نړۍ

پر کلیسا د تندر لویدو په پيښه کې ۱۸ کسان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د رواندا هېواد په سويل کې پر يوې کليسا د تندر لوېدو پېښه کې اتلس تنه وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان دي. سيمه ييز ښاروال فرانکوس رسنيو ته ويلي، د ادوينتيست پر کليسا د يکشنبې په ورځ هغه مهال تندر ولوېدو کله چې سلګونه کسان د عبادت لپاره راټول شوي و زياتوي چې د ...

نور ولوله »

په ایران کې د ترکيې الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د ترکيې يوه الوتکه د ایران په جنوب لويديځ کرد ښار کې نسکوره شوې، چې له امله يې يوولس کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه ترکۍ الوتکه له شارجې استانبول ته روانه وه. ایراني رسنيو د چارواکو له خولې ليکلي، چې په دغه الوتکه کې د درې عملې په ګډون يوولس ...

نور ولوله »

سوريه: په غوطه کې د بمباريو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۱ سوو اوښتی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د سوريې په مشرقي سیمه غوطه کې د روسي او بشارالاسد د رژيم الوتکو او ځمکنيو عسکرو د عملياتو له امله لسګونه لوړپوړيزې ودانۍ نړېدلي او د رروانو جګړو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له يوولس سوو کسانو اوښتی دی. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اوربند غوښتنې سربېره هم حکومتي ...

نور ولوله »

راتلونکې مياشت له پاکستانه د ناثبت شويو کډوالو لړۍ پيلېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): پاکستان وايي، په راتلونکې مارچ مياشت کې به د هغو افغان کډوالو د بيرته ستنولو لړۍ پيل کړي چې په دغې هېواد کې يې خپل ځانونه نه دي ثبت کړي. د ټرايبل نيوز د راپور له مخې، د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوڅ د پاکستان ولسي جرګې ته په خپله وينا کې ويلي هغه ...

نور ولوله »

د فرانسې پخوانی ولسمشر: ډيموکراسي تاوتريخوالي ته لاره هواروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکلو لاس سرکوزي ويلي، ډيموکراسي په هېوادونو کې د تاوتريخوالي ته لاره هواره کړې ده. سرکوزی، چې په متحده عربي اماراتو کې د «فکرونو» په نامه کنفرانس ته خبرې کولې وویل، کومو هېوادونو کې چې ډيموکراسي شته، نو هلته هر مخالف غوښتي د همدې ډیموکراسي له لارې خپل بل مخالف ...

نور ولوله »

د قطر جیټ الوتکو د اماراتو د عسکري الوتکې مخه نیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ کب، ۱۳۹۶ل): د الجزیرې تلویزون تېره ورځ پنجشنبه د خپلو سرچینو په حواله وویل چې د تیرې یکشنبې په ورځ قطرۍ جیټ الوتکو د متحده عرب اماراتو د یوې عسکري لوجستیکي الوتکې مخه نیولې ده. سرچینې زیاته کړې چې الوتکه د ابوظبي څخه کویټ ته پر لاره د قطر هوايي حدودو ته ننوتله چې له ...

نور ولوله »

چيچنيا کې د روسيې د پوځ اړوند چورلکه نسکوره شوې- نهه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د چيچنيا جمهوريت د اتوم کالي غرنۍ سيمه کې د روسيې د پوځ اړوند يوه چورلکه نسکوره شوې او نهه تنه پکې وژل شوي دي. د چیچنيا مشر رمضان قادروف ويلي، د چهارشنبې په ورځ د روسيې د سرحدي ځواکونو اړوند چورلکې سقوط کړی چې لامل يې ښايي د هوا خرابوالی وي. د انټرفاکس خبري ...

نور ولوله »

امریکا: د پاکستان ځينې ګيلې پر ځای دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ايلس جي ويلز ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون، سرحدي ستونزې، په پاکستان کې افغان کډوال او د ورته نورو ستونزو په اړه د پاکستان ګيلې پر ځای دي او ژمنه يې کړې، چې د پاکستان د دې اندېښنو د لرې کولو لپاره به ...

نور ولوله »

خواجه اصف: امریکا او پاکستان پر يو بل باور کولو ته نه دي تیار

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې لا هم ترينګلتيا شته او په دې اړه ورته د خپل هېواد ګټې تر ټولو مخکې دي. د بهرنيو چارو وزير له يوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې د واشنګټن او اسلام اباد ...

نور ولوله »

سعودي: د ترکیې عثمانیان، ایران او اخوان المسلمین د شر مثلث دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې اوس مهال د بهرنیو هیوادونو په سفر وتلی، په مصر کې يې د خبریالانو سره په ناسته کې د ترکیې عثمانیان «اردوګان او ډله یې»، ایران او اسلامي «تروریستي» ډلې لکه اخوان المسلمین د شر مثلث بللي دي. باید وویل شي چې سعودي د اخوان المسلمین ...

نور ولوله »