نړۍ

اخوان المسلمين: محمد مرسي په خپل مرګ نه دی مړ، بلکې وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): اخوان المسلمين ګوند وايي، چې د مصر په تاريخ کې لومړنی منتخب ولسمشر له اوو کالو زندان وروسته د حاکم رژيم له لوري وژل شوی او له مصريانو يې غوښتي، چې د هغه په جنازه کې ګډون وکړي. د اخوان المسلمين له مرکزي دفتره رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ...

نور ولوله »

د مصر حکومت د مرسي جسد د هغه کورنۍ ته نه سپاري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د مصر لويې څارنوالۍ ويلي، چې د مصر د پخواني منتخب ولسمشر له مړينې وروسته د هغه عدلي طب څېړنې بشپړې شوي، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي او د هغه د جسد ښخولو امر يې کړی دی. عربي رسنۍ وايي، د لويې څارنوالۍ د امر سربېره د مصر استخبارات ...

نور ولوله »

جنرال فيض حميد د ای ايس ای نوی رئيس ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): جنرال فیض حميد د پاکستان د ای ايس ای استخباراتي شبکې نوی مشر ګورمال شوی دی.  د پاکستان پوځ د عامه اړيکو «ای ايس پي ار» له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د داخلي استخباراتو او جاسوسۍ ضد ادارې مشر جنرال فیض حميد د ای ایس ای د ...

نور ولوله »

کابل کې د ایران سفير: تهران غواړي، طالبان په نظام کې ګډون ولري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل):کابل کې د ایران سفير محمد رضا بهرامي وايي، چې تهران د افغانستان په نظام کې د طالبانو د ګډون پلوي کوي، خو دا هېڅکله نه غواړي، چې ټول واک دې طالبانو ته ورکړل شي. ښاغلي بهرامي له طلوع نيوز سره په مرکه کې ويلي، چې طالبان بايد د افغانستان اوسني نظام برخه شي، خو ...

نور ولوله »

سعودي: که ایران زموږ پر اهدافو برید وکړ، سخت ځواب به ورکړو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل): سعودي د امریکايي چارواکو د هغو څرګندونو تاييد کړیو چې د عمان خليج هرمز تنګي کې د تېلو پر دوو لېږدو بريد کې د ایران لاس دی. د سعودي عربستان  وليعهد محمد بن سلمان له امريکا او نړیوالو قوتونو غوښتي،  چې د تېلو د خوندي لېږد په موخه دې بيړني ګامونه پورته کړي. د ...

نور ولوله »

شمالي  وزيرستان: دته خېلو کې د کرفيو له امله خلک له کړاوونو سره مخ دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د شمالي وزيرستان دته‌ خېلو سيمه کې خلک وايي، چې پوځ له تېرو لسو ورځو راهيسې خړ کمر او شاوخوا سيمو کې د خلکو پر ګرځېدو بنديزونه لګولي، چې له امله يې د سيمې خلک له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي. د سيمې اوسېدونکي وايي، چې پوځ پرې د ګرځېدو بنديز لګولی، هېڅوک ...

نور ولوله »

ايران او قطر: د سيمې شخړې باید د خبرو له لارې حل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۳۹۸ل):ایران او قطر وايي، چې سيمه کې ټولې کشالې او شخړې بايد د خپلمنځني خبرو له لارې حل و فصل شي.  د ایران ولسمشر حسن روحاني او د قطر امیر شيخ تمیم بن حمد د شانګهای سازمان له غونډې وروسته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې کې د لیدو پر مهال ويلي، چې سيمه کې  د ثبات ...

نور ولوله »

جنرال مشرف د ژوند او مرګ په کشمکش کې دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پخوانی پوځي واکمن او پر افغانستان د امریکايي ايتلاف د جګړې د لومړنۍ کرښې ملاتړی جنرال پروېز مشرف د ژوند او مرګ کشمکش کې دی او هر ډول حرکت او خبرو پرېوتی دی. د  پاکستان سترې محکمې د اساسي قانون د ماتولو په تور هغه ملي خاين بللی او امر يې ...

نور ولوله »

امریکا د ایغور مسلمانانو سره د کېدونکي ظلم په تړاو د «مسلمانو حاکمانو» خاموشي وغندله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو استازي د چین هیواد د حکومت له لوري د ایغور مسلمانانو د ډله ئیزي نیونې په تړاو د مسلمانو حاکمانو خاموشي وغندله. سام براونیک چې له ګارډین ورځپاڼې سره یې خبرې کولې وویل، د مسلمانې ټولنې ډېره برخه خپله خپلو حقوقو ته پام نه ...

نور ولوله »

د پاکستان پخوانی ولسمشر د مالي فساد او جعلي بانک حسابونو په تور ونيول شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۲۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د احتساب ملي ادارې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د مالي فساد او جعلي بانکي حسابونو په تور نيولی دی. د راپورونو له مخې اصف زرداري به نن شپه راولپنډۍ کې د احتساب ملي ادارې «نېب» په دفتر کې  تېره کړي او سبا سه ...

نور ولوله »