په غزه تړانګه کې فلسطینیانو د اسرائیل پر ضد په یوه لوی لاریون او پاڅون لاس پوري کړی دی چې د راتلونکي میاشتي مئي تر ۱۵ نیټې پوري به ادامه ولري. لاریون چې تېره ورځ د لسګونو زرو په ګډون پيل شو، تر اوسه د اسرائیلي عسکرو په ډزو په کښي ...

نور ولوله »

حزب اسلامي: نړیواله ټولنه دي د ایران د یرغلیز سیاست مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷): حزب اسلامي افغانستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سعودي پر پلازمینه ریاض باندي د حوثي ملیشو له لوري توغندیز برید غندلی دی او ددې برید تر شا یې د ایران لاس بللی دی. باید وویل شي چې پر یمن باندي د سعودي د یرغل درې کاله پوره شول او د څلورم ...

نور ولوله »