نړۍ

د کونړ د مرستیال والي دوه وروڼه هم ورک دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): تېره اونۍ د کونړ ولایت مرستیال والي محمد نبي احمدي د پاکستان په پيښور ښار کې هغه مهال د نامعلومو وسلوالو له لوري وتښتول شو کله چې يې غوښتل په «ډبګرۍ» سیمه کې یوه ډاکټر ته ځان ور ښکاره کړي. که څه هم تر اوسه د نوموړي هیڅ درک نه دی لګېدلی خو ...

نور ولوله »

پاکستان او ایران د افغانستان په اړه ناسته کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان او ایران د افغانستان په اړه نن د چهارشنبې په ورځ یوه ناسته وکړه. د خبرپاڼې سره سم دواړهو اړخونو پر دې هوکړه وکړه چې د افغانستان سوله د سیمې لپاره اړینه ده. د بهرنیو چارو وزارت ...

نور ولوله »

نيويارک کې يوه سړي پر خلکو د موټر خېژولو له امله اته کسان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا متحده ایالتونو نيويارک ښار کې يوه موټر چلوونکي پر خلکو موټر خيژولی، چې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او دولس نور ټپيان دي. د رپوټونو له مخې يوه شپږ ويشت کلن سړي له موټره په داسې حال کې سره راويستی و، چې ټوپک يې هم په لاس ...

نور ولوله »

امریکا له پاکستانه خپلې نهه پوځي چورلکې بېرته واخيستې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۶): امریکا له پاکستانه هغه نهه پوځي چورلکې بېرته واخيستې، چې په ۲۰۰۲ کال کې يې پر ډيورنډ کرښې د مخالفينو د څارلو لپاره ورکړې وې. د پاکستان جيو نيوز ټلويزون ويلي، چې څه موده وړاندې امریکا له پاکستانه د خپلو پوځي چورلکو د بېرته اخيستو غوښتنه کړې وه، چې څلور يې څو ...

نور ولوله »

د کونړ مرستيال والي په پېښور کې نامعلومو وسله والو تښتولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۶):د کونړ مرستيال والي احمد نبي احمدي په پاکستان کې د نامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوی. مرستيال والي چې د ځينو سرچينو په وينا پېښور ته د درملني په موخه تللی وو د کوزي پښتونخوا په ډبګرۍ سيمه کې تښتول شوی. پېښه پرون د ورځي ناوخته مهال را منځته شوې. په پيښور ...

نور ولوله »

سرچینه: د سعودي پاچا «سلمان بن عبدالعزیز» عصبي ناروغ دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لړم، ۱۳۹۶): د برتانیې «ډیلي میرر» ورځپاڼې په سعودي کې وروستیو لویو بدلونو ته په اشاره په یوه مفصل راپور کې ویلي چې ددغه هیواد پاچا سلمان بن عبدالعزیز د عصبي تکلیف څخه کړیږي او یوازي په ورځ کې لږ ګړی په ځان پوهیږي چې شاوخوا یې څه روان دي. ورځپاڼې د تیري ورځې په ...

نور ولوله »

د روسیې دفاع وزیر د قطر امیر ته «کلاشنکوف» تحفه ورکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لړم، ۱۳۹۶): د روسیې دفاع وزیر د تیرې چهارشنبې په ورځ قطر ته سفر کړی و او هلته یې د نورو چارواکو تر څنګ د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد سره هم ولیدل. په خپل لومړي سفر کې د دفاع وزیر سیرګي شویګو د قطر امیر ته یو کلاشنکوف هدیه ورکړ. ویل کیږي ...

نور ولوله »

همایون عزیزي د هالنډ پاچا ته د سفیر په حیث باور لیک وړاندي کړ – انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لړم، ۱۳۹۶): د کندهار پخوانی والي چې په یوه چاودنه کې ټپي او بیا د علاج لپاره خارج ته ولیږل شو، یو وار بیا جوړ شوی او د سفیر په حیث په هالنډ کې ټاکل شوی دی. نوموړي تېره ورځ د دغه هیواد پاچا ته د سفیر په حیث خپل باور لیک وړاندي کړ. په ...

نور ولوله »

برتانیا: د اسرائیل په جوړولو فخر کوو، پر سلیزه به یې جشن لمانځو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): د برتانیې لومړۍ وزیرې «ټیریزا ماي» ددغه هیواد په پارلمان کې وویل چې مونږ فخر کوو چې د اسرائیل دولت په جوړلو کې مو مهم رول ادا کړ، مونږ به ددې هیواد د را منځته کېدو پر سلیزې جشن ولمانځو. د «بلفور تړون» په کال ۱۹۱۷ کې د یهودو او د برتانیې د ...

نور ولوله »

سعودي کې د «جاز موسیقي» محفل د جوړولو اعلان

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶): د سعودي عربستان د يوه صنعتي زون له لوري د روان کال د پای په مراسمو کې د «جاز موسیقي» د محفل جوړولو اعلان شوی دی. د صنعتي زون دا پرې کړه د هغې تګلارې برخه ده، چې د هېواد د اقتصاد انحصار بايد پر تېلو راکم شي او ورسره د سېل او ...

نور ولوله »