نړۍ

په لاهور کې نامعلومو کسانو یوه برتانوۍ میرمن تښتولې

(نن ټکی اسیا) دایران راډیو دپشتو څانګې دخبر په حواله دپاکستان په لاهور کې ناپیژانو کسانو یوه برتانوۍ میرمن (جیما لویس ویلیم) او دهغې پاکستانی خاوند اویس حیدر په نامعلوم لوری تښتولي . خبر زیاتوی تښتونکو دهغو ي دخوشي کولو به بدل کې د پنځه ملیونه روپیو غوښتنه کړې

نور ولوله »

خیبر پښتونخوا: په هنګو کې چاودنې 18 تنه ووژل

(نن ټکی اسیا ) له خیبر پښتونخوا نه په رارسیدلو خبرونوکې راغلی نن سهار وختی دموتر و په تم ځای کې یوې زورورې چاودنې پنځلس تنه ووژل . وروستی رارسیدلی معلومات وایی چی چاودنه په یوه منی بس موټر کې ترسره شوې چې دکوهاټ پر لور دجوزره په سیمه کې په حرکت کې وو .

نور ولوله »

په ایران کې داعدامونوپر ډیروالې دبشر حقوقوټولنې انتقاد کړی

ننن ټکی اسیا /خبری رسني په ایران کې دبشر دحقوقو ټولنې ویاند (آرون رودز ) په یوه خپره کړې اعلامیه کې په ایران کې داعدامونو پر ډیروالي اندیښنه ښودلې .نوموړی وایي چی په تیرو شپاړسو ورځو کې ۴۷ اعدامونه ترسره شوي ، دی وایي چی اکثرا اعدامونو دسیاسی موخو او اهدافو دترسره کولو لمخي په دستوري توګه ترسره کیږی ،او ...

نور ولوله »

د پاکستان تجاراتی ښار کراچی کښی یو ځل بیا د کاربندیز اعلان شو

د پاکستان کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د کراچی پولیسو ته امر کړی دی چی د کراچی ښار ځینو سیمو کښی د کاربندیز اعلان کړی .رحمان ملک چی د پاکستان وزیر اعظم سید یوسف راضا کیلانی پر وینا کراچی ته تللی وه نوموړی چی د سند اعلی وزیر قیم علی شاه سره د لیدو وروسته د کراچی په هوای ډکر ...

نور ولوله »

پاکستاني پوځ دپروپاګنډې نوي لړۍ پيل کوي

اسلام آباد،نن ټکی آسيا/اې ايف پي:  پاکستاني پوځ دولس په تېره بيا دپښتنو په منځ کې دخپل انځور دښه کولو لپاره اوس دپروپاګنډې دنويو بڼو د ازمويلو پريکړه کړيده. فرانس پرېس خبري اژانس دپاکستاني پوځ دسرچينو له خولې نن راپور ورکړ: وروسته له دې چې پاکستانی پوځ په پښتونخوا په تېره بيا دسوات په سیمه کې دبشري حقونو په پراخه ...

نور ولوله »

مشرف: دسپکاوي قوانين دي داجتهاد او اجماع له لاري ختم سي

دپاکستان پخواني پوځي دکتاتور جنرال پرويز مشرف غوښتنه کړيده چې په پاکتسان کي دي د رسالت دمقام دسپکاوي او دهغه دسزاپه اړه جوړ سوي قوانين د اجماع او اجتهاد له لاري له منځه یوړل سي. په لندن کې دخپل ګوند دغړو ټاکلوپرمهال ښاغلي مشرف زياته کړه چې په ټوله نړۍ اوپه تېره بياپه پاکستان کې دمسلمانانو ستونزه داده چې هغوي ...

نور ولوله »

په عراق کې څلور امریکایی عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي

نن ټکی آسیا/رسنۍ په عراق کې یرغلګر امریکايي فوځ اعلان کړی چې ددوی یو عسکر د عراق په منځنی سیمه کې نن د شنبې په ورځ ووژل شو، او درې نور سخت ټپیان شوي. دا مرګ ژوبله امریکایانو ته هغه وخت واوښتله کله چې عراقي فوجیانو د موصل په ښار کې پر دوي ډزي وکړي.

نور ولوله »

په پاکستان کې د ناټو شل د تیلو ټانکران سوځول شوي

نن ټکی آسیا: د بلوچستان په علاقه نصیر آباد کې چې ډیره مراد جمالي ته نیژدې ده او د کویټه جنوب غربی سیمی ته په 100 کیلومتری کی پرته ده..نامعلومو وسلوالو د ناټو شل د تیلو ټانکرانو باندي ډزی کړي او بیا یې اور ور اچولی. ټانکران چې د یو هوټل مخي ته ولاړ وه، په دغه برید کې ۲۰ ...

نور ولوله »

کراچي :دنامعلومو کسانوپه ډزو کې دسندد وزیراعلی پیلوټ ووژل شو

(نن ټکی اسیا) له کراچي نه په تازه ترلاسه شویو خبرونوکې ویل شوي نن ورځ هم دکراچي په مختلفو سیمو کې ډزو او تشدد دوام درلود. په وروستیو ترلاسه شویو معلوماتوکې راغلي نن دورځې دګلستان جوهر ته څیرمه درابعه سیټي سیمه کې نامعلومو کسانو پر یوه موټر ډزې وکړي چی له امله یې په موټرکې سپور یو کس ووژل

نور ولوله »

کراچۍ :په 24ساعتونوکې دجیودخبریال په شمول 18تنه وژل شوي

(نن ټکی اسیا) له سیمې نه په تازه ترلاسه شویو خبرونوکې راغلی په ۲۴ ساعتونوکې  د پاکستان دکراچي ښار په مختلفو سیمو کې دوسلوالو کسانو په ډزو کې دجیو نیوز خبریال ولی خان بابر په شمول ۱۸ تنه وژل شوي او زیات شمیر ټپیان دي .

نور ولوله »