نړۍ

پاکستان: د طاهر داوړ کورنۍ ته ۱۱ ميليونه ډالر ورکول کيږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پيښور د پولیسو وژل شوی پښتون افسر طاهر داوړ کورنۍ ته د پاکستان د مرکزي حکومت، پښتونخوا حکومت او پوځ له لوري ۱۱ ميليونه ډالره ورکول کيږي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار افريدي د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې يوې غونډې ته په خبرو کې ويلي دي چې د پاکستان ...

نور ولوله »

امريکايي جنرال: د امريکايي پوځيانو په وتلو افغان حکومت سقوط کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا د سمندري ځواکونو جنرال او د پنټاګونو د مرکزي قومندانۍ نوماند قومندان د امریکا مشرانو جرګې ته ويلي، چې د افغانستان جګړه لا هم له ګواښونو او ننګونو ډکه ده، امريکا په افغانستان کې کوم پرمختګ نه دی کړی او که امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، افغان حکومت به له سقوط سره ...

نور ولوله »

سناتور ګراهام: بن سلمان خطرناک او ليونی سړی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا د مرکزي استخباراتو مديرې جينا هاسپل د امریکا مشرانو جرګې ته د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه معلومات ورکړي او له دغو معلوماتو وروسته ډېری سناتورانو ويلي، چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د دغې وژنې مسوول دی. د سي ای اې مشرې جينا هاسپل د ...

نور ولوله »

مټیس: د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د  امريکا د دفاع وزير جميس مټيس ويلي، چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه بايد پای ته ورسيږي او اوس يې وخت رارسېدلی، چې ټول د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړي. مټيس په پنټاګون کې له خپل هندي سيال نيرمالا سيتارامان سره يوې ګډې خبري غونډې وويل، ...

نور ولوله »

ناټو: روسيه او ایران بايد د افغانستان سولې بهیر ملاتړ وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ناټو سرمنشي له ایران او روسيې غوښتي، چې د افغانان په مالکيت د افغانستان سولې بهير ملاتړ وکړي. د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د ناټو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو له غونډې مخکې  نن سه شنبه په بروکسل کې رسنيو ته ويلي، چې ناټو د افغانستان سولې بهير ملاتړ کوي او ...

نور ولوله »

زلمی خلیلزاد پر افغان سوله د بحث لپاره اسلام اباد ته ر سېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد نن سه شنبه د پاکستان  پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی. ښاغلی خلیلزاد له دوبۍ څخه اسلام اباد ته رسېدلی او  هلته به د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د افغانستان روانې اوولس کلنې جګړې د پای ...

نور ولوله »

زلمی خلیلزاد د روسیې، قطر او پاکستان په شمول سیمه يیزو هیوادونو ته بیا سفر پيل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان شخړې د سوله ییز حل لپاره د امریکا ځانګړی ‏استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته په سفر وتلی دی، چې په ترڅ کې په یې هغه پاکستان، افغانستان، روسیه، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عرب ‏امارات او قطر ...

نور ولوله »

عمران خان ته د ټرمپ ليک: طالبانو سره د مذاکراتو لپاره يې ترې مرسته غوښتې‎ ‎

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته ليک لېږلي او د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د ‏سولې په برخه کې له پاکستان څخه مرسته غوښتې ده.‏ عمران خان په اسلام اباد کې له ځينو پاکستاني خبریالانو سره په خبرو کې ويلي، چې د ...

نور ولوله »

د بن سلمان په بلنه لومړنی عيسايي کشيش سعودي ته تللی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱ لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د مصر ارتودکسي مسيحيانو ويلي، چې لومړنی مسيحي کشیش د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په ځانګړې بلنه سعودي عربستان ته تللی دی. د مصر پلازمېنه قاهرې په شمال کې د مسيحيانو سرچينو رسنيو ته ويلي، چې مرقس مطران ايبار شية د سعودي پلازمېنې رياض په يوه پرمختللي سالون کې له لسګونو ...

نور ولوله »

د اردن شهزاده: پر افغان ښځینه لوبغاړو د جنسي تیري په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د اردن شهزاده «علي الحسین» چې د خپل هیواد د فټبال فیډریشن مشر او د لویدیځ اسیا د هیوادونو د اتحادیې مشر هم دی، د افغان ښځینه لوبغاړو د وروستیو ادعاو په اړه یې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده. نوموړي وویل که چیري پر افغان ښځینه لوبغاړو باندي رشتیا هم جنسي تیری شوی ...

نور ولوله »