پښــــتو ادب

نظم/ صابر جان محصل

صابرجان محصل زما د ژوند داسې قيصه ده امتحان دى  معرکه  ده سرتر پايه ښايسته ده د ازمون يوه سلسله ده که غوږ ونيسي  خوږه ده د ابليس مقابله ده له عدمه چې انسان شوم دښمن ځکه د شيطان شوم د لوی رب په يوه فرمان شوم مسافر د دې جهان شوم د ادم ژوند پر ارضه ده د ابليس مقابـله ...

نور ولوله »

حمد شريف/ تپاند زهاد

تپاند زهاد کاڼي بوټي او صحرا دې ثناء وایي تورې شپې او هم رڼا دې ثناء وایي لمر سپوږمۍ او راڼه ستوري دې کړي ذکر که زمین دی که سماء دې ثناء وایي مخلوقات که نباتات که کائنات دي اِنسُ جِن، اوبه دریا دې ثناء وایي سپېنې تورې  سنګرونه  تکبیرونه د شهید لالي موسکا دې ثناء وایي وریځې سپېنې تورې ...

نور ولوله »

غزل/ جابر کندهاری

جابر کندهاری زړه کي يوه څړيکه وه سلګۍ ورسره ووته غم يې بدرګه کړ اسوېلۍ ورسره ووته ما د چا په يادکي ذهين فکر داسي صرف کړلو دومره چي له ياده مي نړۍ  ورسره ووته ماله مدرسي څارئ پر کور د الوتکو شپول اور يې تر خوله وويست توغندۍ ورسره ووته نن ماشوم طالب کندوزکی دومره سزا وليده لاس نه ...

نور ولوله »

غزل/ انس حقاني

 آنس حقاني په شرنګ کي يي خدای ايښي کمالونه عجيبه زنځير وايي ځوانانو ته درسونه عجيبه مړه زړونه راژوندي کړي لاسونه چې زخمي کړي خوندونه په کې پټ دي او دردونه عجيبه اسرار د دنيا ټول درته د لمر غوندې روښان کړي او نور هم درته ووايي رازونه عجیبه سينګار د زنځيرونو په رښتيا د رب خوښيږي بندي جانان هم ...

نور ولوله »

غزل/ نسيم منصور

نسیم منصور ملګري چې یو بل ته وفاداره وي له زړه نه نو څومره به وي زیات وایه بیا خوند د یارانې رقیب د زما مخې ته ډاډه راځي بې خاره چې ما سره اشنا کړئ سوګند د یارانې کوکونه یې چې کلک وي د وفا په تار او ستنه هېڅکله به جدا نه شي پیـوند د یارانې هلمند به ...

نور ولوله »

څلوريزې/سید عبیدالله نادر

سید عبیدالله نادر د عجز عاجزۍ او د فاني دنیا د بی وفایۍ په هکله ، انتباهي ، تعلیمی ، فلسفی څلوریزي لوړ مکتب د فلسفې دی روزګار لوی استـاد دی، د نادان او د هوښیار د عبرت نښې پرتې دي هر زمـان کې صاحبدل که وي، په زړه باندې بیدار ….. د اجل څخه مو نشته دی خلاصون که ...

نور ولوله »

کرونا وايروس/ سيد شاه سعود

سيد شاه سعود له رنځه روغه سټه ښه ده ښار نه کلی ښه دی له دې وبا او دې بلا نه ځان ساتلی ښه دی خیر دی یو څو ورځې دې ځان مراقبه کړي سړی له شوره تنګ راغلی څو شیبو له غلی ښه دی ډیره موده وشوه جذبې مو چا مینځلي نه دي زړګی مو هم لکه د لاس ...

نور ولوله »

رشوت خور«لنډه کيسه»

 عزیز ودان سره پوزه یې پۀ نستوڼي ورپاکه کړه، پۀ ګوړګوتیو ويښتو یې د واورې بڅرکي پراتۀ و، سرې سترګې یې راواړولې، هیڅ یې ونه ويل. واورې پۀ فضا کې څرخک خوړ، بازار کې ځای ـ ځای خلک ګرځېدل غټ ـ غټ کوټونه یې اغوستي ول. ماشومې غږ کړ: ـ پالیش پالیش!! پینځۀ روپۍ! د شیرین اکا د هوټل لۀ ...

نور ولوله »

غــــــزل/محمد مهاجر

دستړي ژوندون ستړي ارمانونه راسره دي يو څه خواږه قندونه څه دردونه راسره دي ‌يوه غم دژوندون نيمه حِصه کړله راختمه دچا د وچو شونډو فريادونه راسره دي زمادژوندڅادر هم دغمو په خامک جوړدی هروخت يي په ګریوان په جنګ لاسونه راسره دي های کاش دماشوم والي ژوندون چيرته خرڅیدلای زما دماشوم والي څه يادونه راسره دي راځه اې مرورې  ...

نور ولوله »

ازمون/ سمیع الدین افغاني

سمیع الدین افغاني څه رنګینه شان موقعه ده د تـاریخ حساس شیبه ده سرنوشت پــــه بله کیږي د افغان د ژوند کیسه ده زما ، ستا چې د لسیزو د حالاتـو نــــه ګیله ده اوس راپاڅه لاس په کار شه چې د مرګ او ژوند صفحه ده ښه یې وینو چې ډوبیږو لا هم وینه مـو سړه ده د افغان ...

نور ولوله »