نړۍ

د اندونيزيا مسافر وړونکې الوتکه نادرکه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د اندونيزيا چارواکي وايي، چې د «لاين ائير» هوايي شرکت مسافر وړونکي الوتکه د پلازمېنې جاکارتا هوايي ډګر څخه پرواز کړی او بنګکاک ته روانه وه، چې په لاره کې نادرکه شوه. د اندونيزيا د هوا نواردۍ وزارت د چارواکو په وينا الوتکې سهار ۶:۲۰پرواز پيل کړ، خو له ديارلس دقيقو وروسته يې له ...

نور ولوله »

امريکا: پر کليسا بريد يوولس يهوديان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې د يهوديانو په يوې کليسا بريد کې ۱۱ يهوديان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. دغه پيښه تيره شپه د پنسلوانيا ايالت په پيټزبورګ ښار کې (د ژوند ونه په نامه)د يهوديانو په يوه کليسا کې هغه مهال رامنځته شوه چې يهوديان د عبادت له پاره راټول ...

نور ولوله »

عمان د اسرائيلو په رسميت پېژندو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۶ لړم، ۱۳۹۷ل): عمان ته د اسرائيلو د لومړي وزير له سفر وروسته د عمان چارواکو ويلي، دوی پرېکړه کړې، چې نور اسرائيل په رسميت وپېژني او امريکا يې د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی. د عمان د بهرنيو چارو چارو وزير يوسف بن علاوي بن عبدالله په بحرين کې يوه امنيتي کنفرانس ته د وينا پر ...

نور ولوله »

سعودي کې د مسيحيانو اختر «هالوين» نمانځغونډې پراخې ناندرۍ پارولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې د مسيحيانو د اختر «هالوين» د نمانځغونډې مراسم ترسره شوي، چې له امله په دغه هېواد کې پراخې ناندرۍ راپورته شوي او ډېری سعوديانو غوښتي، چې امربالمعروف اداره دې بېرته فعاله شي. په عربي رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د خپرو شوو ويډيوګانو او انځورو له مخې ...

نور ولوله »

مشهورې اېرلنډۍ سندرغاړې ایمان راوړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵لړم، ۱۳۹۷ل): وتلې ایرلنډۍ سندرغاړې شینید اوکانر څو ورځې وړاندې پر اسلام مشرفه شوه. يو پنځوس کلنه شینید اوکانر چې اوس يې خپل نوم شهاده دیویټ ايښی، د سندرو لومړی البوم يې په ۱۹۸۷ز کال بازار ته وړاندې کړ. هغې څو ورځې وړاندې (۱۹اکتبور) پخپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې مسلمانه شوې او خپل تېر ټول ژوند ...

نور ولوله »

م.م: فرانسه باید شپږ میاشتې کې د حجاب په اړه ځواب ووايي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): فرانسه کې د مسلمانو مېرمنو پر حجاب د بندیز تر څنګ دغه حکومت ټینګار کوي چې په عامه ځایونو کې د مسلمانو مېرمنو حجاب د دوی ټولنیز ژوند ننګوي. ملګرو ملتونو پر فرانسې غږ کړی چې دا چندان پلمه نه ده او باید په دې اړه تجدید نظر وکړي. فرانسه لومړنی هېواد دی چې ...

نور ولوله »

عمران خان: پاکستان به د یمن په جګړه کې منځګړیتوب کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل چې د یمن په جګړه کې به یې هیواد د منځګړیتوب لپاره کار کوي. نوموړی چې سعودي ته تللی وو او له هغه ځایه یې د شپږو ملیاردونو قرض تر لاسه کړ، پاکستان ته د را ګرځېدو وروسته وویل چې پاکستان اوس په داسي یوه وضعیت ...

نور ولوله »

ټرمپ: سعودي زمونږ سره د اسرائیل په اړه ډېره مرسته کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۷ل): درې اونۍ وروسته د سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي د وژنې خبرونه لا هم په امریکا کې تاوده دي او هره ورځ يې په اړه د ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو بیلا بیل نظرونه را څرګندیږي. د امریکې ولسمشر ټرمپ چې له پيله یې تر اوسه د سعودي په اړه ضد او نقیض څرګندونې ...

نور ولوله »

د خاشقجي قضيې په اړه د اردوګان د خبرو مهم ټکي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم ، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان تېره ورځ د ترکيې واکمن ګوند پارلماني کمېټې ته استنبول ښار کې د سعودي قوسنلګرۍ کې د خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه په خپلو خبرو کې له سعودي غوښتنه وکړه، چې په دغه قضيه کې ټول تورن کسان له «وړو تر لوړپوړو چارواکو» د ...

نور ولوله »

د سعودي پاچا او وليعهد د خاشقجي زوی ته تعزيت کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰تلې، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان د سعودي په قونسلګرۍ کې د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي زوی سره ټيليفوني اړيکه نيولې او د هغه د پلار د وژل کېدو په اړه يې ورته تعزيت ویلی دی. د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» د شاهي ماڼۍ د ...

نور ولوله »