نړۍ

اردوګان: د القدس شريف څخه دفاع زموږ فرض دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵تله، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د ملګرو ملتونو نړيوالې کلنۍ غونډې ته ويلي، چې هېواد يې له بيت المقدس شریف څخه دفاع خپل فرض بولي او زياته کړې يې ده، چې انقرې د سوريې پر ادلب ښار د خونړۍ جګړې مخنیوی کړی دی. ښاغلي اردوګان په نيويارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته ...

نور ولوله »

د ټرمپ لاپې، د غونډې ګډونوال وخندول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه کې د ټرمپ لاپې، د غونډې ګډونوال وخندول. ډونالډ ټرمپ د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د خپل حکومت ستاینه وکړه، چې ګډونوالو د خندا وړ وبلله. هغه وویل، د امریکا په تاریخ کې زما د ادارې په څېر اداره نه ده لیدل شوې، د ...

نور ولوله »

اردوګان: ملګري ملتونه د پنځو هېوادونو په خدمت کې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تلې، ۱۳۹۷ل): ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو پر سازمان نیوکې وکړي. هغه وویل په شاوخوا ۷۳ کلونو کې ملګرو ملتونو د پام وړ کارونه کړي دي، خو له دې سترګې نه شي پټېدلی چې د بشریت لپاره د ارامۍ په برخه ...

نور ولوله »

خامنئي: پر ایران بريد د اماراتو او سعودي په مرسته شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۷ل):  د ایراني انقلاب مذهبي مشر علي خامنئي ويلي، چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ایران په جنوب اهواز ښار کې د شوي بريد ملاتړ کړی، چې له امله ۲۵ کسان وژل شوي او له شپتېو زيات ټپيان وو. خامنئي ګواښ کړی، چې د دغه بريد ملاتړ کوونکو پر ضد ...

نور ولوله »

اسرائیلي یرغلګرو یو فلسطینی ځوان وژلی او شپاړس يې ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۷ل):  اسرائيلي یرغلګرو يو فلسطينی ځوان په ډزو وژلی او ۱۶ نور يې ټپيان کړي. اسرائيلي عسکرو پر سوله ييزو لاريونکوونکو کړي او دغه مرګ ژوبله يې اړولې ده. د فلسطين د روغتيا وزير رسنيو ته ويلي، چې د محمد ابو صادق په نوم ۲۱ کلن ځوان د اسرائيلي عسکرو په ډزو ...

نور ولوله »

شپېته مخور علماء او دعوتګر د سعودي په زندانونو کې پراته دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): د سعودي روانو نيونو او بنديانو څارونکی د ټويټر اکاونټ «متعقلي الرائ» وايي، چې د سعودي حکومت له لوري د نيول شوو علماوو او دعوتګرو شمېر شپېتو ته رسېدلی دی. دغه ټويټر اکاونټ په خپل تازه پيغام کې ويلي، چې د حکومتي پوهنتونونو پنځوس استاد بنديان دي، همدارنګه پنځه ويشت خبريالان، د بشري حقونو ...

نور ولوله »

خامنئي:  زموږ پر پوځي پريډ بريد کې د امريکا د سيمه ييزو متحدينو لاس دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل):د ایران مذهبي مشر ایة الله علي خامنئي د امریکا پر سيمه ييزو متحدينو تور پورې کړی، چې تېره ورځ يې اهواز ښار کې د پوځ پر پريډ بريد پلان کړی و، چې  له امله يې ۲۵ پوځيان وژل شوي او له پنځوسو ډېر ټپيان وو. د ایران وسله وال ځواک تور لګولی، چې ...

نور ولوله »

هند د مذاکراتو په اړه د پاکستان وړانديز رد کړی

نن ټکی اسیا (شنبه،۳۱وږی ۱۳۹۷ل): د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان خپل هندي سيال ته د يوه ليک په ترڅ کې د نېکو هيلو او دوو اړخيزو اړيکو د بيا رغلو هيله څرګنده کړې وه او غوښتنه يې کړې وه، چې د لا ښه پرمختګ لپاره بايد د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزیران د ملګرو ملتونو د ...

نور ولوله »

هندي کشيش په راهبې د ۱۳ ځلې جنسي تيري په جرم نيول شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د هند کیرالا ایالت کې پولیسو یو کاتولیک کشیش پر یوې راهبې د جنسي تېري په تور نیولی دی.‌ کشيش فرانکو مولا ککال چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو پورې ۱۳ ځله د يوې راهبې په جنسې ځورونه تورن شوی دی د پوليسو له خوا هغه مهال ونيول شو چې راهبې پرله ...

نور ولوله »

ايران کې پر پوځي پريډ وسله وال بريد مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه،۳۱وږی ۱۳۹۷ل): د ایران په جنوب اهواز ښار کې د پوځي  پريډ پر مهال نا معلومو وسله والو برید کړی، چې له امله يې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. ایراني رسنۍ وايي، بریدګرو پوځي يونيفورم اغوستی و او د پارک له شا يې پر پوځي پريډ برید وکړ. د ...

نور ولوله »