نړۍ

شاه محمود قریشي : ریمنډ ته ډیپلوماتیک خوندي توب نه دي حاصل

دپاکستان دبهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي په یوه خبري ناسته کې ویلي د دوو پاکستانیانو قاتل ریمنډ ډیوس ته دویانا کنونشن لمخې پوره ډیپلوماتیک مصؤنیت نه دي حاصل . نوموړي له دندې نه دلري کیدو وروسته په لومړی ځل اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې تردې وړاندي ده اصلي حقیقت نه شواي ښکاره کولای، ده ته ویل ...

نور ولوله »

لیبیا: دهیواد دوهم لوی ښار بن غازی هم مظاهرو ولړزاوه

دلیبیا دوهم لوی ښار بن غازی هغه وخت لاریونونو اومظاهرو وښوراوه کله چی دحکومت یومخالف مشر دچارواکو لخوا ونیول شو. خبرزیاته وی چی  دحکومت د مخالف مشر له نیول کیدو څخه وروسته دمظاهره کونکو اوپولیسو ترمنځ سخت اخ اوډب رامنځ ته شو چی له امله یی په لسګونو خلګ ټپیان شول.

نور ولوله »

امریکی سناتور جان کیری پاکستان ته راورسید

دپاکستانی سیاستوالو ډيرنژددی ملګری جان کیری تیر ماښام دلاهورښارته راورسید، چیری چی تیره میاشت یو امریکایی په مخامخ ډزوباندی دوه بی ګناه پاکستانی وګړی ووژل. په لاهورښارکی دامریکی په قونصلګری کی په یوه خبری غونډی کی جان کیری خبریالانو ته وویل زه پاکستان ته ددی لپاره راغلی یم ترڅو له پاکستان سره تل پاتی دوستی نوره هم ټینګه کړم.

نور ولوله »

دپاکستان خارجه وزارت : ریمنډډیوس دقونصلګرۍ ډیپلوماټ دي

 دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت په یوه تازه خپاره شوي بیان کې ویلي ددو پاکستانیو قاتل ریمنډ ډیوس یو امریکايي ډیپلوماټ دي نوموړي په پاکستان کې دیوه امریکايي سفارت کار په حیث تعین شوي دویاناکنونشن لمخې نوموړی یو استثنایي حالت لري. دویانا کنونشن لمخې یو خارجی ډیپلومات چې کله له یوه داسی پیښې سره مخ شی لکه ریمنډ چې دي همدا تړون کولای ...

نور ولوله »

پاکستان: دګازو نل لیکه یوځل بیا تخریب شوه

دبلوچستان ایالت دډیره مرادجمالی ولسوالی دپیټ پیدرپه سیمه کی د ګازو نل لیکه یوځل بیا دنامالومو تخریب کارانو لخوا تخریب شوه په سیمه کی عینی شاهدان وایی چی چاودنه دومره زوروره وه چه په ږغ سره یی دسیمی ټول خلګ له کورونو څخه راووتل.

نور ولوله »

امریکا: د هالبروک ځای ناستی ونومول سو

نن ټکی آسیا: د امریکا وزارت خارجه د افغانستان او پاکستان لپاره خپل نوی نماینده ټاکلی. دغه وظیفه چې د پخواني نماینده هالبروک د مړیني وروسته خالي پاته وه، ویل کیږي چې پر سر یې د سپیني ماڼی او وزارت خارجه په منځ کې مخالفت پیدا کړی وو، چې له کبله یې د نوي استازي ټاکل تر اوسه ځنډیدلي وه. ...

نور ولوله »

ایرانی ولس هم دحکومت ضد مظاهرو لاس پوری کړ

له ایران څځه په رارسیدلی راپورونوکی ویل کیږی چی تیره ورځ ګڼ شمیرمظاهره کونکو دایران پایتخت تهران ښار ولارو اوکوڅوته راوتلی اودحکومت ضد شعارونه یی ورکول له بله پلوه دامریکا دباندنیو چارو وزیری هیلری کلنټن په ایران کی له مظاهره چیانو سره ټینګه خواخوږی ښودله ده، نوموړی زیاته کړه چی دایران ولس هم لکه دمصر ولس حق لری چی لارو ...

نور ولوله »

بلوچستان ایالت کچلاک ښارګوټي کی لویه مظاهره وشوه

نن ټکی اسیا: تیره ورځ کویټه ته څیرمه کچلاک ښارګوټی کی دسیمی عاموخلګو یوه لویه مظاهره وکړه. مظاهره چیانو دحکومت په خلاف شعارونه ورکول او ویل یی چه څه دپاسه دوی اوني کیږی په سیمه کی نه بریښنا اونه هم ګاز وجود لری اوخلګ له ډیرو سختو ستونځو سره لاس او ګریوان دی.

نور ولوله »

د نوي ډيلي پر هوايي ډګر پاکستانی سندرغاړی ونيول شو

د پاکستان یو مشهور سندرغاړی راحت فتح علي خان د نوي ډيلي پر هوايي ډګر له ١٢٤٠٠٠ امریکايي ډالرو سره نیول شوی، چې ویل کېږي په ناقانونه توګه یې لېږدول . چارواکي وايي، سندرغاړی له نوي ډيلي څخه د تېرې یکشنبې پر ورځ د دبۍ پر لور روان و، چې ماسپښين پر هوايي ډګر تر درول کېدو وروسته ونیول شو ...

نور ولوله »

په بلوچستان کې د ګیس درې نور پيپونه تخريب شوي

نن ټکی آسیا: پرون د یکشنبې په ورځ د بلوچستان د بګټي او سوی په سیمه کې د ګیس د توزیع پر دریو پيپو باندي چاودني وشوې چې له امله یې د ګیس توزیع ته یو وار بیا سخت زیان رسیدلی.امنیتي چارواکو ویلي چې چاودیدونکي مواد د پیر کوه سیمي ته نیژدې د ګیس د توزیع 8 انچه او 16 ...

نور ولوله »