fbpx

نړۍ

د برېښنايي تذکرو په اړه د غني اوعبدالله اختلافات لا هم نه دي حل شوي

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت د لومړي مشر اشرف غني او دويم مشر عبدالله عبدالله ترمنځ لا هم د برېښنايي تذکرو په اړه جنجالونه نه دي حل شوي. د احوالو د نفوسو د ثبت ادارې غړي پرون ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورغلي وو، هلته يې د ولسمشر غني او د هغه د امريکايي مېرمنې بايومټريک ...

نور ولوله »

د ترکيې يوه پوځي الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د رسنيو د راپورنو له مخې، د ترکيې د پوځ اړوند د يوې تعليمي پوځي الوتکې د نسکورېدو پېښه کې دوه پيلوټان وژل شوي دي. پېښه نن له غرمې مخکې د ايزمير ولايت د چيغلي په سيمه کې د پوځي الوتکې د تجربوي الوتنې پر مهال رامنځته شوې ده. د ترکيې پوځ په يوه ...

نور ولوله »

پاکستان: د امریکا د يو اړخيزو عملياتو به بالمثل ځواب ورکړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال ويلي، چې هېواد يې امریکا ته د يو اړخيزو عملياتو اجازه نه ورکوي او که امریکا داسې وکړي، نو نه يوازې دا، چې د دواړو هېوادونو اړيکې به سره خرابې شي، بلکې پاکستان به د خپلې خاورې د دفاع په موخه بالمثل ځواب هم وايي. ...

نور ولوله »

امریکا: د فلوريډا په يوه ښوونځي کې اوولس کسان په ډزو وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا د فلوريډا ايالت د پارک لينډ سیمې په يوه ښوونځي کې د ډزو له امله امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او پولیسو بريدګر نیولی دی. د فلوريډا پوليس وايي، چې بريدګر د نکولوس کروز په نوم هغه ۱۹ کلن زده کوونکی دی، چې څه موده وړاندې له ښوونځي ...

نور ولوله »

د امریکا پخوانی پوځي افسر: په افغان جګړه کې له ناکامي پرته هېڅ نشو تر لاسه کولی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امریکايي رسنۍ له تېر يوه کال راهيسې وخت پر وخت افغانستان ته د نورو پوځيانو د رالېږلو په اړه په خپلو خپرونو او مطالبو کې د دغو پوځيانو له لېږلو او له روانې جګړې سره مخالفت ښيي. د امریکا «دي هيل » ورځپاڼې هم په خپله تازه ګڼه کې په عراق اوافغانستان ...

نور ولوله »

امریکا: پاکستان دې د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو په نړيوال ليست کې شامل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امريکا او ائتلافيان يې هڅه کوي، چې پاکستان د ‏ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو په نوملړ کې شامل کړي. د امریکا متحده ايالتونه او د هغې اروپايي متحدين وايي، چې پاکستان بايد د ترهګرو د مالي ملاتړ ‏کوونکو په نوملړ کې شامل شي. ‏رویټرز خبري اژانس د پاکستان د اقتصاد سرپرست وزیر اسماعيل ...

نور ولوله »

کوټه: وسله وال بريد کې د مليشه ځواک څلور سرتيري وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې د دغې هېواد پر مليشه ځواک بريد شوی چې له کبله يې څلور عسکر وژل شوي دي. د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه رسنيو ته ويلي، بريد نن سهار د کوټې په سرياب روډ د نا معلومه وسله والو له خوا ترسره شوی ...

نور ولوله »

امریکا راتلونکي کال کې له پاکستان سره ۳۳۶ ميليون ډالر مرسته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): امریکا متحده ایالاتو د را روان ۲۰۱۹ م کال لپاره خپله کلنۍ بوديجه اعلان کړې. د متحده ایالاتو لپاره د راتلونکي کال بوديجه چې د ټرمپ له لوري اعلان شوې ۴ ټريليون ډالر بلل شوې. هغه اعلان چې د ټرمپ له لوري د بوديجې اړوند خپور شوی په کې راغلي چې امريکا ...

نور ولوله »

روسيه کې پوځي الوتکه را لوېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د روسيې ختيځ سایبریا ته نژدې په تومسک ایالت کې د دې هيواد يوه پوځي الوتکه رانسکوره شوې. ياده الوتکه چې په کې شپږ تنه سپاره وو د نسکورېدو له امله يې دوه تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي. د روسيې د امنيتي سرچينو له مخي الوتکه پرون د دوشنبې په ...

نور ولوله »

د پاکستان لوی درستيز په امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د پوځ لوی درستيز ډګر جنرال قمر جاويد باجوه په يوې ګډې امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره نن سهار کابل ته رارسېدلی دی. دولتي سرچينې وايي،چې د پاکستان د پوځ مشر ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه د يوه لوړپوړي پوځي پلاوي په مشرۍ نن سهار کابل ته رارسېدلی او ...

نور ولوله »