نړۍ

د قطر امیر د سیمه يیزو موضوعاتو د څېړلو په موخه ترکيې ته تللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د قطر امير شيخ تمیم بن حمد آل ثاني د ترکيې پلازمېنې انقرې ته رسېدلی او هلته به د يو شمېر سيمه‌ ییزو موضوعاتو په اړه د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړي. د يادونې وړ ده، چې د ترکيې او قطر اړيکې په سيمه کې ډېرې فعالې دي، په ...

نور ولوله »

محمود عباس: د فلسطين په اړه د ټرمپ تګلاره د ټوپک ډز دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فلسطين ولسمشر محمود عباس ويلي، چې د فلسطين په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تګلاره د ټوپک د ډز په څېر دی. ولسمشر محمود عباس له فلسطيني مشرانو سره په خبرو کې ټينګار کړی، چې د ټرمپ د تګلارې له اعلان وروسته بايد د سولې په اړه د امریکا هېڅ ډول ...

نور ولوله »

نيويارک ټايمز: ټرمپ توکمپال، احمق، جاهل او بې اغېزه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکايي رسنيو له تېرې څه مودې راهيسې، چې د ولسمشر ټرمپ د شخصيت او ذهني وړتيا په اړه خپرونې پيل کړي. ټرمپ ويلي و، چې کډوال «له مردارو ځايونو»راغلي خلک دي، خو د ټرمپ دغو او ورته نورو څرګندونو په رسنيو، ډيپلوماټيکو او سياسي حلقو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ...

نور ولوله »

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوی افغانستان ته راځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکايي رسنۍ وايي، چې د امنيت شورا هېوادونو يو پلاوی افغانستان ته سفر کوي. تر اوسه د دغه سفر موخه نه ده کره شوې، خو د چارو یو شمېر شنونکي وايي، امنيت شورا د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې لري او د همدغو اندېښنو د څېړنو لپاره افغانستان ته سفر کوي. له ...

نور ولوله »

څېړنه: تر۲۰۴۰ کال به اسلام په امریکا کې دويم ستر دين وي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل):په امریکا کې شوې څېړنې وايي، چې په دغه هېواد کې مسلمانان ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي او د ۲۰۴۰ م کال په راتلو به اسلام د امریکا دويم ستر دين وي. «بیو» څېړنيز مرکز ويلي، چې ۳.۴۵ ميليونه مسلمانان په امریکا کې ژوند کوي، چې د ټولو امریکايي اوسېدونکو ۱.۱٪ سلنه ...

نور ولوله »

امریکا خپل اتباع پاکستان ته له سفر کولو منعه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا متحده ايالتونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې تر خپل توانه پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړي او که ډېر اړين کار يې وي، نو بايد خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمير ته سفر ونه کړي؛ ځکه چې هلته د دوی لپاره ګواښونه پېښېدای شي. د ...

نور ولوله »

خواجه اصف هندي او افغان استخبارات د پاکستان په ناامنه کولو تورن کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف تور پورې کړی، چې د هند او افغانستان استخبارات په ګډه پاکستان کې ناامني خپروي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په اسلام اباد کې د ملکي او پوځي چارواکو په ګډون د بهرنيو سفارتونو استازو سره په ځانګړې ناستې ويلي، چې د هند استخبارات ...

نور ولوله »

د امریکا یوه سپوږمکۍ فضا ته تر لیږلو وروسته لادرکه شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا د ستراتیژیک قوماندې مرکز خبر ورکړی چې دوی د هغې سپوږمکۍ څرک نه لري چې وړمه ورځ یې فضا ته ولیږل او د ځمکې مدار ته نیژدې لادرکه شوi. د امریکا د سي ان ان تلویزون ویلي چې د امریکا فضائي شرکت «سپېس اکس» د فالکن په نامه میزایل باندي ...

نور ولوله »

کليفورنيا ايالت کې توپانونو ديارلس کسان وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د امریکا په کليفورنيا ايالت کې د سېلابونو، توپان او ځمکې ښوېدو له امله سلګونه کورونه ويجاړ شوي او تر اوسه په کې د ديارلسو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی دی. پولیس وايي، چې د کليفورنيا په لويديځ لاس انجلس سيمه کې يې په خټو او اوبو کې ديارلس مړي ...

نور ولوله »

محکمې د مولانا صوفي محمد د خوشې کولو امر کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پېښور يوې محکمې د تحريک نفاذ شريعت محمد د مشر مولانا صوفي محمد ضمانت منلی او د هغه د زوی په وينا په راتلونکو دوو ورځو کې به يې پلار له زندانه خوشې شي. د مولانا صوفي محمد مدافع وکيل په پېښور کې رسنيو ته ويلي، چې ۹۲ کلن موکل يې ...

نور ولوله »