نړۍ

امریکا له فوځ څخه ۵۰۰۰۰ زره عسکربرطرفه کوي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۷)یوامریکایی لوړ رتبه چارواکی خبرورکړی دی چی دیوپلان له مخي امریکا غواړي راتلونکو ۵ کلنوکی ۵۰۰۰۰ زره عسکرکم کړی، نوموړي زیاته کړه دغه پروسه به دراتلونکی کال دمارچ له میاشتي څخه پیل کیږي. جنرال توماس پوسټک له ارمی ټايمز ورځپاڼي سره دخبروپرمهال وویل چی ترکال ۱۰۱۶ پوري به دامریکایی فوځ دوظیفه اخیستونکوشمیره ۵۲۰۴۰۰ ته ورسیږي.

نور ولوله »

ډیره بګټي: چاودني ۱۰ عسکر ژوبل کړه

(نن ټکی اسیا سپتمبر۲۰۱۱/۲۷) بلوچستان: تیره ورځ ناوخته ډیره بګټي  کي دپاکستاني عسکرومرکزته څیرمه چاودنه رامنځ شوه چی امله یی لس عسکر ژوبل شوی دي، یوه امنيتي چارواکی ویلي چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چی عسکرو له مرکز څخه کوم بل لوري ته دوسلو په لیږدلو بوخت وو.  بم خنثي کونکی ډله وایی دچاودني له ځایه ورته نورچاودیدونکی ...

نور ولوله »

بمي چاودني دمصراواسرايلو ترمنځ دګازو نل لیکه تخریب کړه

(نن ټکی اسیا سپتمبر۲۰۱۱/۲۷)تیره شپه نامالوکسانو له مصر څخه داسرایلو او اردن ته دګازو غزیدلي نل لیکه په چاودیدونکو موادو سره تخریب کړه امنیتي چارواکي وایی دسینا په شمال کی وعریش ښاګوټي ته څیرمه دمیدان په کلي کی نامالوموکسانو نل لیکه دچاودیدونکو موادو په واسطه سره تخریب کړی ده

نور ولوله »

اسلام اباد:دیوبس داوښتوله امله ۴۵زدکونکي مړه شول

(نن ټکی اسیا سپتمبر۲۰۱۱/۲۷) اسلام اباد: نن ماښام ناوخته له اسلام اباد څخه وفیصل اباد پرلاره یوه بس موټر چپه شوی چي له امله یی دبس دچلونکي په شمول ۴۵ زدکونکو ژوند له لاسه ورکړی دي. سرچینی وایی بس کی سواره دملت ګرامر سکول زدکونکي په یوه میله باندی له فیصل اباد څخه داسلام په لورتللی وو، دبیرته راګرځیدو په ...

نور ولوله »

برطانیه: دوتلو پروخت به ۱۸۰۰ فوځی موټري افغانستان کی پریږدو

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۵) برطانوی فوځي چارواکي وایی ددی لپاره چي دځواکونو دایستلو لپاره اساني جوړه کړي اراده لري چي راتلونکی کال کی له افغانستان څخه دوتلو پروخت ۱۸۰۰ فوځي موټري افغانستان کی پریږدي. دبرطانیی فوځي سرچینو خبرداري ورکړی هغه فوځی موټري چی افغانستاني کی یی پریږدي دماستیف، وارتهوج اوجاکال په نامه سره موټره دي چي بیه یی ۳ دري ...

نور ولوله »

دچین مرستیال لومړی وزیرپاکستان ته راځی

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۵)اسلام اباد: دپاکستان حکومتي رسنیو خبرورکړی دی چي سبا ته دچین هیواد مرستیال لومړی وزیر پاکستان ته رارسیدونکي دي، دچین مرستیال وزیر په داسي وخت کی پاکستان ته راتلونکی دي، چي دپاکستان اوامریکي اړیکي دتاریخ ترټولو خراب پړاوته رسیدلي دي، امریکه تورلګوی چي دپاکستان حکومت اوڅارګره اداره یی دافغاني طالبانو له حقاني ډلي سرنژدی اړیکي لري او ...

نور ولوله »

دسعودي عرب اولسمشر په هیواد کی ښځو ته لازیات اختیارات ورکړه

(نن ټکی اسیا سپټمبر ۲۰۱۱/۲۵) ریاض: دسعودي عرب اولسمشر ښاغلي عبدالله بن عبدالعزیز په هیواد کی ښځو ته په مرکزي شورای کی دغړیتوب اوهمدارنګه دښاروالي په ټاکنوکي دبرخه اخیستو او وټاکنوته دکاندید کیدو اجازه ورکړه. دیوي تلویزوني وینا پروخت ښاغلي عبدالله زیاته کړه مونږدداسي کړنو سخت مخالفت کوو چی ښځه دي له ټوني څخه لري وساتل شي، بلکه ښځه باید ...

نور ولوله »

ګیلاني دټولو سیاسي ګوندو دمشرانو عاجله غونډه راوغوښته

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۵) اسلام اباد: دپاکستان لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني نن دهیواد دټولو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره اړیکي نیولي اوپه اسلام اباد کی یی دټولوسیاسی ګوندونو دمشرانو یوه غونډه رابللی ترڅوپه هیواد کی پرروانو ناامنیو اوهمدارنګه دپاکستان اوامریکي ترمنځ پرراپورته شوی تاو اوتریخوالي باندی خبري وکړی.

نور ولوله »

په نیپال کی دیوي الوتکی دارالویدلو له کبله ۱۸ تنه مړه شول

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۵)کټمنډو: یوه وړوکي الوتکه چی سیلانیان یی دهمالیه دغرو وڅوکو دسیل لپاره وړه رالویدلي ده، دکټمنډو دهوایی ډګرچارواکی وایی دالوتکي درالویدلو له امله ۱۸ تنه سورلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي. په بودا نامي الوتکی کی ددري نیپالی الوتونکو په شمول لس تنه هندوستاني یوسمیز اوپنځه کسه نورله مختلفوهیوادونو سره تړاو لرونکی مسافرسواره وه چي همالیه ...

نور ولوله »

د خيبر ايجنسۍ تیرا سیمه کې د موټر بم چاودنه، ٤ کسان ووژل

(نن ټکی اسیا سپټمبر ۲۰۱۱/۲۴)خيبر ايجنسى: د خيبر ايجنسۍ په تيراه سیمه  کې د لشکر اسلام د ګوند اړونده  غړو پر موټر د ريموټ کنټرول چاودنه شوې چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او يو تن ټپي شوی  دى، امنیتی چارواکي وایی پېښه د تيراه په مستک سيمه کې رامينځ ته شوې ده، ويل کيږي چې د نوموړي ...

نور ولوله »