نړۍ

په جنوبي وزیرستان کې څلور زره مسجدونه او مدرسې په شهادت رسیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د سیفران وزیر لیفټنټ جنرال عبدالقادر بلوچ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو له امله ۸۴۴ مسجدونه او مدرسې په شهادت رسېدلي خو د امت ورځپاڼې په وینا دغه شمېر تر ۴ زره اوړي، چې په وینا یې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو ...

نور ولوله »

په ملګرو ملتونو کې امریکا او پاکستان د افغانستان پر سر ښکر په ښکر شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا له پاکستانه وغوښتل چې «تروریستي ډلو» ته په خپل هیواد کې پناه ځایونه ور نه کړي، خو پاکستان د امریکا د ټرمپ ادارې څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دننه دي د پناه ځایونو چاره وکړي او د مخدره توکو د تجارت مخنیوی دي ...

نور ولوله »

روسيې له پاکستان سره پوځي مرسته کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): روسي چارواکي وايي، له پاکستان سره يې د «ترهګرۍ» ضد جګړه کې، پوځي مرسته کړې ده. د هند په نوي ډیلي کې د «رایزینا» په نوم د خبرو اترو ناسته کې، د روسيې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور مورګلوف ويلي چې پاکستان ته يې ګڼ جنګي وسایل په واک کې ورکړي دي. ...

نور ولوله »

امريکا: د «تروریزم» پر ځای به مو اصلي تمرکز د سترو ځواکونو پر سیالۍ وي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت د خپلې نوې ستراتېژۍ له مخې ټينګار کړی چې له دې وروسته به يې له «تروریزم» سره د مبارزې پر ځای ډېر پام د «سترو ځواکونو» سیالۍ ته وي. د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټس، چې د جان هاپکنز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خپله ستراتېژي ...

نور ولوله »

پاکستان د پرديو استخباراتو لپاره د کار په تور مشال راډيو بنده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پاکستان د امریکايي کانګريس په مالي ملاتړ چلېدونکې مشال راډيو له دې امله بنده کړې، چې د پاکستاني چارواکو په وينا د پرديو استخباراتو لپاره يې د پاکستان د ملي ګټو پر خلاف خپرونې کولې. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې استخباراتي ادارې «ای ایس ای» دوی ته داسې معلومات ورکړي، ...

نور ولوله »

قزاقستان: په بس موټر د اور لګېدو پېښه کې ۵۲ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت وايي، پر يوه بس موټر د اور لګېدو پېښه کې ۵۲ کسان وژل شوي دي. پېښه نن سهار د دغې هېواد د لس نيمو بجو شاوخوا د قزاقستان شمال ختيځ په آق تپه سيمه کې رامنځته شوې ده. د کورنيو چارو وزارت په یوه بيانيه کې ويلي، په ...

نور ولوله »

پاکستان افغان کډوالو ته د اضافي وخت له ورکولو انکار کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پاکستان ويلي، چې افغان کډوال يوازې پنځلس ورځې وخت لري، چې بايد له پاکستانه ووځي او په دې اړه يې د ګډ حکومت د چارواکو له لوري کډوالو ته د يو کال وخت د ورکولو غوښتنه رد کړې ده. د روان کال په لومړيو ورځو کې پاکستان اعلان وکړ،چې افغان کډوال بايد تر ...

نور ولوله »

هند د سرحدي ځواکونو لپاره د ۵۵۳ ميليونه ډالرو وسلې اخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هند دفاع وزارت د خپلو سرحدي عسکرو لپاره ۵۵۳ ميليونه ډالرو وسلو اخيستو پرېکړه کړې ده. فرانس پريس خبري اژانس ليکلي، چې د هند دفاع وزير نرميلا سيتارام په مشرۍ د دفاعي چارو کميسيون پرېکړه کړې، چې د خپلو سرحدي ځواکونو لپاره د ۵۵۳ ميليونه ډالرو په ارزښت نوې پرمختللې وسلې واخلي. ...

نور ولوله »

شیخ سلمان العوده له څو میاشتو زندان وروسته روغتون ته لېږدول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د سعودي د مشهور دعوتګر عالم شیخ سلمان العوده زوی عبدالله العوده وايي، چې له څلور مياشتې انفرادي زندان وروسته يې پلار روغتون ته لېږدول شوی دی. عبدالله العوده په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې «پلار مې د جدې په ذهبان زندان کې له څلور مياشتې انفرادي زندان څخه وروسته روغتون ته لېږدول ...

نور ولوله »

خرم دستګیر: بايد له امریکا سره په عاجزانه رویه ګټور مذاکرات وشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان دفاع وزير خرم دستګير ويلي، چې له امریکا سره بايد د ناسم پوهاوي د له منځه وړلو لپاره د تاوتريخوالي پر ځای «په عاجزانه رويه ګټور مذاکرات وشي.» د پاکستان ملي پارلمان ته د بهرنۍ تګلارې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال ښاغلي خرم دستګير ويلي، چې دا وخت ...

نور ولوله »