پښــــتو ادب

زه او ضمیر

سید الهام له خپل زړه سره اخته یمه په زړه کې خدایه! سخته شرمینده یمه په زړه کې تېر ناسم اعمال مې تېر دي نه سمېږي ته یې سم کړې! ډېر خسته یمه په زړه کې په ښکاره خوتر ما ښه مسلمان نشته په بدانو کې هر څه يمه په زړه کې پټ مې نغښتې عباداتو کې ریا ده پټ ...

نور ولوله »

تاته نه در تلمه!

سید الهام چې کرۍ شپه به ناست بیدار وم، تاته نه در تلمه څومره ناپوه وم، څومره خوار وم، تاته نه در تلمه درېغه عبث به رانه تل قیمتي شپې رڼېدې درېغه ځواني مې وه، تیار وم، تاته نه در تلمه چې څه بلا مې وه په عقل او په توان را ناسته نه به ستومان وم، نه بېمار وم، ...

نور ولوله »

په سنګرو کې اختر

شاعر: عبدالقدوس فاتح خير که تيريـږي نـن بمبـار او پـه چاپو کې أختر خدای به بيا راولـي د أمـن ورځو شپو کې أختر چې د ګلاب سپين طالب مخ له مُسکـا وغوړيږي او ولسـونه يـې کـړي تېر پـه ديدنـو کې أختر دتور إشغال بلا چې مړه وي، نه وي ډارددښمن إېله به خوند وکړي عيدګاوو جوماتـو کې أختر چې بيا ...

نور ولوله »

د فتحو اختر

شاعر: عبدالقديم نظام چې په را تلو دې پيل کړو بل د فتحو باب اختره زړونه ټکور کړه او تعبير مو شه د خواب اختره چې اسماعيل مو له چړې بيا مرۍ روغه راوړي د وخت خليل هم په ازمون کې کړه کامياب اختره چې مو و مرستې ته جِبرِيل له آسمانونو راځي بِشارت راوړه د يو داسي انقلاب اختره ...

نور ولوله »

د ازادی فلسفه

معصوم طالب دازادی پــه نوم کې لویـه فلسفه پرتــه ده دلوی ښکلاک دماتیدو پکي قیصه پرته ده دخپل بابا پــه نـــوم مــې ځکه افتخار کومــه چې سره په وینو څوکه ماته یې نیزه پرته ده لا یـې تـر اوسه ځمکه ساتـي دهــډو نمونه دسور انګریز په وینو تکه سره تنه پرته ده ددې راغلو انجام هــم بوله دتللو پـــه شان ...

نور ولوله »

قـرباني/ عُقابي جانان

قرباني د ابراهيم خلیل عظيمه کارنامه ده قرباني د اسماعیل ذبيح الله ستره کيسه ده قرباني د پاک رسول سنت او ښکلې طريقه ده قرباني د رب انعام دی، دې کې لويه فلسفه ده قرباني په پاک قرآن کې له اللهﷻ سره وعده ده قرباني د رب په امر وه آدم لره سجده ده قرباني د نوح دعوت دی هم ...

نور ولوله »

ورېځو هم لاسونه پورته کړو اسمان ته

رحمت الله منیب ورېځو هم لاسونه پورته کړو اسمـــان ته څاڅکي څاڅکي یې تویېږي و ګرېوان ته خدایه څومره ماشومان مو یتیمان شوو سوله را ولي غمجن افغانستــــــــان ته له بورا چې د ارمان پوښتنــــه وشـــــوه په ارمان کې په ژړا شو ګلستـــــــــان ته په دنیا کې که د میني ژوندون غـــواړې بل ته هغه خوښوه چې څه دي ځــان ...

نور ولوله »

د شاعرانو او ليکوالانو د پام وړ

لیکوال: قاري ارشادالله عُقابي خوږو شاعرانو او لیکولانو وروڼو الحمدلله مونږ تاسې مسلمانان او د محمد ﷺ امتیان يو او په امت محمديه ویاړو هم. نو خامخا دا زمونږ د ایمان برخه هم د چې اللهﷻ سره د محبت تر څنګ به زمونږ مينه د ګران او محبوب پيغمبر حضرت محمد رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ وَسَلَّمَ سره ...

نور ولوله »

ازادۍ

رحمت الله منیب تـوهین دي نه کـــــــــــوم درنې ازادۍ خو اوس دي نه دي ورځې شپې ازادۍ طاق ظفر سره دي یاد دي که نه؟ چې تا لیدم او مــــا لیدې ازادۍ دا دي څلــــــــور لسیزۍ تېرې شولې څه وخت به ویښه شې ویدې ازادۍ ما به هغه سیمه ګل پوشه کـړله په کومه سیمه چې راتلې ازادۍ ما به ...

نور ولوله »

څه ولیکم؟

لیکوال: شبیراحمد سلیمي ډېری لیکوالو ته دا یوه ننګونه وي، چې څه ولیکم؟ دا په رښتیا هم لویه پوښته ده، چې څه ولیکم؟ دې پوښتنې ته ځواب ویل ستونزمن کار دی. ځکه ډېری وخت لوی لیکوال له دې پوښتنې سره مخ کېږي؛ چې څه ولیکم. دې پوښتنې ته د ځواب لپاره ډېرې لارې چارې شته؛ خو له بوخت لیکوال څخه ...

نور ولوله »