نړۍ

پاکستان: له طالبانو سره هیڅ ډول مذاکرات نه دی ترسره شوی

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۱) دپاکستان دکورنو چاور وزیر رحمان ملک دمتحده عرب اماراتو له سفیر سره دګډي خبری ناستي پرمهال وویل، حکومت یی له پاکستاني طالبانو سره هیڅ ډول خبري ندی دی کړي، نوموړي زیاته کړه کچیري طالبان غواړي چی له حکومت سره مذاکرات وکړي لومړي دي دغه کسان له غرونوڅخه راکوز شي وسلي دي دولت ته وسپاري پرتیرو کړونو ...

نور ولوله »

لیبیا: دملي انتقالی شورای او اسراییلو ترمنځ په طرابلس کی دسفارت دپرانستلو پرسر خبري رواني دي

(نن ټکي اسیا دسمبر۲۰۱۱/۱۱) یوي اسراییلي هارټس نومي ورځپاڼه داسراییلو او دلیبیا دملي انتقالی شورای ترمنځ په طرابلس کی داسراییلو دسفارت دپرانستلو په سر له پټو خبرو اترو څخه پرده پورته کړی ده. ورځپاڼی لیکلي چی په دی وروستیو کی په طرابلس کی داسراییلي چارواکو او دلیبیا دملي انتقالي شورای دمسؤلینو ترمنځ په طرابلس کی داسراییلو دسفارت دپرانیستلو په اړه ...

نور ولوله »

پاکستاني طالبانو له حکومت سره خبري کول ردکړي

(نن ټکی اسیا دسمبر۲۰۱۱/۱۱) دپاکستاني طالبانو ویاند او دغي ډلي پوری تړلی نورو چارواکو له حکومت سره دهرډول خبرو کولو مخالفت وکړ. ایسوسیټیټ پریس خبري رسنی له اوس څخه څو شیبي مخکي خبرخپورکړی دي، په خبرکي راغلي دی چي دپاکستاني طالبانو ویاند له دغي رسني سره ټلیفوني اړیکي نیولي، ورځپاني وړاندي کاږي چي دطالبان ویاند احسان الله احسان له پاکستانی ...

نور ولوله »

ددوو انجينئرانوپه شمول شپږتنه وتښتول سول

ږوب : دبرغه حسن خېل شېراني له سيمې دوه انجنئيران له دريوساتونکواوموټرچلوونکي سره وتښتول سول . تښتول سوي انجينئران خورشيداومجيب الرحمن چي دپېښوراوسېدونکي وو، له تېرودووکلونوراهيسي په ساون اېف آرسيمه کي دسکرواومعدني وسايلوله يوه شرکت سره کارکاوه . چي نامعلومه وسله والوله سيمه يزوساتونکوګلستان شېراني، دين بادشاه شېراني، زردادشېراني اوموټرچلوونکي

نور ولوله »

مسکو:زرګونو کسانو دپوټین په خلاف په مظاهرو لاس پوری کړ

(نن ټکی اسیا ډسمبر۲۰۱۱/۱۰) دروسیی په پلازمیني مسکوکی په زرګونو خلګو دتیرو ورځو ټاکنو په خلاف په مظاهرو او لاریونونو لاس پوری کړ، له هغه څخه وروسته چی روسیی کی ټاکنی وشوی او ویلادیمیرپوتین ترټولو ډيري رایی واخیستی، دنوموړي مخالف لوی دغه ډله په درغلیو تورنه کړه او دټاکنو دپایلو له منلو څخه یی ډډه وکړه.

نور ولوله »

فلیفین: الوتکه دښوونځي پروداني باندی راولویده

(نن ټکی اسیا دسمبر۲۰۱۱/۱۰) دفلفین هیواد حکومتي رسنیو خبرخپورکړی دی وایی چی نن له ماپښین څخه وروسته ددغه هیواد یوه وړوکي دسورلیو الوتکي دهیواد پلازمیني ته څیرمه کوم ښوونځي باندی راپریوته، ددغه هیواد دهوانوردي وزرات دچارواکو له لوري په یوه جاري شوی راپور کی راغلي چی الوتکه هغه وخت ځمکی باندی راپریوته کله چی دالوتکي پیلوټ له الوتني څخه لږ ...

نور ولوله »

کراچي: چاودني دوه کسه ژوبل کړه

(نن ټکی اسیا ډیسمبر۲۰۱۱/۱۰) نن له غرمی څخه وروسته دکراچي ښار یونیورسټي سړک باندی  چاودنه رامنځ ته شوه، چاودنه هغه وخت ترسره شوه کله چی دپیښي ځای ته څيرمه دپاکستاني نیمه فوځي عسکروموټر دتیریدو په حال کی وو. امنیتي مسؤلین وایی چاودنه ډير زوروره نه وه یواځي دوه تنه لاره باندي تیریدونکی کسان ژوبل شوی دي، له سیمي سره څیرمه ...

نور ولوله »

هند : داور لګیدنې له امله (۷۳) تنه وژل شوي، ګڼ شمیر ټپیان دي.

نن ټکی اسیا: دهندوستان په شمالی ایالت کلکته کې په یوه روغتون کې داور لګېدنې له امله درې اویا تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي .دکلکتې وزیراعلی ممتا بنرجي رسنیو ته دپېښې دپخلي کولو تر څنګ ويلي چې اور په یوه شخصي روغتون کې لګيدلي چې له امله یې د روغتون درې تنه کارکونکو په شمول اویا ...

نور ولوله »

په ږوب کي ديوې بلې ښځي مړی وموندل سو

دږوب ښار په ختيځ کي په خورينه سيمه کي ديوې پنځوس کلنې ښځې مړی وموندل سو. دغه ښځه سنګسارسوې اومړی يې دلويې لارې له غاړي سره نږدي غورځولی وو. دسيمي خلګوپوليسوته خبرورکړاومړی يې دږوب سول اوبياسي اېم اېچ روغتون ورسول سو. خوتراوسه نه خوڅوک په دغه تورنيول سوي اونه يې هم دفاميل اوخپلوانودرک لګېدلی دی .

نور ولوله »

کوټه: دناټو ځواکونو لپاره تیل وړونکو ټانکرانو ټرمینال باندی برید ترسره شو

(نن ټکی اسیا ډیسمبر۲۰۱۱/۰۷) له اوس څخه څوشیبي مخکي دبلوچستان ایالت سرښار کوټه کی دناټو ځواکونولپاره تیل وړونکو ټانکرانو ټرمینال دنامالومو وسلوالو ترسخت برید لاندی راغي. په کوټه کی دپولیسو یوه لوړ رتبه چارواکي، ملک ارشد له رسنیو سره خبرو پروخت وویل، نامالومو وسلوالو کسانو دغه ټرمینال دسپکو اودرنو وسلوتربرید لاندی راوستي چي له امله یی په ټرمینال کی تم ...

نور ولوله »