نړۍ

راتلونکې مياشت له پاکستانه د ناثبت شويو کډوالو لړۍ پيلېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): پاکستان وايي، په راتلونکې مارچ مياشت کې به د هغو افغان کډوالو د بيرته ستنولو لړۍ پيل کړي چې په دغې هېواد کې يې خپل ځانونه نه دي ثبت کړي. د ټرايبل نيوز د راپور له مخې، د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوڅ د پاکستان ولسي جرګې ته په خپله وينا کې ويلي هغه ...

نور ولوله »

د فرانسې پخوانی ولسمشر: ډيموکراسي تاوتريخوالي ته لاره هواروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکلو لاس سرکوزي ويلي، ډيموکراسي په هېوادونو کې د تاوتريخوالي ته لاره هواره کړې ده. سرکوزی، چې په متحده عربي اماراتو کې د «فکرونو» په نامه کنفرانس ته خبرې کولې وویل، کومو هېوادونو کې چې ډيموکراسي شته، نو هلته هر مخالف غوښتي د همدې ډیموکراسي له لارې خپل بل مخالف ...

نور ولوله »

د قطر جیټ الوتکو د اماراتو د عسکري الوتکې مخه نیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ کب، ۱۳۹۶ل): د الجزیرې تلویزون تېره ورځ پنجشنبه د خپلو سرچینو په حواله وویل چې د تیرې یکشنبې په ورځ قطرۍ جیټ الوتکو د متحده عرب اماراتو د یوې عسکري لوجستیکي الوتکې مخه نیولې ده. سرچینې زیاته کړې چې الوتکه د ابوظبي څخه کویټ ته پر لاره د قطر هوايي حدودو ته ننوتله چې له ...

نور ولوله »

چيچنيا کې د روسيې د پوځ اړوند چورلکه نسکوره شوې- نهه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د چيچنيا جمهوريت د اتوم کالي غرنۍ سيمه کې د روسيې د پوځ اړوند يوه چورلکه نسکوره شوې او نهه تنه پکې وژل شوي دي. د چیچنيا مشر رمضان قادروف ويلي، د چهارشنبې په ورځ د روسيې د سرحدي ځواکونو اړوند چورلکې سقوط کړی چې لامل يې ښايي د هوا خرابوالی وي. د انټرفاکس خبري ...

نور ولوله »

امریکا: د پاکستان ځينې ګيلې پر ځای دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ايلس جي ويلز ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون، سرحدي ستونزې، په پاکستان کې افغان کډوال او د ورته نورو ستونزو په اړه د پاکستان ګيلې پر ځای دي او ژمنه يې کړې، چې د پاکستان د دې اندېښنو د لرې کولو لپاره به ...

نور ولوله »

خواجه اصف: امریکا او پاکستان پر يو بل باور کولو ته نه دي تیار

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې لا هم ترينګلتيا شته او په دې اړه ورته د خپل هېواد ګټې تر ټولو مخکې دي. د بهرنيو چارو وزير له يوه خصوصي ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې د واشنګټن او اسلام اباد ...

نور ولوله »

سعودي: د ترکیې عثمانیان، ایران او اخوان المسلمین د شر مثلث دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې اوس مهال د بهرنیو هیوادونو په سفر وتلی، په مصر کې يې د خبریالانو سره په ناسته کې د ترکیې عثمانیان «اردوګان او ډله یې»، ایران او اسلامي «تروریستي» ډلې لکه اخوان المسلمین د شر مثلث بللي دي. باید وویل شي چې سعودي د اخوان المسلمین ...

نور ولوله »

د ټرمپ مشر اقتصادي سلاکار له خپلې دندې استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): سپينه ماڼۍ وايي، چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ټولو مشر اقتصادي سلاکار ګرې کون له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. په دې وروستيو کې د ګرې کون استعفا د ټرمپ د ادارې په غړو کې د تر ټولو ستر چارواکي استعفا بلل شوې ده.  د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز ويلي، ...

نور ولوله »

سري لنکا کې پر مسلمانانو له بريدونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل):  د سري لنکا کابینې په دغه هېواد د مسلمانانو پر دوکانونو، مارکيټونو او جوماتو له بريدونو وروسته بېړنی حالت اعلان کړی دی. د سري لنکا په کينډي ښار کې بوديانو د مسلمانانو کورونه، جوماتونه او سوداګريز مرکزونه سوځولي او حکومت له دغه پېښې وروسته په سيمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. تېره ...

نور ولوله »

سوریه: د الوتکې غورځېدو له امله په لسګونو روسي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): د روسیې دفاع وزارت په سوریه کې د الوتکې د غورځېدو پيښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دغه پيښه کې په لسګونو عسکر ووژل شول. الوتکه د سوریې په حمیمیم هوايي ډګر کې غورځېدلې چېري چې روسي ځواکونه میشت دي او د روسیې جګپوړي چارواکي او جنرالان هم د همدې ...

نور ولوله »