fbpx

نړۍ

کراچي کی دوو ډلو ترمنځ په ډزو کي مرګ ژوبله واوښته

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۲) دکراچی ښارملیرکي لیاقت مارکیټ ته څیرمه دودانيو دنیولو اوقبضه کولو پرسرباندی نن سهار وختی دوو مخالفو ډلو یوپربل باندی بریدونه وکړل، اویودبل ددفترونو او ودانیو دنیولو لپاره یی ډزي سره وکړي چی له کبله یی تراوسه پوري څلور کسه مړه شوی او ۱۲ تنه نور ژوبل شوی دي

نور ولوله »

دخیبرپښتونخوا دپیپلزیونیټي په نامه سره دټولني مشر سیدکمال په ډزو سره ووژل شو

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۱) پیښور: دپیښور ښارپه زړه صدربازار کی باړه ګیټ ته څیرمه دخیبرپښتونخوا دپیپلزیونیټي به نامه سره دټولني مشر دنامالومو وسلوالو له لوري له خپل ساتونکي  سره یوځآی ووژل شو. له سیمي څخه پولیسو خبرورکړی دي چي دپیپلزیونیټي ډلي مشر کمال دپاکستان دملکي هوایی چلند له یوه بل کارکونکي سره یوځای په موټرکي دکورپه لور روان وو

نور ولوله »

بلوچستان: جعفراباد کي چاودني څلورکسه وژلی دي

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۱)کوټه: دپاکستان دتیلواوګازو درا ایستلو شرکت اړونده یوه موټر تیره ورځ ناوخته دبلوچستان ایالت جعفراباد سیمه کي دبم په واسطه له منځه یو وړل  شو چی له کبله یی په موټرکي څلورتنه سواره کسان ځای پرځای ووژل شول. دتیلواوګازو دغه شرکت دپاکستان په حکومت پوري تړلی شرکت دي چي په سیمه کي دتیلو اوګازو په پرمختیایی ...

نور ولوله »

ایران یوه امریکایی جاسوسي الوتکه راوغورځوله

(نن ټکي اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۰) تهران: ایران حکومت خبرورکړی دي چي نن سهاریی یوه امریکایی جاسوسي الوتکه راوغورځوله، خبرزیاته وی چي الوتکي دایران هستوي بټي ته څیرمه الوتنه کوله چي دایران دهوایی مدافع قواوو له لوري به نښه شوه اوپرځمکه راولویده.نورجزئیات به وروسته پرلیکه شي.

نور ولوله »

دچین هیواد دهینګزو اوسوزو ښارونو مرستیال ښاروالان اعدام کړل

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۰) بیجینګ: دچین هیواد ددو ښارونو هینګزو او سوزو مرستیال ښاروالان درشوت اخیستلو اودخپلو دندو پروخت باندی بی شماره دولت جوړولو په تور دري کاله مخ کی دپولیسو له لوري نیول شوی ول، چي وروسته بیا په کال ۲۰۰۸ کی دواړه کسان دبی شماره بډو داخیستلو په تور په مرګ سره محکوم شول، په ۲۰۰۸ کال ...

نور ولوله »

کوټه: دیوي امریکنی مرسته کونکي مؤسسي کارکونکي وتښتول شول

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۹) پښین: له یوی امریکایی مرسته کونکي مؤسسي ( ARC) سره کارکونکي اته تنه پاکستاني وګړی نن هغه وخت وتښتول شول کله چی دبلوچستان ایالت دپښین له ضلع څخه دکوټي په لور روان وو، له سیمي څخه امنیتی چارواکي وایی اته سره کسان هغه وخت نادرکه شوي دي کله چي یی په سیمه کی دافغاني مهارجرو ...

نور ولوله »

کراچي: دسمندرساحل ته څیرمه دسمندري ځواکونو یه بی پیلوټه الوتکه راغورځیده

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۹) کراچي: دپاکستان دسمندري ځواکونو ویاند عرفان الحق له خبري رسنیو سره په خبروکي وویل، دپاکستاني سمندري ځواکونو یه بي پیلوټه الوتکه نن له غرمي څخه مخکي دکراچي ښارته ته څیرمه دسمندر له ساحل سره  هغه وخت راوغورځیده کله چي له یوه مرغه سره په هواکي وجنګیده، نوموړی زیاته کړه الوتکه دتیلو دتصفیی له شرکت سره ...

نور ولوله »

پاکستان د چین څخه ۶ عصري آبدوزونه رانیسي

نن ټکی آسیا: پاکستان فیصله کړې چي د چین څخه ۶ نوي آبدوزونه رانیسي. د خبر له مخي ویل شوي چي د چین څخه به پاکستان (یوان ۰۴۱ کنګ کلاس) ابدوزونه رانیسي. دغه ابدوزونه د چین د سمندري ځواکونو لپاره جوړ شوي دي، او ددې رنګه بیړیو خصوصیت دا دی چي د aip یو ځانګړی خصوصي نظام لري، په کوم ...

نور ولوله »

د سنده ایالت ګورنر عشرت العباد د خپلي دندي دبیرته اخیستلو لپاره کراچي ته ورسیدی

نن ټکی آسیا: د سنده ایالت ګورنر عشرت العباد تیره شپه د دبی څخه بیرته کراچي ته ورسید. د پاکستان د ولس مشر اصف علی زرداری او د متحده قومي مومنټ تر منځ د اتفاق وروسته د متحده قومي مومنټ مشر الطاف حسین عشرت العباد چي د خپلي دندي څخه يې استعفاء ورکړې وه، بیرته د خپل منصب د اخیستلو ...

نور ولوله »

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمان ملک خپل خبربیرته واخیستی

(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۸)اسلام اباد: نن سهار دپاکستان پر اکثرو خبرو رسنیو باندی داخبر ډیرګرم وو، چي دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمن ملک وایی دکراچي په روان کړکیچ کي داسرائیلو لاس دي، دنوموړي دغه خبرپه داسي وخت کي خبري رسنیو خپور کړ چه دخبرله نشریدو څخه څو شیبي مخکی دایران له یوه رسمي سفر څخه دهیواد له اولسمشر اصف ...

نور ولوله »