نړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز اسلام اباد ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د پنټاګون لوی درستیز جوزف ډانفورډ تېره شپه اسلام اباد ته ورسېدل‎. ‎ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، چې د دوی د سفر هدف له «وسله‌والو ډلو» سره د دې هېواد د مرستې ‏اړوند خبرې دي‎. ‎ اعلامیه زیاتوي ...

نور ولوله »

سعودي محکمې د دیني عالم سلمان العوده د اعدام غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۷ل): د سعودي لویې څارنوالۍ د مشهور دیني عالم سلمان العوده د اعدام غوښتنه کړې. د سعودي سرچینو او د ښاغلي العوده کورنۍ د وینا په اساس تېره ورځ په پلازمینه ریاض کې د نوموړي د سري محاکمې په لومړۍ ناسته کې د هغه د اعدام غوښتنه شوې. په هغه ۳۷ تورونه لګول شوي ...

نور ولوله »

عارف علوي د پاکستان ولسمشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان تحريک انصاف ګوند نوماند عارف علوي په پارلمان، مشرانو جرګې او څلور واړو ايالتي جرګو کې د ولسمشرۍ رايې وګټلې او د اپوزيسيون دوو کانديدانو ته يې ماتې ورکړه. د ولسمشرۍ لپاره دغه ټاکنې نن سهار له لس بجو د مازديګر تر څلور بجو روانې وې او د غیر رسمي پايلو ...

نور ولوله »

المانی تاریخ‌پوه: که اسلام نه وای؛ نننۍ پوهه به نه وه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): الماني تاریخ‌پوه برند روک، وايي که په نړۍ کې اسلام نه وای، نو بشر به د نننۍ پوهې او پوهنتونونو شاهد نه وای. روک، چې د سویس په زوریخ ښار کې د پوهنتون استاد دی، د کاتولیکي کلیسا اړوند، «کې، ان، اې» اژانس سره په خبرو کې د اسلام اړوند څرګندونې کړې دي. ...

نور ولوله »

پاکستان به په جلال اباد کې خپله تړل شوې قونسلګري بېرته ژر پرانيزي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره د ټيليفوني اړيکې پر مهال د دوو اړخيزو اړيکو سربېره په جلال اباد د پاکستان د تړل شوې قونسلګري د بېرته خلاصولو په اړه هم خبرې کړي دي. پاکستاني رسنۍ وايي، چې د افغانستان د ...

نور ولوله »

جان کيري د امریکا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو احتمالي نوماند دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنيو چارو پخوانی وزير جان کيري ویلي، چې د ۲۰۲۰ ولسمشريزو ټاکنو لپاره احتمالي نوماند دی او زياتوي، چې په اوسنيو حالاتو کې غواړي، چې سياسي فعاليتونو ته دوام ورکړي. امریکايي رسنۍ د جان کيري له خولې وايي، چې دی اوسمهال د کانګريس د راتلونکو ټاکنو په چارو بوخت دی، خو ...

نور ولوله »

امریکا پر پاکستان مالي مرسته ځنډولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي دوی پر پاکستان هغه ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته ځنډولې چې دې هېواد ته يې ورکوله. د پنټاګون ویاند کن فالکنر ويلي، دوی به دا مرسته هلته ولګوي، چې «اړتیا يې لیدل کېږي.» امریکايي چارواکو پر پاکستان د مرستې د ځنډ علت، له «وسله‌والو» ډلو د دې هېواد ملاتړ یاد ...

نور ولوله »

امریکا نور له فلسطیني کډوالو سره مرسته نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): ملګرو ملتونو له فلسطیني کډوالو سره د مرستې په پلمه په ۱۹۴۹م کال د «اونرورا» په نوم اداره جوړه کړه، چې د مرستې لپاره يې لګښتونه د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو غړي ورکوي. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، دوی چې په دې مرستو کې غوښنه برخه لرله، نور له ...

نور ولوله »

د ګواښونو له امله د پيغمبر عليه السلام په شان کې د کارټونونو سيالۍ لغوه شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ وږی ۱۳۹۷ل): په هالنډ کې د پارلماني وکيل ګيرټ وايلډر له لوري د پيغمبر عليه السلام په شان د توهينوونکو کارټونو اعلان شوې سيالي وروسته تر هغه لغوه اعلان شوه، چې دغه وکيل رسنيو ته وويل، چې د دغو سياليو له امله ورته ګواښونه شوي او ژوند يې له ګواښ سره مخ دی. ګيريټ وايلډر ...

نور ولوله »

پنټاګون وايي افغانستان کې ډېر نه پاتې کېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): د امريکا متحده ايالتونه غواړي، چې په افغانستان کې پراخ ډيپلوماټيک شتون ولري او پنټاګون نه غواړي، چې خپل پوځيان يې تر اوږدې مودې  په افغانستان کې پاتې شي. د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ په پنټاګون کې له دفاع وزير جيمز مټیس سره يوې خبري ناستې ته وويل، چې  ...

نور ولوله »