fbpx

نړۍ

په سعودي کې بې اقامې افغانانو ته د عبور ورقه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۶): په سعودي کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې بې قانونه افغانانو ته د عبور ورقه ورکوي. د خبرپاڼې سره سم هغه افغانان چې په سعودي کې اوسیږي او قانوني اسناد نه لري، کولای شي چې په ریاض او یا هم جده کې د عبور ورقه تر لاسه ...

نور ولوله »

د پاکستان په کراچي ښار کې افغان محصلینو لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۶): د پاکستان په کراچي ښار کې د یوه پوهنتون افغان محصلینو وروسته تر هغه په لاریون لاس پوري کړ کله چې نورې ټولې لارې باندي وتړل شوې او هیڅ چا یې د مرستې لپاره ګامونه اوچت نه کړل. د بقايي طبي پوهنتون ۱۵۰ شاوخوا افغان محصلین شکایت لري چې د پوهنتون د ادارې ...

نور ولوله »

د لندن په مترو کې چاودنې ۱۸ کسان ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۶): نن د جمعې په ورځ د لندن د مترو اورګاډو په تم ځای کې د چاودنې له امله شاوخوا ۱۸ کسان ټپيان شوي چې اکثره یې د اور له امله سوځېدلي دي. پولیس وايي چې دغه پيښې ته د یوه تروریستي برید په توګه ګوري او زیاته کړې چې چاودنه په قصدي ډول ...

نور ولوله »

د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغانستان جګړې ته نه، د سولې پروسې ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۶): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس رسنیو ته وویل چې په افغانستان کې د حل لاره جګړه نه، بلکي د سولې یوه اوږده پروسه ده، او زیاته یې کړه، فکر کوي ددې پر ځای چې پر جګړې پانګه واچول شي، باید ټول امکانات د سولې پر پروسې باندي متمرکز شي. نوموړي دغه خبرې ...

نور ولوله »

سعودي: کولای شو په قطر کې نظام بدل کړو / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۶): د عرب لیګ په غونډه کې د سعودي حکومت د پلاوي مشر قطر ته په ګواښمنه لهجه وویل، کولای شو چې په قطر کې نظام بدل کړو خو سعودي ددې هڅه کله هم نه ده کړې. د عرب لیګ په ۱۴۸مه عادي ناسته کې چې د عربي هیوادونو د وزیرانو په کچه ګډون ...

نور ولوله »

د یولسم سپتمبر د قربانیانو وروستی تلیفوني مکالمې – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۶): برتانوي ورځپاڼي انډیپنډنټ د یوولسم سپتمبر د پيښې د هغو قربانیانو تلیفوني مکالمې نشر کړي چې د نړیوال تجارتي مرکزونو تر نړېدو مخکې یې د پولیسو او چټک غبرګون له ادارې سره کړي دي. دغه مکالمې چې نن ټکی اسیا ژباړلي، یو شمېر یې د نړیوال تجارتي مرکز دننه څخه شوي او یوه ...

نور ولوله »

زاخیلوال وایی افغانستان د پاکستان د انزوا هڅه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۶): په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او ولسمشر خاص استازي ډاکټر عمر زاخېلوال تېره ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو خبرو اترو په غونډه کې وویل چې افغانستان هیڅ کله د پاکستان د انزوا او یواځي کولو هڅه نه ده کړې. نوموړي دغه خبرې په داسي وخت کې ...

نور ولوله »

د پاکستان لومړی وزیر: پر ډیورنډ کرښه به کټارې لګول ادامه ولري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ وږي، ۱۳۹۶): د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزیر شاهد عباسي تېره ورځ رسنیو ته وویل چې پاکستان به پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار او کټارو لګولو لړۍ ته ادامه ورکوي، افغانستان هم کولای شي چې په خپل اړخ کې ورته اقدام وکړي. باید وویل شي چې پاکستان په روان کال کې د افغانستان ...

نور ولوله »

پېښور: افغان مهاجرين له رشوت پرته نه ثبتيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۶): په پيښور کې ناثبت شوي افغانان د ثبت او راجستر په پروسه کې له رشوت او فساد څخه سر ټکوي او وايي چې له پيسو او رشوت پرته يې څوک کار نه کوي. د دولت امر خيل په نامه يو تن افغان محصل نن ټکي اسيا ته په رالېږلي پیغام کې ويلي دي ...

نور ولوله »

انټرپول د یوسف قرضاوي نوم له تور لیست څخه لرې کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۶): نړیوالو پولیسو (انټرپول) د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر (یوسف قرضاوي) نوم د مطلوبو کسانو له لیسته ایستلی. د نوموړي نوم په ۲۰۱۴ کال د مصر د کودتاچي رژیم په غوښتنه د انټرپول په تور لیست کې شامل شوی و. د عبدالفتاح سیسي په مشرۍ د مصر حکومت په یوسف قرضاوي تور ...

نور ولوله »