نړۍ

د سعودي یوې الوتکې ۲۷ کاله وروسته بغداد ته پرواز وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): وروسته تر ۲۷ کالو د سعودي یوې مسافر وړونکې تجارتي الوتکې بغداد ته پرواز وکړ. د سعودي او عراق تر منځ د ۱۹۹۰ څخه د الوتکو تګ او راتګ هغه وخت بند شوی وو کله چې د عراق پخواني ولسمشر صدام حسین پر کویټ یرغل وکړ. د سعودي رسنیو د راپورونو سره سم ...

نور ولوله »

سوریه: د بشار الاسد د نظامي ځواک یو مهم قومندان وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د عصام زهر الدین په نامه د بشار الاسد د پوځ یو لوړ رتبه قومندان په دیر الزور ولایت کې وژل شوی دی. د سوریې د دولتي چارواکو په وینا نوموړی د دیر الزور ښار په «حویجه» سیمه کې پر یوه ماین وخوت چې له امله یې ومړ. د الجزیرې د راپور سره ...

نور ولوله »

امریکا له هنده غوښتي، چې پر پاکستان «نظر ساتلو» کې ورسره مرسته وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې نکي هيلي ويلي، چې متحده ایالتونه له هند څخه غواړي، چې د پاکستان څارلو او نظر ساتلو کې ورسره مرسته وکړي. د نکي هيلي په باور امریکا داسې حکومت نه شي زغملی، چې له ترهګرو سره مرستې کوي او خوندي ځايونه ورکوي. په واشنګټن کې «د ...

نور ولوله »

روسیه او ناټو د افغانستان په اړه غونډه کوي

zamir-kabulov-2009-9-12-3-40-18

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ویلي، چې د روسيې او ناټو استازې د روانې مياشتې په شپږويشتمه د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي. الماني رسنيو د ضمير کابلوف له خولې ليکلي، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به روسيه د افغانستان ...

نور ولوله »

سعودي پاچا د احادیثو پر شرحې د څار لپاره د ځانګړي کميسيون جوړولو امر کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د نوي شاهي فرمان له مخې د نبوي احاديثو د څار او تفسير لپاره داسې يو کميسيون د جوړولو امر کړی، چې دغه احاديث «د سخت دريځۍ او ترهګرۍ» لپاره ونه کارول شي. د سعودي د اوقافو وزارت ویلي، چې  دغه کميسيون به «ناسم نصوص، افراط، ترهګرۍ ...

نور ولوله »

سوریه: «ابومحمد الجولاني» چې روس یې د ټپي کیدو دعوه کول، په یوه ویډیو کې را څرګند شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): په سوریه کې د جهادي ډلو اتحادیې «هیئة تحریر الشام» مشر «ابومحمد الجولاني» دوې اونۍ وروسته تر هغه په یوه ویډیو کې را څرګند شو چې روس یې د سخت ټپې کېدو خبر ورکړی وو. قریب دوې اونۍ تر مخه د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی وو چې د سوریې په ادلب ...

نور ولوله »

پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري لګول شوې کټارې او تاسیسات – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان پوځ وايي چې پر ډیورنډ کرښه یې ځکه کټارې لګولې تر څو د وسله والو مخالفینو د تګ او راتګ مخه ونیسي او د افغانستان د حکومت څخه یې هم غوښتي چې باید خپل په اړخ کې هم ورته اقدام وکړي. نن د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني پوځ یوه ...

نور ولوله »

د کویټ د پارلمان رئیس په اسرائیلي پلاوي خپله غوصه سړه کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د کویټ د پارلمان رئیس (مرزوق غانم) د نړیوالې بین الپارلماني ټولنې په غونډه کې د اسرائیلو پلاوي ته مخامخ ستغې او توندې خبرې وکړې. ښاغلي غانم تېره ورځ د روسیې په سانت پتروسبرګ ښار کې د بین الپارلماني ټولنې په ۱۳۷مه غونډه کې د خپلې وینا پر مهال اسرائیل یو «اشغالګر ...

نور ولوله »

د پاکستان طالبانو د خپل مشر وژنه منلې او پر ځای یې بل مشر ټاکلی

taliban pakistan

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): نن د چارشنبې په ورځ د پاکستان تحریک طالبان ډلې خپل د مشر «عمر منصور» وژنه تایید کړې ده او د هغه پر ځای یې د بل مشر نوم اعلان کړی دی. د تحریک طالبان ډلې ویاند محمد خراساني له لوري پاکستاني رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې د نوي مشر ...

نور ولوله »

المان په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو موده وغځوله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د المان د وزیرانو کابینې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ تر ماموریت لاندې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو موده وغځوله. اسوشيټيډ پريس د الماني چارواکو له خولې ليکلي، چې د جرمني پوځيانو د ماموریت غځولو موده اوسمهال د درې مياشتو لپاره ده، په داسې حال ...

نور ولوله »