fbpx

پښــــتو ادب

مات زړه/ عُقابي جانان

زړه مې مات دی بس يو ته راپاتې يې ته مې زړه يې ته تر زړه راپاتې يې زه له ډېرو ځينې ورک يم نادرک يم خو بس ته لکه باڼه راپاتې يې خوشی ژوند دی بل مې هيڅوک غږ نه اوري يو تۀ هیله او اسره راپاتې يې په هرچا کې څه نه څه ملاوټ شوی خو تر اوس ...

نور ولوله »

غزل/ عبدالغني وفا

عبدالغني وفا دلته: پراته وینم د خلګو په هر خوا هډوکي دلته: د چا وینم د سر د چا د ملا هډوکي دلته: تنکۍ غوښې کباب شوې د بارودو په اور دلته: مې ولیدل د غوښو نه جلا هډوکي دلته: د خلق ځناورانو ډېر کړه ښخ په ژوندون دلته: لا اوس هم کله کله سي پیدا هډوکي دلته: لیلا ته ...

نور ولوله »

غزل/ مسکين یار عظیمي

مسکین یار عظیمي دا څـومـره خـونـدورې دي شملې د شمله ورو پـه مـــثـل د فــــولاد دي عقیدې د شمله ورو پګړۍ مې افتخار او هـم سنت د پاک رسول ده پـه جنـګ کمـزوری نـه شـوې ارادې د شمله ورو دښـمن بـه لـه هـیـواده د ایمـان په قـوت باسـو مدام هر وخـت قـاطـع وي فیصلې د شمله ورو شملـه او پـګـړۍ ...

نور ولوله »

عافیه صدیقي ته!

غنم رنګ کوچی چې د ختیځ نه سحر لمر راخیجي او په لویدیځ غورځېږي مونږ د اسیا ځوانانو ته دا پیغور راکوي مونږ ټول تاته ملامت یو چې ستا بدل مو د غرب له داړه مارو وانخیست ته د اسیا یو څو بې ضمیرو زرپرستو واکمنو د غرب په وحشیانو وپلورلې خو یاد ساته څو داسې ځوانان لا هم شته ...

نور ولوله »

مډال/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده چې له غلو سرہ څوک نیسي خوله د جوال ولسمشر ورکوي ورته مډال مفاھیم د ارزښتونو بدل شوي په خپل بد کردار اوس ویاړ‎ي، پردیپال د تور زنو ځای رھزنو دی نیولی ھمدغه اصلي مانا دہ د اشغال د خیرات په پیسو ملک کله چلیږ‎ي؟! ژرندہ نه چلي اوبو باندې د سوال دې ځنگل کې د ھوسیو ...

نور ولوله »

نظم/ ميوند محمد جمال

ميوند محمد جمال سوله به راشي هم راتلونګې ده خو شوی وحشت د هیریدلو نه دی زموږ د چم د دې تنکي ګلانو ټوک ټوک وجود د هیرولو نه دی د دې ګلانو دا زخمي روحونه داسې بلها، بلها پوښتنې لري د روح سره سمه دنیا نړوي دا ماشومان به را لوی شوی وي خو د خپل زخمي وجود خاپونه ...

نور ولوله »

ورورګلوۍ

ځينې ، ځینې په نامه باندې افغان دي په باطن کې ددې خاورې دښمنان دي په هویت د افغانیت باندې شرمیږي ځینې اوس لا په قدرت کې حاکمان دي د تعصب اود نفاق اوریې بل کړی ډیر بې رحمه پردي پاله ظالمان دي ترحم یاڅه انصاف په دوئ کې نشته د پردو پټ اوښکاره جیره خواران دي نه د سر ...

نور ولوله »

د شهادت تږي

عرفان الله عرفاني چنار ځوانۍ مو دنګ زلمي ماتوي د شهادت پسې تندي ماتوي دا خو رښتینې فلسفه ده د عشق د خدای لپاره خپل زړګي ماتوي څومره لېوال دي د سنګر، ګودرته تندې أخیستي دي منګي ماتوي دومره یې مینه په غورځنګ راغلې لاسو د حورو کې بنګړي ماتوي د أبد کلي پــــورې ځان رسوي تڼاکو تَلــــو کې اغزي ...

نور ولوله »

چاپه (لنډه کيسه)

خالد رعد لوی ماشومان يې څوک له ډوډۍ مخکې او څوک وروسته ويده شول. سړي چې ټوله ورځ يې په وتره پټو کې د غنمو په کرلو تېره کړې وه، يو لوی تور چای جوش يې مخته ايښی و او د شنو چايو يوه پياله يې ډکوله او بله تشوله. کوچني په خاپوړو ماشوم به يې کله پټکی ترې ړنګ ...

نور ولوله »

غزل – ابراهیم صیاد

مخ د یار نه وه ، ماته شوې آینه پرته وه وران دیوالونه دړې وړې دروازه پرته وه ویل ملګرو له طالبه په میراث کې پاتي یوه ګمنځه یو مسواک یوه چانټه پرته وه خلک اوزګار نه وه قبرو ته خلکو مړي کتل د چا انګړ د چا جمات کې جنازه پرته وه ویل یې مه یې رانه وړی زړه ...

نور ولوله »