نړۍ

حسني مبارک ژوند لیک

د مصر ولسمشر محمد حسني مبارک د تېرې جمعې پر ورځ له ۱۸ ورځو لاریونونو وروسته له واکه لیرې کېدو ته اړ شو .حسني مبارک نژدې ۳۰ کاله پر مصر واکمني وکړه، چې دا په دغه هېواد کې تر ټولو ډېره واکمني ده او په ۱۹۵۲ کال د شاهي نظام دوران له منځه ولاړ .حسني مبارک د ۱۹۲۸ د مۍ ...

نور ولوله »

دمصر غورزنګ نړي ولړزوله‏

د مصرغورنګ او د خلکو خپلواک زورد ټولو نړۍ خلکوته د عبرت او پند درس ….. اتلس ورځی کیږی چه د مصر د خلکو غریبه، روشنفکره، او ځوانه طبقه د بیکاری او وزګاری له کبله د خپلو پاکو غوښتنو په هیله  د مصر د ستر سپهسالار او ظالم دیکتاتور پر ضد  د قاهری ، اسکندریه ، سویز کانال او نورو ...

نور ولوله »

عاجل خبر: حسنی مبارک د مصر اولس مشري پرېښودله

نن ټکی آسیا: د حسنی مبارک نوی ټاکل شوي نایب عمر سلیمان اوس دستی لږ ګړی مخکي په خپل یوه بیان کې وویل چې د روان کړکیچ له وجې د مصر اولس مشر حسنی مبارک دا فیصله وکړه چې نور د خپلي دندي څخه لاس واخلي، او خپل ټول واک د مصر مسلح فوځ ته وسپاري.. په میدان تحریر کې ...

نور ولوله »

مصر: پاریدليو مظاهره چیانو ولس مشریزه ماڼۍ کلابند کړه

نن ټکی اسیا + نړیوالې رسنۍ دمصري ولسمشرحسني مبارک بیګانۍ وینا چې خپل مرستیال عمرسلیمان ته یې دواک سپارلوپه اړه وکړه مصري پاریدلي مظاهرچیان لا په غوصه کړل . نن دجمعې لمانځه داداکولوپه مهال دآزادۍ په میدان کې تر۲ملیونو زیاتومظاهره چیانو دمبارک دتیرې شپې دوینا په خلاف په سخت غبرګون ښودلو سره دنوموړي په خلاف شعارونه ورکړل

نور ولوله »

امریکا په واشنګټن کې پاکستاني سفیر ته دشړلو خبرداری ورکړی

له واشنګټن نه خپرو شویو خبرونو کې راغلي سپینې ماڼۍ په واشنګټن کې دپاکستان سفیر حسین حقاني ته خبرداري ورکړي که پاکستان ددوي نیول شوي ډیپلومات ریمنډ ډیوس له بنده ازاد نکړي دوي به یې له ملکه وشړي. سپینې ماڼې ویلي چې که ریمنډ دجمعي دورځي ترمازیګره په اسلام اباد کې ددوي سفارت ته ونه سپارل شي نه   یوازي دا ...

نور ولوله »

حسني مبارک: دواک ځینې چارې مرستیال ته سپارم او ترانتخاباتوپوري به په قدرت کې یم

دمصر اولسمشر حسني مبار تیره شپه ناوخته وروسته له اولس ورځو ناارامیو دټلویزون له لارې اولس ته په خطاب کې وویل چې دواک ځينې چارې به خپل مرستیال عمرسلیمان ته وسپاري او خپله به تر راتلونکو انتخاباتوپ ورې په واک کې پاته شي ،نوموړي دا نه ده واضحه کړې چې کوم کوم اختیارات به وسپاري. حسني مبارک وویل داولس معترضوځوانانو ...

نور ولوله »

مسعود کوثر د خیبر پختونخواه صوبې لپاره نوې ګورنر نومولی شوی دی

نن ټکی آسیا: د پاکستان پيپلز پارټی مشر او د خیبر پختونخواه پخوانی سپېکر مسعود کوثر د خیبر پختونخوا صوبې لپاره د نوي ګورنر په توګه وټاکل سو. ښاغلی مسعود کوثر د خیبر پختونخواه د پخواني ګورنر اویس احمد غني د وخت پوره کیدو وروسته د پاکستان د صدر اصف علی زرداري له خوا په دغه دنده ګمارل شوی دی.

نور ولوله »

د عراق په نوو چاودنو کې لسګونو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: نن د عراق په کرکوک ښار کې درې پرلپسې د موټر بم په چاودنو کې لږ تر لږه 7 کسه وژل شوي او 68 نور یې ټپیان شوي دي. یو ځاي امنیتي چارواکي فرانس پرس ته ویلي چې په دغه درو چاودنو کې لږ تر لږه 6 کسه وژل شوي، او 36 نور ټپیان شوي دي. ده ...

نور ولوله »

په تهران کې سنیان په کورونو کې هم د جماعت له لمانځه منع شول

د ایراني سنیانو سرچینې وايي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د تهران په لوېدیځ کې د سعادت اباد په سیمه کې پر یوه کور برید کړی چې سُني مسلمانان به پکې د لمانځه لپاره راټولېدل. د ایران سنیان د خپل هیواد په شپاړس ملیوني پلازمېنه کې اجازه نه لري چې جومات ولري .دا په داسي حال کې ده چې ...

نور ولوله »