نړۍ

په امريکا کي دمالي بحران له امله څلور بينکونه بند شول

دترلاسه شوي رپوټ مطابق له دې څلورو بينکونو سره په روانه مياشت کي دامريکاد بند شويو بينکونو تعداد اوو ته ورسيدچې دټول املاک قېمت يې کابو دوه اربه اويا کروړه ډالره کېږي. بايدياده يې کړو چې په 2010 کال کي دامريکا يو سل او اوه پنځوس او په 2009 کي يو سل اوڅلوېښت بينکونه دمالي بحران له کبله بند شوي ...

نور ولوله »

تازه خبر: دای اس ای پخوانی افسر کرنل امام ووژل شو

نن تکی اسیا / دای اس ای داستخباراتی شبکې پخوانی افسر کرنل امام   ووژل شو، په ترلاسه شوي خبر کې راغلی کرنل امام تیر کال دمارچ په میاشت کې له بنو نه دوزیرستان پر لوري روان وو چې دوسلوالو کسانو لخوا دنوموړی له دوو ملګرو سره وتښتاوه .

نور ولوله »

په اورکزایی ایجنسی کی دری پولیس اویوه ملکی وګړی ووژل شول

دری پولیس اویو ملکی وګړی هغه وخت ووژل شول کله چه دپولیسو دګزمی موټر دسړک په غاړه کی دیو ښخ شوی ماین دچاودنی ښکارشو چارواکی وایی چه ماین په سیمه کی دنامعلومو ارپکو له لوری ښخ شوی وو په چاودنه کی دپولیسو موټړ په مکمله توګه وران شو او په پیښه کی څلورکسان زخمیان هم شول چه په سیمه کی ...

نور ولوله »

سوډان: په دارفور کې ۲۱ کسان ووژل شول

دسوډان په دارفور سيمه کې دحکومتي پوځ اوياغي مليشوترمنځ په يوه خونړۍ نښته کې ۲۱ کسان وژل شوي اوګڼ نور ژوبل شويدي. دفرانسې خبري اژانس دخبرله مخي دغه جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې دسوډاني پوځ يوکاروان د دارفور دکفور په سيمه کې دياغي مسيحيانو له يوه کمين سره مخامخ شو. دسوډاني پوځ يوه ډګروال اژانس ته څرګنده کړيده چې ...

نور ولوله »

په عربستان کې یوه تن ځان په اور سوځلی

(نن تکی اسیا ) دسعودی عربستان   حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلی   دهیواد په جنوب دجازان په علاقه کې یوه تن په خپل ځان پطرول شیندلي او ځان ته یې اور اچولي. دسعودی پولیسو ویلی دا تن ځان ته له اوراچونې وروسته نیژدې روغتون ته انتقال شو چی دشدیدو زخمونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه .

نور ولوله »

دتيونس داحتجاج لړۍ الجزاير ته هم ورسيدله

په تيونس کې دری اونۍ وړاندي پيل سوی احتجاج اوس ورځ په ورځ خپله لمنه دسيمي نورو عربي هيوادونو ته غزوي.په ګاونډي هيواد الجزاير کې هم نن په زرګونو مظاهره چيان واټونو ته راوتلي وو او دډيموکراسۍ اوبشري حقونو داعادې لپاره يې شعارونه وکړل. پوليسو ددغو مظاهرو دمخنیوي لپاره پرمظاهره چيانو اوښکي بهونکی ګاز وشيندل او ډزي يې ورباندي وکړې.ددغو ...

نور ولوله »

البانیا: دحکومت ضد لاریونونوکې 50 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دنړیوالو خبري سرچینو دخبر په حواله دالبانیا په مرکز تیرانا او نور سیمو کې دحکومت ضد لاریونونه دوام لری ،له سیمې نه په وروستیو ترلاسه شویو خبرونوکې ویل شوي تراوسه پوري دپولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ به اخ ډب کې ۳تنه مړه او تر پنځوسو زیات کسان ټپیان دي ، په زخمیانو کې ۲۰ تنه یې پولیس ښودل شوي.

نور ولوله »

امریکا قاري حسین دپاکستاني طالبانو مشر په تور لیسټ کی راووست

نن ټکی آسیا: د امریکا حکومت اعلان کړی چې قاري حسین په پاکستان کې د طالبانو قومندان یې د ترهګرو په خپل تور لیسټ کې داخل کړی. د وزارت خارجي په یوه بیان کې راغلې چې هیلري کلنټن ددغه پاکستاني طالب مشر قاري حسین نوم د 13224 پریکړي پر اساس په دغه لیسټ کې راوستلی.

نور ولوله »

په ټونس کې دسیاسي ډلو پرفعالیت بندیز ختم شو

دټونس نوی حکومت اعلان کړی چې ټولې اسلامی او سیاسي ډلې او احزاب اجازه لری چې  خپل فعالیت وکړي پخوانی بندیزونه یې ټول لری کړي همداراز نوی حکومت ټولو سیاسی بندیانو دخوشی کیدو امر صادر کړی . تردې وړاندی په تونس کې ډیرې داسی ډلې وي چی دفعالیت اجازه یی نه درلوده

نور ولوله »

عراق: خونړیو چاودنو 65 کسان مړه او 150 ژوبل کړه

نن ټکی آسیا/ رسنۍ پرون ورځ په عراق کې یو وار بیا خونړي وه، په دوو فدايي بریدو کې چې د موټر په واسطه تر سره سوله 60 شیعه مذهبه عراقیان مړه او 150 نور ژوبل شوه. د کربلاء د شوری مشر محمد الموسوي وویل چې دغه بریدونه د کربلاء ښار ته د ننوتلو پر لوی لارو وسوله، کله چې ...

نور ولوله »