نړۍ

برطانیه: لوړپوړي القاعده چارواکی له پاکستان څخه شمالی افریقاته روان دي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۶) برطانوي حکومتي چاوراکي وایی چی یوشمیر لوړپوړي القاعده چارواکي له افغانستان سره پرپوله قبایلي سیموکی دامریکي له لوري دډرون بریدونو له امله وژل شوی او یوشمیرنور بیا په دي ورستیوکی له سیمي څخه دشمالي افریقا په لورروان دي. ګارډین ورځپاڼي راپورخپور کړي دي، وایی برطانیی چارواکي یقین لری چي راروان ۲۰۱۲ کال کی به دالقاعدي نورچارواکي ...

نور ولوله »

بلوچستان: دوسلوالو په ‌ډزوکی ۵کسه وژل شوی او دري ژوبل شوی دي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۶) کوټه: مانو جان سړک باندی دنامالومو موټرسایکل سورو له لوري په ډزو کی دوه کسه ووژل شول، وژل کسان اسلم اوبشیر نومیږي چی دواړه له ډیره غازیخان څخه دروزګارپه لټه کی کوټي ته راغلی وو. پولیسو پیښه په نښه شوی هدف بللی ده. همدارنګه دکوټي ښارشهباز ټاون کی یو بل کس انورمسیح هم تیره ورځ دنامالومو ...

نور ولوله »

دایران حکومت درفسنجاني لور محاکمه کوي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۵) تیره ورځ دایران په پلازمینه تهران کی یوي ایرانی محکمي دایران دپخواني اولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني لور فایزه رفسنجاني ددي لپاره ومحکمي ته وړاندي کړه چي حکومت ورباندي تورونه لګولي وو چی د ۲۰۰۹ کال دټاکنو پروخت یی ددولت له مخالفینو سره مرسته کړي او داحمدي نژاد په وړاندی دلاریونکونکو ملګرتیا ته راوتلی وه.

نور ولوله »

نايجيريا: فوځ وايي د بوکو حرام پنځوس تنه غړي يې وژلي دي

نن ټکی آسیا: د نیجیریا د فوځ مشر ویلي چي فوځ د بوکو حرام تنظیم پنځوس تنه غړي تیره ورځ د هیواد په شمال ختیځ سیمه کې وژلي دي. د رویترز خبري اژانس په قول لومړیو راپورونو کي راغلي وه چي په هغو تازه جګړو کې چي دفوځ او دغه اسلامي تنظیم تر منځ تیره ورځ نښتي وې، په کښي ...

نور ولوله »

مسکو: یوځل بیا په زرګونو خلګو دپوټین په خلاف مظاهري کړی

نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۴: نن یوځل بیا دروسیی اولس ددغه هیواد داولسمشر ویلادمیرپوټین په خلاف لاریونونه وکړه، له سیمي څخه خبریالانو راپور ورکړی دي و چی مظاهره کی له ۱۲۰۰۰۰ زره څخه زیاتو کسانو برخه اخیستی وه ، اودلاریون تنظیمونکو کسانو خبرداري ورکړی دي چي راتلونکي مظاهره کی به له یوملیون څخه زیات خلګ دروسیی پلازمیني مسکو ښارلارو اوکوڅوته را ...

نور ولوله »

خیبرپښتونخوا: سرښندونکي برید ۵ عسکروژلی او ۱۲ ژوبل کړي دی

(نن ټکی اسیا ډیسمبر۲۰۱۱/۲۴) نن سهاروختي دخیبرپښتونخوا ایالت بنو وسلوالي کی دپاکستاني عسکرو یو مرکزباندی دسرښندونکي برید له امله ۵ عسکر وژل شوی او ۱۲ نور ژوبل شوی دي. له سیمي څخه عیني شاهدان وایی چی سرښندونکي کس خپل له باروتو څخه ډک موټر دبنو بازارکي دعسکرو له یوه تم ځای سره وجنګا وه، چی له کبله یی دغه وداني ...

نور ولوله »

سوریه: چاودنوکي ۵۰ امنیتی کسان وژل شوي او له سلو څخه زیات ژوبل شوی دي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۳) دسوریه له پلارزمیني دمشق څخه امنیتی چارواکو خبرورکړي دی چی دښارپه مرکزي سیمي کی دپولیسو یوه مرکزته څیرمه چاودنو په لسګونوپولیس وژلی او له سلو څخه زیاتو کسانوته یی ژوبله اړولي ده. دپیښی له ځایه دبي بي سی خبریال عساف عبود خبرورکړی دی چي دوژل شویو کسانو شمیره له هغه څخه زیاته ده کوم چی دولتی ...

نور ولوله »

خیبرپښتونخوا: طالبا نو یو شمیر عسکر وژلی اوتښتولی دي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۳) نن سهار وختي پاکستاني طالبانو دخیبرپښتونخوا ایالت ټانک ولسوالي کی دپا کستاني عسکرو یوه پوسته ترسخت برید لاندی راوستلي ده، طالبانو دبرید په ترڅ کی پوستي ته اوراچولي یو عسکریی وژلی، دوه یی ژوبل کړی دي، اودیرش نوریی ورسره تښتولی دي. په سیمه کی دپولیسو یوه چارواکي عابد له رسنیو سره خبرو پروخت وویل، وسلوالو له ...

نور ولوله »

امریکا د پاکستان څخه د بخښني غوښتل په کلکه رد کړه

نن ټکی آسیا: امریکا په هغه برید چي په تیره میاشت کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه مرکز يې کړی وو، او لږ تر لږه يې ۲۴ پاکستاني فوځیان وژلي وه، بخښنه غوښتل رد کړه. د پنټاګون په راپور کې چي تیره ورځ نشر سو، ویل شوي چي په پيښه کې دواړي خواوي ملامت دي، او یوازي د هغې افسوسناکي ...

نور ولوله »

عراق: بغداد کې ۱۳ پرلپسې چاودنو ۶۳ تنه مړه او ۱۸۵ تنه ټپيان کړه

نن ټکی آسیا: د عراق په پلازمینه بغداد کي د ۱۳ پرلپسې چاودنو کې ۶۳ تنه مړه او تر ۱۸۵ تنه زیات ټپیان شوي دي. د عراق څخه د امریکایانو دوتلو د رسمي اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چي په دومره پراخه او منظمه کچه داسي غټي چاودني را منځته کیږي. د بي بي سي د خبریال په قول ...

نور ولوله »