نړۍ

کرم ایجنسي: نامالومو کسانو دیوه ښونځي لس زدکونکي وتښتول

(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۰۲) پاکستان: خیبرپښتونخوا ایالت پوري تړلي ناکراره ولسوالي کرم ایجنسي کي نن سهار نامالومو وسلوالو له یوه ښونځي څخه لس ماشومان تښتولیدي، تیرو څو ورځو کي له کرم ایجنسي څخه دنامالومو وسلوالو له لوري تر۶۰ زیات کسان تښتول شویدي.

نور ولوله »

اسرائیلي جنګي الوتکو دخان یونس وشمال ته دري فلسطیني مجاهدین شهیدان کړه

  (نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۰۲) له فلسطین څخه دحماس دډلی ویاند رسنیو ته ویليدي، داسرائیلو دبمباریو په ترڅ کی عزم الدین قسام بریګیډ مربوط دري کسه مجاهدین شهیدان او یوه بل کس ژوبل شویدي، خبر زیاته وی چي اسرائیلي الوتکو دغزه په جنوب کي دمطاحن وڅلورلاري ته څیرمه یوه موټر په نښه کړ.

نور ولوله »

لیبیا: مخالفو ډلو له حکومت سره مشروط اوربند ته غاړه کیښوده

(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۰۱) دلیبیا دحکومت مخالفینو نن دجمعي په ورځ څرګنده کړه،په هغه صورت کي چی حکومت ته وفادار ځواکونه پر هغو سیمو کومي چي  زمونږ ترولکه لاندي دي جنګ بند کړي ، مونږ دي ته تیاریو ترڅو له حکومت سره اوربند وکړو،دحکومت دمخالفي ډلي دملی شورای مشر مصطفی عبد الجلیل رسینو ته ویلي زمونږ شرط دادي چي ...

نور ولوله »

خیبر ایجنسي: د تیلو د ټانکرانو پر تم ځای باندي برید کې درې ساتونکي مړه او درې ټانکران وسوځول سوه

نن ټکی آسیا: نن سهار وختي په خیبر ایجنسي کې د د ناټو دتیلو د ټانکرانو پر تم ځای باندي وسلوال برید وشو، چې له امله یې د تم ځای درې ساتونکي ووژل شوه او وروسته بیا وسلوالو د تیلو درې ټانکران هم وسوځول او په تیښته بریالي سول.

نور ولوله »

خضدار: ناټو ته تېل وړونکی ټانکر سوځول شوی او چلونکی یې وژل شوی دی

نن ټکی آسیا: نن د کویټي او کراچي پر لار خضدار ته نيژدې وسلوالو کسانو پر یوه ټانکر چې ناټو ته تېل وړي، ډزي وکړې او د ټانکر چلوونکې یې ځای پر ځای وواژه او یو بل ملګری یې ټپي کړ، بیا یې وروسته ټانکر ته هم اور واچوی. یوه پولیس چې جمعه خان نومیږي د سیمي څخه اسوشیتد پریس ...

نور ولوله »

بلوچستان: تربت کي دریموټ کنټرول بم چاودني ۵ کسه وژلیدي

(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۳۱) بلوچستان: نن دورځي په اخیر کی تربت کي دتمپ ولسوالي ته څیرمه دکوهاډ په سیمه کي دریموټ کنټرول بم چاودنه رامنځ ته شوه، دچاودني په نتیجه کيش یوموټر ویجاړ شوی او په موټرکي سواره دري کسه ځاي پرځای وژل شوي او دوه نور سخت ژوبل شویدي، چي وروسته ژوبلو کسانو هم په روغتون کي دسختو ...

نور ولوله »

ويكي لیکس: مولانا فضل الرحمن تر مشرف ډېر اعتدال پسنده دی

نن ټکی آسیا: مولانا فضل الرحمن چې په دا اخیره کې د دوو فدايي بریدونو څخه روغ رمټ ووتی، ویکي لیکس یې په اړه تازه معلومات نشر کړي. د ویکي لیکس ویلي چې مولانا چې کله په 2006 او 2007 کې هندوستان ته سفر وکړ، د نومړي د کال 2006 دسفر په اړه د هندوستان د چنايي ښار څخه یوه ...

نور ولوله »

خيبر پښتونخوا: د مولانا فضل الرحمن پر جلوس باندي یو وار بیا برید شوی

نن ټکی اسیا: د مولانا فضل الرحمن پر قافله باندي نن یو وار بیا په چار سده کې چاودنه شوې چې له امله یې تر اوسه د یوې ښځي او دوه پولیسو په ګډون 10 کسه وژل شوي، او تر 33 پوري نور کسان ټپیان شوي دي. امنیتي چارواکي وايي چې برید فدايي وو، او هدف یې مولانا فضل الرحمن ...

نور ولوله »

دلیبیا دبهرنیو چارو وزیر برطانیی ته تیښته کړي اود سیاسي پناه غوښتنه یی کړیده

نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۳۱)دلیبیا دبهرنیو چارو وزیر موسی کوسا وبرطانیی ته رسیدلي اود برطانیی حکومت په وړاندي یی له خپلي دندي څخه لاس اخیستی دي، دبرطانیی دبهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کي ویليدي امکان لري مونږ ددي پخلی وکړو، چی موسی کوسا دی درواني میاشتي پر دیرشم تاریخ باندي دټونس له لاري دفارنبورو وهوایی ډګر ته رارسیدلی وي، ...

نور ولوله »

عمر پټیک پاکستان کي ونیول شو

نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۳۱) اسلام اباد: پاکستاني چارواکو خبر ورکړیدي، چي دامریکي داستخباراتي شبکي سي آي ای، په مرسته یی عمر پټیک نیولیدي، څيړونکي وایی، دعمر پټیک نیول به په سویلي اسیاکي دجمعیت الاسلامیه ویره اچونکي ګوند لپاره کوم چي په سیمه کي په ډیرو وژونکو چاودونو کي لاس لري یو ملاماتونکي ګذاروي، دوو پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي ...

نور ولوله »