نړۍ

د ایران دوې حربي بیړي پر سویس واله باندي تیري سوې

نن ټکی آسیا: د قناة السویس يا (سويس وياله) ځینو رسمي سرچینو ویلي چې د ایران دوې حربي بیړی په سویس کانال کې نن د سې شنبې په ورځ تیري سوي، او دا د کال 1979 وروسته اول ځل دې چې ایراني حربي بېړی پر دغه مصنوعي واله باندي بحر متوسط ته تیریږي. اسرايل د ایران له خوا دغه اقدام ...

نور ولوله »

پاکستان: یو مربع میټر ځمکی د ۵ نفرو ژوند واخیست

پیښه دپاکستان د پنجاب ایالت شیخوپوره ښارمربوط شرقپورنومی کلی رامنځ ته شویدی.له سیمه څخه خبری رسنی وایی چه پیښه  له هغه وروسته رامنځ ته شوه کله چی تیر ماښام ددوو وروڼو ترمنځ دیومربع میټر ځمکی پر سر لفظی جنګ وشو.

نور ولوله »

دبلوچستان ایالت سمندری ښار ګوادر کی چاودنی اوډزی

پاکستانی خبری رسنیو خبرورکړی چی نن سهارد ۱۱ بجوشا اوخوا دګوادرښار جنت بازارکی چاودنی اوډزی وشوی.چاودنه دیو هوټل مخکی رامنځ ته شویده چی هدف یی دحکومتی چارواکو موټر وو، اوله سیمی څخه عینی شاهدان وایی چی چاودنی دریموټ کنټرول په واسطه ترسره  شویده موټرکی سورو سپرلیو ته یی مرګ ژوبله اړولی ده تراوسه پوری ددوو چارواکو دوژنی اوڅلوروټپیانوخبرورکول شویدی.

نور ولوله »

بنديزونه دايران داتومي پرمختګ په وړاندي خنډنشي جوړېدای : وال سټريټ ژورنال

دامريکاي خفيه ايجنسوپه خپل کلني راپورکي ويلي چې دايران داتومي پرمختګ په وړاندي دنړۍ بنديزونه هيڅ خنډنشي جوړولای. امريکايي اخباروال سټريټ ژورنال په خپل يوه راپورکي ويلي چې بنديزونه، دايران داتومي کاميابي ددرولواودلوېديځ غوښتنوته په عملي جامه ورکولوکي اغېرمن نشي ثابتېدای.

نور ولوله »

دعربی نړی له ښورښت نه وروسته دمراکش خاوره هم په جوش کی راغله

دتونس اومصر د انقلابونو څخه وروسته پاتي عربي نړی هم په مظاهرو او لاریونونو لاس پوری کړی. له تیرو څو ورځو راهیسي په یمن، لیبیا اوبحرین کی خلګ دهیوادونو دلویو ښارونو لارو او کوڅو ته راوتلی دی او دحکومت په ضد مظاهرو یی لاس پوری کړیدی.

نور ولوله »

ریمنډ ډیوس دامریکاداستخباراتوسړي دي

ریمنډ ډیوس تیره میاشت دپاکستان دلاهور په ښارکې دوه پاکستانيان په ډزو ووژل ،وروسته نوموړي دپاکستان دامنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو. دریمنډ ګرفتاري دپاکستان او امریکا اړیکې یوه اندازه خرابې کړې ،څو ورځې وړاندې امریکايي چارواکواو دپاکستان بهرنیو چارووزارت وویل چې نوموړي یو ډیپلومات دي چې دویانا دتړون لمخې دخوندي توب حق ورته حاصل دي.

نور ولوله »

دریمنډ ډیوس له نیولو څخه وروسته اول ډرون برید

تیره ورځ جنوبی وزیرستان اعظم ورسک ته نژدی پر یو کور باندی امریکایی بی پیلوټه طیارو دری پرله پسی بریدونه وکړل چې په نتیجه کی یی شپږ کسان شهیدان شول، دسیمی خلګ وایی چی شهیدان شوی کسان ټول ملکی وګړی وه اوله طالبانو سره یی هیڅ ډول اړیکي نه درلودی.دریمنډ ډیوس له نیولو څخه وروسته دا دامریکایانو له طرفه اول ...

نور ولوله »

دکرنل امام مړی وموندل شو

پاکستانی خبری منابعوخبرورکړیدی چی دای ایس ای پخوانی مشر سلطان امیر تارړ چی په کرنل امام سره شهرت لری تیره ورځ میرعلی ته نژدی دکرم کوټ په سیمه کی وژل شوی پروت وه له بله پلوه دپاکستانی طالبانو دپاڅون مشر حکیم الله محسود په یوه ویډیوی پیغام کی دکرنل امام دوژلو پړه په غاړه اخیستی اوزیاته کړیده چی کرنل امام ...

نور ولوله »

دامريکا او پاکستان تعلقات له مشکلاتو سره مخ دي : هيلري کلينټن

د امريکا دخارجه چارو وزيري هيلري کلينټن منلي چې دامريکا او پاکستان ترمنځ تعلقات له مشکلاتو سره مخ دي، نوموړي وويل چې دواړو ملکونو ته په کارده چې داختلافاتو په لري کلوکي په ګډه کار وکړي.

نور ولوله »

ليبيا، يمن اوبحرين کي دمظاهروشدت، 62 لاريونيان وژل شوي

منامه/طرابلس/صنعا…ليبیا، يمن اوبحرين کي دحکومت په ضدلاريونونوکي تېزي راغلي ده.په ليبياکي پنځوس، يمن کي څلوراوپه بحرين کي اته تنه لاريون کونکيودخپلوځانونونذرانه ورکړه.  دبحرين په پلازمېنه مناماکي دپنجشنبې په ورځ دپوځيانوپه ډزوکي څلورتنه مظاهرين ووژل شول دجمعې په ورځ له جنازې څخه داګرځېدونکوپه جلوس باندي پوځيانوله څرخکوڅخه پيرونه وکړل چې له امله يې څلورنورلاريونيان ووژل شول.

نور ولوله »