نړۍ

کرمه ایجنسی: په راکټي برید کې پنځه کسه وژل شوي

نن ټکی آسیا: نن د افغانستان او پاکستان پولي ته نيژدې د کرمي اجنسۍ د شهیدانو ډنډ په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د سورلیو پر یوه بس باندي د راکټ فایر کړی، چې له امله یې لږ تر لږه د یوې ښځي په شمول پنځه تنه ووژل شوه. په دغه پېښه کې وژل شوي کسان د خوست ښودل شوي دي، ...

نور ولوله »

رحمن ملک: دقران شریف توهین کونکي پادري دالقاعده اوطالبانو جاسوس دي

 (نن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۷) د پاکستان وزیر داخله رحمن ملک رسنیو ته ویلي، چي په امریکا کي د قران شریف ته سپکاوی کونکي پادری (ټیري جونز) د القاعدي او طالبانو جاسوس دي، او په وزیرستان کي ډرون بریدونه مونږ نه بلکه امریکه کوي، او د ډرون بریدونو مخنیوي زمونږ له توانه وتلې خبره ده ، نوموړي زیاته کړه په ...

نور ولوله »

روبرټ ګیټس: اسرائیل حق لري چي دتوغندیو په مقابل کي دځان دفاع وکړي

نن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۷) روبرټ ګیټس ویلي چې اسرائیل هم د نورو ملیتونو په څیر حق لري ترڅو له خپله ځانه دفاع وکړي، دګیټس څرګندوني په داسي وخت کي راڅګندیږي کله چي تیره ورځ اسرائیلي جیټ الوتکو یوځل بیا دغزي پرترانګه باندي توغندي تغولي وه.

نور ولوله »

دبخښني نړیواله ټولنه: سوریه کي تراوسه پوري ۵۵ لاریون کونکي وژل شویدي

(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۶)دبخښني نړیوالي ټولني خبر ورکړیدي، چي سوریه کي د رواني میاشتي له ۱۵ تاریخ څخه راپدي خو تراوسه پوري ۵۵ لاریون کونکي وژل شویدي، خبرزیاته وي چي دسوریی د درعا له ښارڅخه مظاهري دهیواد نورو سیمو ته هم خوري شویدي.

نور ولوله »

کرکټ : من موهن سنګ دپاکستان اولسمشر ته دنیمه پایلوبې دمخامخ کتلو بلنه ورکړه

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي   ،دهند وزیر اعظم من موهن سنګ دپاکستان اولسمشر اصف علی زرداري او وزیر اعظم یو سف رضا ګیلاني ته جلا جلا بلنلیکونه لیږلی چې دهند او پاکستان ترمنځ ترسره کیدونکي پایلوبې(سیمي فاینل) مخامخ وګوري

نور ولوله »

په اسلام اباد کې دوه افغانان وژل شوي

نن سهار د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې نامعلومو وسلوالو دوه تنه افغانان په ډزو ووژل. په اسلام اباد کې د پوليسو يوه چارواکي ( ډي ايس پي ) عبدالرزاق ويلي، چې ياد شوي دواړه افغانان په اسلام اباد کې د پوځ لخوا جوړ شوي ښارګوټي مخې ته وژل شوي او وژونکي يې تښتېدلي دي.

نور ولوله »

لیبیا: دعملیاتو مسئولیت ناټو ځواکونو ته سپارل کیږي

نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۵)ناټو ویلي چي له امریکي څخه دلیبیا دعملیاتو مسئولیت په غاړه اخیستي، دناټو مشر انډرس فوغ راسموسن خبري رسنیو ته ویلي، خبري رواني دي ترڅو ناټوته پراخ مسئولیت په غاړه ور واچول شي. نوموړي زیاته کړه تراوسه لا اختلاف موجود دي، چي ایا ځمکني عملیات به دناټو د مسئولیت برخه وي اوکه نه، له بله لوري ...

نور ولوله »

په میانمار کې زلزلې لږه تر لږه 90 کسو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: د میانمار په شرقي سیمه کې د تایلینډ پولي ته نیژدې په یوه قوي زلزله کې چې قوت یې 6.8 ریکارډ سوی دی، د مړو شمېر 50 ته پورته سوی دی، او 40 کسه ټپيان شوي دي، دغه معلومات چې میانمار یو مسول ورکړي، ویلي چې کیدای شي د زلزلي له وجي رسیدلی تاوان تر دې هم ...

نور ولوله »

خیبر پښتونخوا: کرم ایجنسي کي دسپرلیو موټر تر وسلوال برید لاندي راغلی

نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۵) نن غرمه د دوولسو بجو په شااوخوا کی کرم ایجنسي ته څیرمه دنامالو وسلوالو له لوري د مسافرو  دسپرلیو موټر تر وسلوال برید لاندي راغلی دي. له سیمي څخه خبرونه رارسیدلي چي دسپرلیو کاروان تربرید لاندي راغلیدي، چي نتیجه کي یی لږ تر لږه ۱۰ کسه وژل شوی، دوو موټرو ته اور اچول شوی،

نور ولوله »

دفرانسی جنګي جیټ الوتکو یوه لیبیایی الوتکه را وغوځوله

(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۵) لیبیایی الوتکه هغه وخت فرانسوي جنګي الوتکو په نښه کړه کله چي دمصراتا ښار د پاسه د الوتو په حال کي وه، عینی شاهدان وايی مونږ ولیده چي الوتکي اور اخیستی وو، او  د ښار په منځ کې را پریوته. خو د فرانسي د فوځ ویاند بیا خبر ورکړي وو چي الوتکه هغه وخت په ...

نور ولوله »